د مهاتما ګاندهی او خان عبدالصمدخان اڅکزی
2010-09-05 02:30:36
سر محقق زلمی هیوادمل
د مهاتما ګاندهی او خان عبدالصمدخان اڅکزی
لومړۍ لیدنه
د سیاسی او فرهنګی مشرانو او لویو شخصیتونو لومړنۍ لیدنې او لومړی ځل یو له بل سره آشنا کیدل او ددې لومړنیو لیدنو- کتنو تاثرات او یو پر بل یې اغیزې یوه دلچسپه موضوع ده چې ښایی ډير لوستونکی دلچسپي ورسره ولري.
نو ځکه ما د هند د نیمې وچې د آزادۍ د لارې د مشهور رهبر او د عدم تشدد د لارې د ستر مفکر مهاتماګاندهی (۱۸۶۹- ۱۹۴۸) او د هند د نیمې وچې د آزادۍ د کاروان د مبارز ملګري او د عدم تشدد لارې ته د معتقد مشر خان عبدالصمدخان اڅکزی (۱۹۰۷- ۱۹۷۳م) د لومړۍ لیدنې ګزارش دلته لیکلی دی. ددې لومړۍ لیدنې اغیزې زما په پوهه ډیرې مثبتې وې. د دوی د لومړي ملاقات شرح، خان عبدالصمدخان اڅکزی په خپل اثر (زماژوند او ژوندون) په دویم ټوک کې مفصله راوړې ده. زه به دلته ددې ملاقات په باب د خان کښلي ځینې عمده مطالب چې د ملاقات له نتایجو او اغیزو سره اړه لري، دلته را واخلم.
خان لیکلی دي:
د ۱۹۳۱ م کال د جولای په پای کې د ملګرو په خوښه د سندھ په لار بمبی ته پدې نیامت روان شوم چې هلته د ګردي میز د غونډې له غړیو سره وګورم او د بلوچستان د خلکو له بدحالیو او د سرکار پر سختیو او ناخوالو یې خبر کړم. له کوره حیدر آباد ته راغلم. هلته می په اخبارو کې ولوستل چې ګاندهی جي په څو ورځو کې بمبی ته روان دی او دوې ورځې په احمد آباد (ګجرات) کې پاتیږي. ما دا خوښه کړه چې په احمد آباد کې یې و وینم. په احمد آباد کې اوسیدونکی افغان عیسی خان نشتر افغانی ته مې تیلګرام واستاوه او د خپل د تګ خبرمې ورته ورکړ.
احمد آباد ته زما له رسیدو دمخه عیسی خان نشتر افغانی زما د راتګ او پیژندګلوي اشتهارونه په اردو او ګجراتی ژبو چاپ کړي وو. کله چې زه احمد آباد ته ورسیدم، ډير پښتانه او مسلمانان له عیسی خان سره یوځای زما لیدو ته راغلي وو، دا نو زما لپاره لومړی جلوس و چې ما ورته وینا وکړه. ځکه په بلوچستان کې نه د جلوسونو رواج و او نه د ویناوو. ما دې خلکو ته څو خبرې وکړې د دوې مننه مې وکړه او کورودانی می ورته ووایه.
په احمد آباد کې له ځای پرځای کیدو وروسته خان عبدالصمدخان آڅکزی، عیسی خان ته ویلی وو چې احمدآباد ته یې د راتګ هدف د ګاندهی جی لیده دي او غواړي دی وګوري. عیسی خان ددې کار بندوبست کړی و په سبا ګاندهی جی، خان د ملاقات لپاره وباله.
خان لیکی: په دا اول ځل چې مې ګاندهی جی ولید، نو د ځای، ناستې ولاړې او جامو د ساده ګۍ پر تمامه وه. له ما سره یې هم په ډيره ساده ګۍ او خندا خبرې وکړې ما خپل مقصد ورته داسی ووایه: تاسې د هند مشران یاست او د ګردي میز جرګې لپاره لندن ته روان یاست نو مې و غوښتل چې تاسې د بلوچستان د نتلیو او خوارو خلکو پر احوالو او د سرکار پر ظلمونو خبر کړم.
