وروستۍ منډه/الف مړوند
2008-08-31 09:24:14
ښايي د ژوند وروستۍ منډه به يي د امريکايي ځواکونو د دربا او غالمغال له اوريدو وروسته د خوب له خونۍ د کاله تر وره وه چې معلومه کړې څه خبره ده ؟ خو دا منډه لکه د کرېکټ د لوبغالې په څېرد نندارچيانو له احساساتواود ولولوله شور سره نه وه مله ، بلکې د تکې تورې شپې په زړه کې د امريکايي سرتېرو رمباړې ، د اولوتکو غږونه او د ډزو د ټسا شور اوريدل کېده . او په همدې شور کې يي د ژوند وروستې منډه ترسره کړه .
د خوست له ښاره لرې د خدر پيرانو کلې کې په ډېر ډاډ اوسېده ، او پر هغه وياړونو چې د خپل هېواد لپاره يي ګټلې وو خورا ډاډه وو. ښايي د داسې يوې پېښې د پېښېدو تصور يي هم کله نه وو کړي . دا چې يوه ورځ به يي داسې يو څوک د درنو او پرمختللو وسلو سره د کور پر وره ودرېږي چې دا وياړونه څه ان انساني ژوند او کرامت به هم ورته هېڅ مانا نه لري .
ښايي هغه به هڅه کړې وي چې خپل او د خپلې کورنۍ سپيناوي وکړې ، خو لکه چې دد سپيناوي وخت چا نه وي ورکړي .
بهرنيو سرتېرو د کور په انګړ کې وواژه ، خو خبرې پر همدې ځاي ختمه نه شوه د هغه بل ورور بهرنيو سرتيرو له ځان سره بوته،بيا هم کېسه پای ته ونه رسېده . څو شېبې وروسته د خدر پيرانو له کلې تورې دوړې پورته شوې دا نو امريکا يي چورلکې وې چې پر هغه کور يي بمونه وغورځول چې په کې دې د خپلې نورې کورنۍ سره په ډېر ډاډ اوسېده .
زه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د تکړه لوبغاړي رحمت ولي په اړه غږېږم . چې په ډېر وحشيانه ډول د امن او بشري حقونو بيرغچيانو په خپل کور کې وواژه ، او پر وژنه يي پرته د کريکټ د ملي لوبډلې د څو لوبغاړو ، څو شخصي دوستانو ، کلېوالواوخپلې کورنۍ نور هېچا هم اوښکې توي نه کړې . هو، د څو رسنيو د خبرونو يو وړ سرليک يي هم جوړ کړ ، خو ځينونورو رسنيو ان دا پېښه په يو واړه خبر هم وا نه ارزوله . ټوله چوپ پاتې شول او لا هم چوپ پاتې دي .
ايتلافي ځواکونو هم دا اړتيا احساس نه کړه چې لږ ترلږه افغانانو ته د هغوي د ملي لوبډلې د يو غړي د وژل کېدو په اړ ووايي چې ولې ؟
دوي ته خو هسې هم دا ګرانه نه ده ، په اسانۍ يي ويلي شول چې چې له طالبانو او يا القاعده سره يي اړيکي لرلې . خو ايتلافي ځواکونه دا ډول سپيناوي هم د هر چا په اړه نه کوي ، ځکه دا سپيناوي د هغو خلکو په اړه ضروروي چې د پوښتنې څوک ولري . څوک وي چې تر و پوښتې ولې او په کومه ګنا؟
خو رحمت ولي داسې څوک ځکه نه لرل چې هغه په خوست کې لوی شوی لوبغاړی و. او داسې یو لوبغاړي که هر څومره وياړونه ولري خو بالاخره په خوست کې ميشت دي ، پښتون دي، نو په دې دواړ صفتونو خو د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم يو څوک ډېر په اسانۍ په القاعده او طالبانو پورې تړلي شي . لکه د شينډنډ وژل شوي په لسګونو کسان چې ټولې نړۍ ولسې وګړې ګڼل خو ښاغلي عظېمې تر اخره ټېنګار کاوه چې طالبان وو .
