په ۲۰۱۰ کال کې ځینې مهمې سپورتي پېښې

په 2010 کال کی جنوبي افريقا د فوټبال د سياليو کوربه هېواد و، چې په ولولو سره رنګينې لوبې پکې ترسره شوې.

فریدون خوځون

زه فریدون خوځون یم. له اره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی یم خو له پېښوره د بېرته راستنېدو پر مهال په ننګرهار کې مېشت شوم او له هغه ځایه کابل ته راستون شوم او اوس په پلازمېنه کابل کې ژوند کوم.

له فساد پسې فساد //// عتیق الله کاموال

خداى پاك انسان او نور ټول مخلوق د خپلې پېژندنې او بندګۍ لپاره پيدا كړي او په همدې اړه يې په خپل مقدس او سپېڅلي كتاب كې فرمايلي: (( وما خلقت الجن والانس الا ليعبدون ))

د خوشال خان خټک اخلاقي اېډیال //// څېړنیاره اوږۍ جمال

دغه اثر، چې د ارواښاد كانديد اكاډميسين محمدصديق روهي په قلم ليكل شوى دى د مقالو يوه ټولګه ده، چې په ۱۳۸۰ ل يا ۲۰۰۰ م كال د محمدصديق روهي فرهنګي ټولنې له خوا په دانش خپرندويه ټولنه كې په ۸۷ مخونو كې د خوشحال خان د زوكړې د څلورسومې كاليز د نړيوال سيمسنار په وياړ چاپ شوى دى.

د بڼکو ایستل یا د چرګانو کنیبالېزم /// ډاکټر سعید محمد وقار

کنيباليزم يا هم جنسه حيواناتو د يو بل خوړل او بڼکو ايستل د حيواناتو د بدو خواصو له جملې څخه يو شمېرل کېږي. د دې ناروغۍ د دې دوه عارضي عواملو په باره کې مختلف نظريات شتون لري، چې په دې ځاى کې د دې دواړو عارضو په منځته راتلو کې په خوراکه کې کمبود او د نواقصو موجوديت او همدارنګه د حيواناتو د ساتنې ډول شامل دي. زيات پوهان په دې عقيده دي، چې يو د بل بڼکو ايستلو عامل په چرګانو کې لومړى په خوراکي موادو کې نواقص او کمبود دى او د کانيبالېزم په منځته راتلو کې په اول قدم کې عصبي فکتورونه شامل دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو ونډه// څېړنواله هنګامه ظاهر

دا حقيقت ټولو ته څرګند دى، جګړې نه يوازې زموږ ګران هېواد ټوټې ټوټې كړ؛ بلكې ملي او اسلامي كولتور، ژبه او فرهنګ يې هم له ګواښ سره مخ كړ. له دغو جګړو څخه زموږ ادبيات او هنري ارزښتونه هم بې اغزې پاتې نه شول زموږ ادبيات او ادبي افتخارات پوپنا، چور او چپاول شول په ټولو ادبي، فرهنګي او تاريخي وياړنو خېټه واچول شوه.

سړی ډارېږي، ليکوال به نه شي /// ژباړن غزا نور غزا

املي نوتومب تازه څلوېښت کلنه شوې. فرانسوي ادبياتو کې ښه ځای لري.تراوسه يې شپاړس ناولونه چاپ شوي او اثار يې پر ۴۰ ژبو ژباړل شوي. املي نوتوب د خپلې ليکوالۍ خويونه پخپله وايي.

اېډیالوژي // استاد جاج پښتون زوی

د ټولو هغو مفكورو او عقيدو مجموعه ده، چې د يو فرد، ډلې، طبقې يا يو كولتور ټولنيزې اړتياوې او هيلې منعكسوي.

طنز: افغانستان ته د نوبل جایزه ورکول کېږي/// نافع همت

دکمېسيون مشر پر خپل سور او غوښن مخ دسمال راتېر کړ، د معدني اوبو بوتل يې پر سر پورته کړ، يو غټ ټېغ يې وکېښ او بيا يې د غونډې برخه والو ته وويل: تاسې ته معلومه ده، چې غربت د ډېرو بدمرغيو مور ده، لکه تراهګري، اداري فساد، جرمونه ، قاچاق، بې سوادي او داسې نور .

فولکلور څېړنه // څېړندوی حبیب الله رفېع

(( فولكلور )) يا (( فوكلور )) يوه انګليسي كليمه ده، له (( فولك )) او (( لور ) څخه تركيب شوې، چې (( فولك )) د خلكو او (( لور )) د پوهې او حكمت معنى وركوي او مجموعي معنى يې د (( خلكو پوهه )) يا (( اولسي پوهه )) كېږي او دا اصطلاح لومړى ځل انګرېزي ليكوال ټامس په ۱۸۴۶ ع كال د همدې مفهوم لپاره وضع كړه. خو محققين په پښتو كې (( د خلكو په )) د فولكور جامعه او مانعه معنى نه ګڼي ځكه چې د خلكو پوهه يو عام نوم دى. چې د دوى ټول علوم زده كړې او تجربې پكې مطالعه كېداى شي او دا نو فولكلور ته نشو اختصاصولى.

د ژبې پېژندنه // سید نظیم سیدي

آيا ژبه يوازې د غوښې يوه ټوټه ده، چې يوازې په خوله كې رغړي را رغړي او كه نه كومه بله دنده هم لري؟

په مورنۍ ژبه تعلیم په برخه کې د خوشال خان خټک خدمت

د زرق او روزۍ د تلاش په بهير كښې، د انسان فكر وده او پراختيا وموندله، د فكر د څرګندولو لپاره يې ښايي اول له اشارو څخه كار اخيستى وي او بيا يې ورسره غږونه غبرګ كړي وي. ورو ورو له غږونو نه حروف، له حروفو څخه كليمې اوله كليمو څخه جملې جوړېدې. دا د ژبې يا لغت د پيدايښت اوږده كيسه ده چې ما لنډه اشاره ورته وكړه.

په افغانستان کې د یوه غښتلي او ملي ځواک د جوړېدو فلسفه

د طبيعت، ټولنې او تفكر د جوړښت، خوځښت او تكامل پر پېچلو رازونو او قوانينو باندې د ښه پوهېدو او كشف لپاره د اكسيوم ( Axiom ) په نوم يوه اصطلاح ډېره مشهوره شوې او ډېره مرسته كولى شي

زما تصویر

لنډه کیسه // نه هېرېدونکې شېبې //

دمينې داظهارلومړۍ شېبې دهرمين په زړه دکاڼي دکرښې په څېرپاتې وي اوددغه سپېڅلوشېبوخماراوسرورکله هم په اسانۍ دچاله ذهنه نه وځي ماچې کلاستا په وړاندې دلومړي ځل لپاره دمينې داظهارجرئت وکړنوهغه شېيبه زه په دغه نړۍ کې نه وم داسې راته ښکارېده لکه په هواچې روان وم اوقدمونه مې په ځمکه نه نښلي داهغه شېبې دي چې دډېروزړوروانسانانوزړونه پې بې واکه درزېږي

Page 1 of 5 | Results 1-15 of 74
1 | 2 | 3 | 4 | 5 next