مهاتماګاندهی ورته ویلي وو چې دا ډیره ښه مفکوره ده. خو دا لا معلومه نه ده چې زه به د ګردي میز غونډې لپاره لندن ته ولاړ شم؟ ځکه له سرکار سره زما ځينې خبرې پاته دي که یې خبرې ومنلی، نو ځم او که نه نو نه ځم. خو نور مشران ځی ته باید نور مشران د بلوچستان پر حالاتو خبر کاندې. خو دا فرصت به هغه وخت تا ته میسر شی چې ته له ما سره بمبی ته لاړ شې، هلته ما ته مشران راځی، نو ته به دا فرصت ولرې چې له دې مشرانو سره وګورې او د خپل زړه خبرې ورته وکړې.
نن ماښام زه بمبی ته روانیږم ته هم له ما سره لاړ شه هلته به بیا خبرې کوو.
خان زیاتوی: مهاتماګاندهی له دې خبرو وروسته په خندا را ته وویل: " هغه بل ځل چې زه بمبی ته تلم یو لوی خان باچاخان مې ملګری و. دا ځل به هم یو خان را سره وي". دده د خبرو په ځواب کې مې ورته وویل: ښه دی، بیا ترې روان شوو. دده رو یې او خبرو دومره خوند راکړ چې مازیګر بیا زه او عیسی خان د ګاندهی جی د عبادت پر وخت د هغه لیدو ته ورغلو. ده زه ځان ته را وبللم او خپل څنګ ته یې کښینولم. ګاندهی جی له همدې لومړۍ ورځې د ژوند تر پایه ډیره زیاته ښه رویه راسره کوله. تر عبادت وروسته یوې ښځې داشرم د شاګردانو د کارونو ګزارش ګاندهی جی ته ورکړ او څه نور کارونه چې وزګار شو نو یې ما ته وویل چې ته تیار یې؟ ما وویل: هو! بیا یې زیاته کړه چې په بمبی کې به ته له ما سره اوسې ځکه چې هلته ما ته ډیر خلک راځی او تا ته به یې لیدل آسان وي.
په دې ډول مهاتماګاندهی او خان عبدالصمدخان د شپې په یوه ګاډی کې بمبی ته روان شول او په بمبی کې پنځلس ورځې دی له ګاندهی جی سره و اوسیده. د ګاندهی جی ورځنی کارونه او د ژوند ژواک طور، طریقې او ټول کړه وړه ور معلوم شول.
د ډیرو هندي مشرانو، لکه: جواهرلال نهرو، دوکتور انصاري او د کانګرس د ورکنګ کمیټې د غړیو سره یې لیدل وشول. ګاندهی جی به لا د ورکنګ کمیټې غونډې ته هم له ځانه سره بیوه، که چا به ترې پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟ نو به یې ورته ویل چې دی زما میلمه دی او پر تاسو څه کار نه لري.
د خان عبدالصمدخان اڅکزي له خپلو لیکنو ښکاری چې له ګاندهی جي سره ددې پنځلسو ورځو یو ځای اوسیدو دده په ژوند ډیر ژور اغیز درلود، که ووایو چې دده په ژوند کې یې انقلاب راووست نو به مو مبالغه نه وي کړې.
خان وایي: څومره زده کړه چې ما پدې پنځلسو ورځو کې وکړه په بله توګه په پنځلسو کالونو کې هم نشوای کیدای. لنډه دا چې:" زما د کامی (قامی) ژوند ایره ( بیناد) دلته کښینووه سوه او داسې پخه کښینووله سوله چې بیا هیڅ کله هم ونه ښوریدله" .
د مهاتماګاندهی د ژوند او کړو وړو دغو لاندې اړخونو پر خان ډیر ژور اثر کړی و چې خان په خپلو یادداشتونو کې د هغو ذکر مفصل کړی دی. خو زه به یې لنډیز دلته راوړم:
* په خوراک، پوښاک، چار چلند او ژوندانه کې ساده ګي. خان لیکی: ګاندهی جی هر مازیګر ګرځیده، خواړه یې په اندازه او ټیک پر وخت خوړل، هیڅ پخ کړی شی یې نه خوړ، سابه، میوه، د میوې اوبه او د وزې پۍ به یې خوړل.