د ځينو رسنيو له يو لنډخبر پرته هېچا د رحمت ولي د وژنې په اړه څه و نه ويل ان د کرېکټ د فيدراسيون مشر شهزاده مسعود چې د ولس مشر سلاکار هم دې په دې برخه کې يي نه خپله کومه خبره وکړه او نه يي ولس مشر ته کومه سلا ورکړه . چې لږ تر لږه د ملي لوبډلې د يو لوبغاړي په وژنه يوه کرښه خواشيني وښايي .
نور افغان چارواکي ، مدني ټولنې ، فرهنګيان ، د بشري حقونو ادارې او ان د المپيک د ملي کميتې لوبغاړي هم چوپ پاتې شول هېڅ يي ونه ويل . د چارواکو نه خو به ګېله ځکه نه کوو چې ويل کېږي هغو په دې ورځو کې خورا بوخت ول . خود به بوخت ول ، د افغانستان د يوې بلې نسبتا ارامې سېمې يو لوبغاړې په همدې ورځ د المپيک د نړېوالو سياليو څخه د زيړو له يو مډال سره کابل ته راستنېده . بايد د هغه تود هرکلي شوي وی .
په زړه پورې ده ، دواړه پېښې په يو وخت په يوه اونۍ کې رامنځ ته کېږي .په يوخت له رسنيو دوه رپوټونه خوا په خوا خپرېږي ، يو دا چې : ((په کابل کې د افغان لوبغاړي روح الله نيکپا د هرکلي ته د ځانګړو مراسمو تابيا شوې .))
تر خوا په ځينو رسنيو کې يو وړ خبر دا هم وو :
(( په خوست کې ايتلافي ځواکونو د کريکټ د ملي لوبډلې غړي رحمت ولي وواژه .))
دا دويم خبر ېوازې څو رسنيو ورسره يو ځاي کړ او ګڼو نور خو ېوازې هماغه لومړني خبر خپور کړاو پر دويم هغه يي سترګې پټې کړې .
د غور ځای خو دادي چې د لوبغاړي هرکلي ته ولس مشر ځانګړې کميسون ټاکي خو د بل په مظلومانه وژنه يوه کرښه خواشينې هم نه څرګندوي .
د يو لوبغاړې هرکلي ته چې خپل هېواد ته يي يو وياړ ګټلې د ولسمشر د مرستيال په ګډون نيم حکومت نيم کابل او ټول دشت برچي لاس په سلام وتلي، او د کابل کوڅې ورته له ګلو ډکې دي . خو يو بل لوبغاړي چې داسې ګڼ وياړونه يي هېواد ته د المپيک د کميټې په نېمه نس ډوډۍ راوړي د خپل سوزيدلي کور په انګړ کې په وينو لت پت پروت او سرتيري يي څوک د جنازې پورته کولو ته هم نه ور پرېږدي .
يو ته د کابل د سړکونو دواړه غاړه ګڼ هلکان، نجونې ، واړه او زاړه هرکلي ته ولاړ دي ، خو يوبل چې ورته وياړونه يي د خپل نوموورکې هېواد په نوم ترلاسه کړي د جنازې د بازو د نېولو يي څوک نه شته .
که رحمت ولي ژوندې وی نو د خپل هېواد او خلکو په دې بې تفاوتۍ به يي حتما ويل:
د جنازې بازو مې نېسه
چېرې به ما په راستۍ خوله درکړې وينه .
خداي دې نه کړې چې د رحمت ولي ياران به د نېکپا په تود هرکلي خوابدي وو نېکپا د يو افغان په توګه افغانستان ته وياړ ګټلې او بايد همداسې تود هرکلي يي شوي و. خو ګېله په دې ده چې رحمت ولي هم ددې هېواد وياړ وو او بايد داسې په ناځوانۍ نه وي وژل شوي .
خداي دې نه کړې چې موږ به وايو د نېکپا هر کلي دې نه کېده خو ګېله به مو هلته نه کوله چې د ولسمشر دويم مرستيال د هرکلي تر مراسمو وروسته چې خپل په کې حاضر وو لږ تر لږه يو څوک د رحمت ولي جنازې ته هم استولي وی . هغه هم افغان لوبغاړي و ، او هغه هم د افغانستان لپاره ډېرې لوبې ګټلې وې .
