متلونه

1.   انسان تر کاڼې کلک او تر ګل نازک دى.

2.   اوبه په ډانګ نه بېلېږي.

3.   د بلا بچى بلا وي.

4.   اوبه چې په يو ځاى کې ډنډ شي؛ نو خوسا کېږي.

5.   انسان تابع د احسان دى.

6.   ازمويلى څوک بيا نه ازمويې.

7.   امانت ځمکه هم خيانتوي.

8.   اور له خپلې لمنې لګېږي.

9.   اوړه په اوړه نو منت يې پر څه.