* پرله پسې کار. ما لیدل چې په شپه او ورځ کې به یې زیات تر زیاته شپږ ساعته خوب کاوه، چې کله به دا وخت هم د ډیر کار له امله لږ شو. کله به داسی هم وشول چې تر سهاره به له خلکو سره ناست و او دوه ساعته به یې د ورځې آرام وکړ. نور به ټول وخت، لکه د میږي په شان په کار لګیاو. یا به یې څه لیکل؛ یا به یې څرخه کوله؛ یا به د کانګرس په ورکنګ کمیټه کې ناست و. یا به یې له خلکو سره لیدل. د اخبارونو غټ غټ ټکی به نورو ورته اورول. دا ټول کارونه یې ځکه کولای شول چې خپل وخت یې ټینګ ویشلی و. د وخت سخت پابند و، له هر چا سره به یې چې لیدل هغو ته به یې وخت مقررکړی و، چې کله به یې چې وخت پوره شو بیا به یې هیڅ ورسره نه ویل. خپل ملګري یې همداسې روزلي وو.
* خان لیکی: ګاندهی جی رښتینی او د ښو خویونو خاوند شخص و. دی یوازې د خبرونه، بلکه د عمل سړی و. په وعده ټینګ و. یوه ورځ ما ورته وویل چې د بلوچستان په باب به څه وخت خبرې کوو. ده راته وویل: چې نن شپه به یې څه وخت وکړو. پدې شپه زه ډاکتر انصاری میلمه کړم. جواهر لال نهرو او نور ډیر قامی خلک هم دې میلمستیا ته راغلی وو، زه د میلمستیا له مشرانو سره د مجلس او باران په وجه نا وخته ورسیدم. چې کله کورته ننوتم ټولو چیغې کړې (آګیا-آګیا) زه وارخطا شوم چې دا څه چل دی؟ د ګاندهی جي د زوی دویداس نه مې پوښتنه وکړه چې دا څه چل دی چې هر څوک ما وینی وایی: راغی راغی؟
دویداس راته وویل: چې ګاندهی جی د شپی یولس بجی بیده کیږي، خو نن شپه تر اوسه نه دی بیده شوی. ما ته یې وویل چې له خان سره مې دشپی د خبرو وعده کړې ده، خو وخت می ورته نه دی ښوولی، شپه خو تر سهاره ده، که زه بیده شم نو بول (وعده) به می مات شی او زه به دروغجن شم. تر هغی چې دی راځی زه به ورته ناست یم که تر سهاره هم وي.
* د خان خبره ده: د ګاندهی جی بل خصلت چې زما خوښ شو، هغه دده بې مثاله بهادری وه. ګاندهی له جنګ –جګړې بیزاره و. عدم تشدد یې خپل ایمان باله او خلکو ته یې هم ښووه. زما ګمان و چې دا کار ګوندی دوی له بې زړه والی کوي. خو یوه ورځ په بمبی کې د مسلمانانو په یوه غونډه کې جنګ - جګړه پیښه شوه موږ څو تنه راغلو ګاندهی جی ته مو حال تیر کړ. موږ فکر کاوه چې دی به و بیریږي، خو د ده له رنګه او خبرو هیڅ شان بیره ما ته ښکاره نه شوه، لا می په هغه کې ډیره سخته بهادري او ډاډ ولیدل.
بله ورځ خلافت د کشمیر د مسلمانانو په حمایت جلوس رایوست، تیاري یې کوله، دا آوازې خپرې وې- حتی اخبارونو کې هم راتلل- چې پدې ورځ به د هندوانو او مسلمانانو جنګ کیږي. خلک ډیر وارخطا وو. خو ګاندهی جي بیخی وارخطا نه و. هر چا ته به یې دا ډول خبرې کولې چې هغه د اطمینان او بهادرۍ وې. ځینو ګاندهی جی ته ویل چې سرکار ته دې ووایي چې جلوس بند کړی او یادې هندوانو ته وویل شی چې د خپل بچاوي سر یښته وکړي. مګر ګاندهی جی به ویل چې پدې خبرو لا شکو نه پیدا کیږي. دده عقیده وه او دا به یې په کلکه وې چې بد په بدو یا جنګ په جنګ او بدله هیچیرې نه ورکیږي. او لا زیاتیږي.
