هايکو

هايکو
د ژوندون ټولې دايرې ماتې کړي  
کله د ځان نه چې بهر شي سړي
د ګل خوشبو موټي کې نه ګيريږي


هايکو
دا احتجاج دى که ضمير وژل دي
هر سړي خوله باندې تړلې پټۍ
بدلون په شور راځي په چوپه خوله نه