ښځه ولې د ناوړه دودونو ښکار ده؟؟
2010-09-01 08:15:14
بسم الله الرحمن الرحيم
ښځه ولې د ناوړه دودونو ښکار ده؟؟
کله، چې الله جل جلاله ادم عليه السلام پېدا کړ، او ځمکې ته يې دخليفه په توګه راولېږه، نو دانسانانو دنسل دپايښت او زياتوالي لپاره يې دهغه له چپې سينې څخه، بي بي حوا هم پېداکړه، د دوي ترمنځ يې مينه او محبت واچاوه، همداوجه او سبب دى، چې دنړۍ پرمخ دهغوي اولاده د واحد څښتن تعالى د عبادت او بندګۍ په خاطر ژوند کوي.
د اسلام دمبارک دين د راتګ څخه مخکې ښځې په ډير بد او وخيم حالت کې قرار درلود، په کورنيو کې به دوينځو په شکل اوسيدى، په دې خاطر به لوڼه ژوندۍ ښخيدلې، چې دا يو عار دى، دميراث څخه محرومې وې او .......
د اسلام د سپېڅلې دين په راتګ سره د غه بد او ناوړه چلند کوم، چې د جاهليت په زمانه کې له ښځو سره کېده منع او حرام و بلل شول، او داسلامي نظام او قانون پروړاندې د دوي حقوق د نرانو سره مساوي وګرځولي شول، د ښځو په نسبت يې د نارينه وو په اوږو زيات مسؤليتونه واچول، دکورني سېسټم د بهبود او تنظيم په خاطر يې بېلابېل مسؤليتونه ورته په ګوته کړل، په دې اړه الله جل جلاله فرمايلي دي: (ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف وللرجال عليهن درجة)) الاية.
د اسلام مقدس او سپيڅلي دين ښځو ته لوړ مقام ورکړى، هغه يې مور ګرځولې، او دهغوي دخدمت او دحقوقو داداکولو امر يې کړى.
الله جل جلاله فرمايلي: (ولاتقل لهما اف ولاتنهرهما وقل لهما قولاً کريماً) الاية
دا يو منل شوى حقيقت دی چې ښځه دنړی دخلکو له نيمايي نفوس څخه هم زيات تشکيلوي ، ښځو دتاريخ په اوږد و کې دنارينه وو، سره جوخت دانساني او بشري ټولنې دودې اوپرمختګ په لار کې رغنده اوميوه لرونکي ګامونه پورته کړي، دې کې شک نشته، چې په جسمي او فزيکي لحاظ سره به ښځه له نارېنه څخه کمزورې وي او دکار کولو انرژي به په نارينه کې دښځې په نسبت زياته وي خو له بلې خوا ګورو چې ښځه داسې لوی کارونه ترسره کوي چې ترډېره بريده پکې نارينه پاتي راغلي.
دبېلګې په ډول: هغه کړاوونه چې يوه مور يې دماشوم په روزنه کې تېروي، تکليفونه ګالې او شپې سباکوي، په سړه سېنه تنکۍ ژبه او په ورين تندي ورته غيږ غوړوي، خو پلار ددې کړاو له تېرولو اوزغملو عاجز دی.
په هر صورت ګورو، چې نارينه له ښځې اوښځه له نارينه پرته دژوندچارې په ښه او مؤ ثره توګه نه شي سمبالولی، ښڅه او نر دژوند په ټولو چارو کې د يوبل لپاره لازم او ملزوم دي.
په دې کې شک نه شته چې داسلام مبارک دين دبل هر دين اومذهب په نسبت دښځو ټولو حقوقو ته احترام او درناوی لري ،خو پوښتنه داده چې اياموږ ښځو ته هغه انساني اوبشري حقوق ورکړي چې اسلام ښځو ته ورکړي دي اويامو دهغې په رعايتولو ځانونه مکلف ګرځولي دي ،فکرکوم تر ډېره موږ ښځو ته، هغه حقوق کوم، چې الهي قانون ورکړي، نه دي ورکړي،
دبېلګې په ډول نارينه اوښځينه دواړه حق لري چې دځان له پاره دژوند ملګری انتخاب کړي ،خوزموږ په ټولنه کې ښځه لا څه چې له نارينه څخه هم دا حق اخيستل شوی که کوم نارينه ياښځه په خپله خوښه دواده کولو په غرض دخپلې خوښې د انتخاب غږ راپورته کړي نودخلکو اوکورنۍ له لوري په ډول ډول تورونو تورنيږي.