خان زیاتوي: تر دغه وخته ما ته هم، لکه د یو ناخبره پښتانه د کانګریس زغم، روغه، جوړه او عدم تشدد څه خوشی او خندنی کار و، د بیرې او بیزړه توب نخښه راته ایسیدله، خو چې پدغو ورځو کې می له بیلابیلو خلکو سره د ګاندهی جی خبرې واوریدې. سترګې مې روڼې شوې او پدې پوه شوم چې دا لار خو د بی زړه توب نه، بلکه د ډیرې وچتې بهادرۍ لار ده او همدلته مې دا تر زړه و کښله چې که نور نه وي زما د ژوند لار به د زغم وي او زه به ځان له داسې ملګري او ډله پیدا کوم چې پدې توګه راسره قامی کار وکړی.
* خان لیکی: بل څيز چې د ګاندهی جی په ژوند کې زما خوښ شو هغه دا و چې څه به یې نورو ته ویل هغه به یې خپله هم کول. د عدم تشدد نه علاوه بل شی چې دده زړه ته ډیر نژدې شی و هغه د کربا سو (خامتا) کالي او څرخه وو. هغه له خامتا پرته بل کالی نه درلود.
ما هم په بمبی کې د ځان لپاره د خامتا جامی، او څاره کامی خولی-چې خلکو د ګاندهی ټوپۍ بلله-جوړ کړل. کومه ورځ چې ګاندهی جی زه پدې جامو کې ولیدم. نو یې ویل چې دا دې ولې اچولی دي؟ ځواب می ورکړ څنګه دا جامی دې نه دي خوښې؟ ګاندهی جی ځواب راکړ زما خوښې دي، خو چې سړی یو وار په خپله خوښه دا جامې واچوي او بیا یې د بل په خوښه باسی نو بد کار وی، ستاسی د ځای سرکار به تا دې کار ته پرې نږدي.
ما ورته وویل: دا سوچ ما کړی دی، هیڅ کله به یې د بل په خوښه یا د بل لپاره و نه باسم که مې جامه اغوستله همدا به وي. ګاندهی جی ځواب راکړ: " نو ښه دي".
خان لیکلی دي:
کله چې د (۱۹۳۱) م کال د اګست پر ۱۵ مه واپس را راونیدم او اوستری ځل دګاندهی جي لیدو له ورغلم نو یې راته وویل: که د بلوچستان سرکار له هغه ځایه را وایستلې نو به نیغ ما له راځی. دا و د مهاتما ګاندهی او خان عبدالصمد خان د لومړی ملاقات او له ده سره د اوسیدو د رویداد لنډیز چې خان په خپله کښلی دی. له دې بیانه دا پته ډيره ښه لګیدای شی چې خان د مهاتما ګاندهي له عالی شخصیته څومره متاثر دی.
اما له دې نه هم سترګی نشی پټیدای چې خان عبدالصمدخان اڅکزی لا د ځوانۍ په مهال کې د نافذ او بارز شخصیت خاوند و چې کله په ۲۴ کلنۍ کې د مهاتما ګاندهی غوندې یو لوی شخصیت او د هند د نیمې وچې له یو مشر لیډر سره مخامخ شو. نو په هغه لومړی ملاقات کې یې د هغه باور او توجه ځانته جلب کړل او په اول ځل یې په کلونو کلونو د یو لیدلی او باوري شخص په توګه رویه ورسره وکړه. له خان سره د مهاتما ګاندهی رویه او برخورد په څرګنده موږ ته ښيي چې د خان په شخصیت او سیرت کې لا د تاندې ځوانۍ پر مهال د مشرۍ او سیاسي رهنمایۍ نخښې او علامې څرګندې وې.