مبارک! افغانستان نړۍ والو سياليو ته ووت

 مبارک! افغانستان نړۍ والو سياليو ته ووت

 

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله چي نن د اماراتو له لوبډلي سره مخامخ وه، د اماراتو له خوا په ټاکلو سويو ٢٠ آورونو کي ١٠١ منډي هدف ورته وټاکل سو، چي افغانستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په نونسم آور کي ټاکل سوئ هدف پوره کړ.
دغه لوبه چي په عرب متحده اماراتو کي ترسره سوه، افغانستان بيا هم د تل په شان پچه وبايلله خو دا ځل اماراتو بيټينګ غوره کړ، او افغان بالرانو يې د ډېرو منډو مخنيوى وکړ.
په عرب اماراتو کي دا د افغانستان پنځمه لوبه ده، چي تر دې دمخه يې له آيرلنډ، سکاټلنډ او امريکا څخه ګټلي وې، خو له هالنډ څخه يې پرون په ډېر لږ توپير وبايلله.
افغانستان په ننني بري سره د روانو سياليو پايلوبي ته ووت او همدا رازي يې په نړۍ والو شل آوريزو لوبو کي د ګډون وياړ په برخه سو.

د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران د کرکيټ د ملي لوبډلي ټولو لوبغاړو او د لوبډلي روزونکي ښاغلي کبيرخان او ټولو افغانانو ته د دې برياليتوب مبارکي وايي.

 سلېمان

   ameer khan٢٤ / ١١ / ١٣٨٨ لمريز   ~   2010-02-13 12:17:49 زېږديز    ټولو وطنوا لو ته دی مبار ک وي هیله ده چی لوبغاړی به خپلو بریا وو ته دوام ورکړی یا الله ګران افغانستان نور د امن کور کړې... امین .. ثمه .. امین.. عامر خان

د لر او بر نه په مننه    عامرخان