موږ د المپيک په نړېوالو لوبو کې د يو افغان په توګه د نيکپا بريالتوب ته د خوشال يوو ، خود رحمت ولي پر وژنه خوابدي يوو .او په دې اړه د حکومتي چارواکو ، او د هغو پر بې تفاوتۍ ګېله من يوو چې پر خپلو سينو د ملي يو والي ډبرې يو په بلې پسې ماتوي .
نه په حکومت ، نه په ملي شورا تو نه په مدني ټولنو کې یو حوک داسې راپورته شو چې ووايي دابريد په کلکه غندو . پر يوې تلويزونې هېندارې هم د رحمت ولي انځور راڅرګند نه شو . خو د نېکپا انځورونه له اونيو راهېسې د تلويزونو او ورځپاڼو په مخونو اوړې راوړوي .ځينو تلويزوني شبکو خوان د خپلې لوګو تر څنګ ځاي ورکړي .
د خوست خلک پر نېکپا وياړي ، خو پر خپل رحمت ولي هم خواشيني دي ، او کله چې نيکپا په دولتي سطحه لمانځل کېږي او د کرېکټ د ملي لوبډلې يو لوبغاړې مظلومانه وژل کېږي نو خامخا به يي زړه ته د( يو بام او دوو هواوو ) خبره درېږي .
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په نشتو امکاناتو کې په کم وخت کې ډېر برياوې تر لاسه کړې ، څه موده مخکې چې هغوې د جرسې په ټاپو کې د لوبو اتلولي وګټله نو هرکلي ته يي د ملي شورا د دوه درې غړيو او خپلو کورنيو سيوا نور هېڅوک هم نه وو ورغلي . ولي په هغه وخت کې ولس مشر کرزي او نورو د دوي د هرکلي لپاره د کومو مراسمو حکم ور نه کړ . خو دا ګیله هېچا هم ونه کړه ، ځکه خپله بې وزلي يي درک کولای شوه .
خو اوس چې خبره ان ددې لوبډلې د يو غړي پر بې ګنا وژنې تمامه شوه ، او لکه په کربلا کې د ټوکيدلي ګل بې وخته او پرته له دې چې څوک يي په وير ګډ شي ورژېده . نو د ډېرو زړونو ته د حکومتي چارواکو او نور مرسته ورکونکیو ټولنو پر دوه مخۍ ګیله ودرېده .
د رحمت ولي مينه وال ښايي له ځان سره ووايي، رحمت ولي ځکه ووژل شو او ځکه يي چا وير ونه ژاړه چې هغه خو د افغانستان له داسې سېمې سره تړلي وچې کابل ميشتي چارواکي ، او لويديځه نړۍ يي د تروريزم ځاله ګني ، او د هغه قوم څخه وو چې اوس يي په ورکاوي پسې له ختېځه رانېولې تر لويديځ پورې ټولې نړۍ مټې رانښتې دي . افغان چارواکي يي نړېوالو ځواکونو ته کورونه په نښه کوي او نړېوال ځواکونه پرې پمبارۍ کوي . پردي طالبان يي بيا ښونځي ، پلونه ، او روغتونونه ورسوزي . نو د داسې يو قوم چې ټولې نړۍ يي دښمنۍ ته ملا تړلې وي نو د يو زلمي وژل به چا ته څه ارزښت ولري ؟دا ګيه د رحت ولي کورنۍ کلېوال دوستان او مینه وال ټول د زړه په وینو پالي .
ښايي ځينوچارواکو او غټوسټوخو به ددې لپاره هم د رحمت ولي پر وژنې سترګې پټې کړې وي او له خولې به غږ نه باسي چې خداي مه کړه همدې زپلي قوم له ډلې حساب نه شي، او بهرني او کورني پښتون دښمنه يي طالب يا القاعده و نه بولي او امتيازونه يي له لاسه و نه وزي . خو د رحمت ولي کلېوال او مينوال بيا وايي :
منم چې يو سر نه شته دې چې غچ يي د سر واخلي
له دار ځينې ملګرو خو دا سر د منصور راوړۍ