په داسې حال کې چې نبي (صلي الله عليه وسلم) ته يو صحابي راځي ورته وايي چې زه دفلانۍ ښځې سره وده کول غواړم ،دبشريت ستر لارښودحضرت محمد(صلي الله عليه وسلم) ورته وايي چې اياتا نوموړي ميرمن ليدلي ده ؟ صحابي ورته وايي چې هو ،نبي(صلي الله عليه وسلم) ورته وويل چې لاړشه بيايې وګوره .تاسو اوس په خپله فکر وکړی چې نمګړتياچېرې اوپه چاکې ده ؟
مګر زمونږ په ټولنه کې د زور ودونه يو عام دود ګرځيدلى، چې نجونو ته د انتخاب حق نه ورکوي، چې يا يې اسلامي کړنه نه بولي او يا ترې ناخبره دي، خو دا کـــــــــــاملاً د اسلام او شرعي قانون خلاف امـر دى، ځکه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: کله چې تاسې له کومې نجلۍ سره واده کوي، نو دهغې له خپلوانو (ولي) څخه اجازه واخلئ، کله چې نجلۍ راضي شوه او ويې ويل چې زه خوښه يم بيا نو ورسره واده وکړئ، که خوښه يې نه وه د ردلو حق او صلاحيت لري، په يوه فقهي قانون کې راځي، پېغلې نجونې په زوره واده کولو ته مه اړباسئ، دواده ارکان ايجاب او قبول دي، ايجاب او قبول هله سميږي، چې دواړه اړخونه (هلک او نجلۍ ) خوښ وي، که دواړه اړخونه خوښ نه وي نکاح فاسديږي، چې په زور نکاح له دواړو خواوو څخه کورنۍ له ناوړه پېښو سره مخ کيږي.
همدا ډول ګورو چې ځينې وخت ديوې کورنۍ نارينه غړی دقتل په جرم مرتکب کيږي خو دسيمې قومي مشران اوسپين ږيري دخپل سيميز دود سره سم دنارينه دکورنۍ کومه بې ګناه ښځه په بدو کې ورکوي ،دابه سمه وي چې دښمني به پرې پای مومي خو وروستی پايلې يې له دښمنۍ هم بدې او سختي وي، کله چې داپه بدو کې ورکړشوي جينۍ دخسرکورته وړل کيږي نو په هغه کورکې دابې ګناه انسان چې دبل دبدو ښکارشوی ديوې بدبختې ميرمنې په حيث ژوندتېروي ،دخسرګنۍ دکورنۍ هر غړی داسې فکر کوي چې ګواکې زموږ اصلي دښمنه همدا ميرمن ده ،ان تر دې چې دميړه ياخاوند له لورې ورته کومه خوږه خبره و هم شي، نو خاوند يې دکورنۍ دنورو غړو دسترګو اغزى ګرځي په دې دليل، چې نوموړی (خاوند)يې ګواکې له دښمنې سره غوره او نېک چلن کوي ددې بداوناوړه چلن پايله اونتيجه داشي، چې په بدو کې ورکړشوي ميرمن دځان وژنې په فکر کې شي او بالاخره په دې کار بريالۍ هم شي
تاسو وګوری دلته داسلام دوه ډوله اصول تر پښو لاندې کيږي اول داچې جرم يو چاکړی او سزا يې بل انسان ته ورکول کيږي په داسې حال کې چې اسلام سزا هغې چاته غواړي چې په جرم مرتکب شوی وی ،دلته هم ليدل کيږي چې نمګړتيا چېرته ده
همدا ډول تاسو وګورۍ چې په کورنيو کې دښځو سره دنارينه وو له خوا تاوتريخوالی ترکومه رسيدلی ؟که چېرې دنارينه له خوا ماشوم وهل کيږي نو هېڅ خبره نه شته خو که دمور له خوا ماشوم دروزنې او ښوونې په موخه وهل کيږي نوبياپرې کور توره شپه جوړيږي.
دې ته ورته په لسګونو بد رواجونه او عادات شته چې له يوې خوا داسلام دمبارک دين داصولو او احکامو سره سمون نه خوري، او له بلې خوا په کورنۍ کې دبې ځايه تاوتريخوالي لامل هم ګرځي ،دا چې ښځه دنارينه په شان انسان دی نوښايي چې دې ممتاز مخلوق ته دقدر اودرناوي په سترګه وکتل شي، هغه حقوق چې دوی ته داسلام مبارک دين ورکړي په يشپړه ماناورکول شي ،فکر وکړی ښځه مورده او دمور په سينه کې دمينې او عاطفې لوی ګوهر پروت دی مور هېڅکله هم خپلو بچيانو ته بده ورځ نه غواړي نو بياولې خپل بچيان دې مهربانې اوخوږې مورته بده ورځ غواړي.
ښڅه چې مور ده دستايلو وړده داپه دې مانا چې کوم مشکلات او تکاليف، چې داولادونو په روزنه کې دهغې پرغاړه دي، يقيناً ډېر غټ مسؤليت دى، خو د دغه لوي مسؤليت په سرته رسولو هغوي ته الله جل جلاله لوړ مقام ورکړى دى، جنت يې دهغوي په رضاکې نغښتى دى او دهغوي دنارضايت په سبب يې کوم، چې دهغوي دزړونو خفګان، دهغوي حقوقو ته درناوي نه کول دي دجهنم موجب ګرځولي دي.
