ډاکتر لطیف بهاند
2008-03-05 17:15:27
بهاند څوک دی؟
هغه لطيف دی، هغه بهاند لطيف دی، هغه ابدي لطيف دی.
هغه سره يوازې کولای شو د ښکلا په ژبه، د پوهې په ژبه او د مينې په ژبه خبرې وکوو. هغه دغه نوموړي ژبې پېژني، هغه د دغو ژبو مخکښ اديب دی. هغه په دغو ژبو خبرې کوي، هغه په دغو ژبو ليکنې کوي.
د بهاند په رگونو کې وينه نه، بلکې د مينې رود بهېږي، داسې رود چې د هغه د سپېڅلي زړه نه سرچينه اخلي او داسې زړه چې د هغه په بهاند او ابدي لطف باندې انگار او گاڼل شوی دی.
بهاند سره د پېژندگلوي لپاره به همدومره بسيابس وي، چې د هغه ځليدونکو سترگو ته يوازې په يو غلچک سره وگورو. داسې سترگې چې کتل يې ناڅاپه زړه ته دانگي او پر هغه باندې داسې اغېږ کوي چې نور نو نه غواړې ورنه جلا شې، نور نو نه غواړې ورسره خبرې پرېکړې. داسې سترگې چې بهاند ځلېږي او د ميني کوډې کوي. داسې سترگې چې د هغه د لطيف زړه انگازې په کې څرگندېږي، بريښېږي او ښکاري. داسې سترگې چې کتل يې ريا نه لري، دوکې نه لري، غولول نه لري، کرکې نه لري. داسې سترگې چې له مهربانۍ او لطف نه ډکې کتنې لري... هغه ښکلي او ښکلا پېژندونکي سترگې چې په کتلو ورته په زړه کې د ښکلا څپې راپارېږي. هغه مينه ناکې او پر ښکلا مينې سترگې چې په کتلو ورته په زړه کې د مينې احساس لمسېږي. هغه سترگې چې په يو ځل کتو درته، ستا د زړه په ټولو غوښتنو، رنگونو او ماهيتونو باندې پوهېږي. هغه د لطيف بهاند سترگې دي.
هغه دومره په مينه او ښکلا کې ډوب دی، چې د هغه ټولې خبرې اترې د مينې او ښکلا نه پيلېږي او په همدو باندې پای ته رسيږي. هغه بهاند مين دی، هغه نه يوازې پر ښکلا مين دی، بلکې پر ټولو ښه انساني اخلاقو او اصولو باندې مين دی. د هغه د ژوند اصول او پرنسيپ پر ښکلا، مينه او نورو سپېڅلي انساني اخلاقو باندې ولاړ دي. هغه د دغې لارې لاروی او لارښوونکی دی. دغه اصول تاسې کولای شی د هغه په ليکنو کې هم وموندی. د هغه نثر ليکنه دومره ښکلې او په زړه پورې ده چې د شعر نه هم خوندور دی او د هغه شعر دومره ښکلې ده چې د ښکلا نه هم لا ښکلې ده. د هغه ژباړنې نه يوازې پښتو ته اړول دي، بلکې د مطلب پښتو کول دي. د هغه ژباړنې د اصلي نسخې نه لا په زړه پورې او خوندور بريښي.