ښځه خور ده چې په زړه کې دخپلووروڼوسره بې کچې زياته مينه ساتي نوبيا ولې وروڼه خپلې خورته بده ورځ غواړي ؟
ښځه دبشريت هغه کارخانه ده چې، ټولنې ته سالم او باتربيه اشخاص وړاندې کوي، ترڅو ټولنه اسلامي، اخلاقي، او اجتماعي لحاظ سالمه ووسي، داچې دبشريت ځانګو ده نو په دې اساس هم اسلام ورته لوړمقام ورکړى.
او بالاخره ښځه لورده چې په زړه کې يې دخپل پلار له پاره نه تماميدونکي مينه پرته ده، کوم زړه سوي، مينه، عاطفه، چې لور دپلار لپاره په زړه کې لري نو دهغې علم يواځې د زړونو مالک سره دى، نوولې پلار پدې مهربانه، زړه سوانده، عاجزه، خيرخواه اومشفقه لور بده ورځ پېرزو کوي او په دنيوي جهنم کې يې غورځوي،حقيقت دا دى، چې ښځې دتل له پاره ديوې مهربانې او زړه سوانده څېرې په حيث دانسانيت ا و بشريت ټال ته ټالونه ورکړي.
داچې زموږ ټولنه په دغه برخه کې څه ناڅه مشکلات او پرابلمونه لري او يا د ښڅو حقوقو ته نه قايليږي هغه مختلف لاملونه او وجوهات لري، چې بايد په ګوته کړى شي:
· ناپوهي (بې سوادي ): يوه مقوله ده چې وايي: ( ناپوهي دژوند يو مرګ دى )
په دې مانا، څوک چې ژوندى دى او ناپوهه دى په معنوي مرګ اخته دى.
داچې زمونږ په هيواد کې د پوهې کچه ډېره ټېټه او زياتره خلک د اسلامي احکامو په پوهاوي، د بشر دحقوقو په رعايت او داسې نور مسايلو کې مشکلات لري او دناپوهۍ د زياتوالي په سبب د ښڅو هغه حقوق، چې اسلام دوي ته ورکړي، تلف کيږي، په ناپوهه او نر سالاره کورنۍ کې ښځه يوبې فايدې او عبث عنصر په شکل ښکاري او اهميت ورته نه ورکول کيږي، حتى ځيني مور او پلار دنرېنه او ښځينه اولادنو ترمنځ توپير کوي، هلکانو ته پر نجونو برتري او فوقيت ورکوي چې داهم داسلام له نظره يو ناکاره عمل دى او د داسې توپېر کولو څخه اسلام منعه راوړي.
که چېري موږ د دين حکمونه په حقيقي ډول زده کړو او په خپل ژوند کې پلي کړو او عملي بڼه ورکړو، نو هېڅکله به هم د ټولنې دهيڅ يو غړي حقوق تلف نه شي.
· اقتصادي ستونزې: د کورنۍ ټېټ او ضعيف اقتصاد هم د دې لامل کيږي، چې په کورنۍ کې تاوتريخوالى، او خاصتاً د ښڅو دحقوقو دتلف سبب جوړيږي.
· د نشه يي توکو استعمال: څرنګه، چې نېشيه يي توکې او مسکرات په اسلام مبارک دين کې ناروا او حرام ګرځولې شوي دي، او استعمالول يې بدې پايلې لري، نو په دې خاطر هم په کورنۍ کې د تاو تريخوالي او دښځو دحقوقود تلف کېدو سبب جوړيږي.
· د دود او دستور مطابق دمشرانو روايتي فيصلې:
داهم د دې يو ستر لامل دى ، چې د ښڅو حقوق د ګواښ سره مخامخوي او دهغوي حقوق ترپښو لاندې کوي، داچې زموږ ټولنه يوه دوديزه او عنعنوي ټولنه ده او همېشه د ژوند په ټولو اړخونو کې دود او دستور ته زياته توجه کيږي، چې ځيني دودونه د اسلام دمبارک دين سره په ټکر کې واقع کيږي، چې دهغې په عملي کولو سره په ټولنه کې ګډوډي، تاو تريخ والى، تشنج او نارضايتونه رامنځ ته کيږي، چې يوه بېلګه يې د نجونو په زوره پرته دهغوي درضايت واده ته مجبورول دي،.زموږ مشران همېشه خپل نظر او خپله خوښه د نور د رضامندۍ پرته پر هغوي تحميلوي او په دې خبره ټينګار او اسرار کوي، چې د هغوي خبرو ته دې عملي جامه واغوستل شي، چې د دغو رواياتو په عملي کولو سره ډېرې ستونزې منځ ته راځي، نو ځکه يې پايلې هم ښې نه وي، چې بالاخره، په کورنۍ کې دښځو دحق دلمنځه تلو لامل ګرځي.
هدايت الله سعيد