يو تصوير به جوړه وي بل تصوير به ورانوې......

پاس زما د ګران استاد عزيزالله صديق عكس دى چې ماته يې د تحصيلاتو پر مهال ډيره مينه راكړي ده او د ده له هرې خبرې مې په ژوند كې زياته ګټه پورته كړى، ښاغلى صديق د پوهنتون له دويم ټولګي رانيولي بيا تر فراغته زما نه يوازې استاد بلكې په عملي چارو كې ښه لارښود هم پاتې شوى دى، استاد چې په څيره كې صميميت او مينه له ورايه ښكاري يو ريښتونى  صادق انسان دى تل يې د ماده پرستۍ پر ځاى انسانيت او علميت ته لومړيتوب وركړى ، دى اوس هم د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځى كې استاد دى خو زه ورنه له فراغت وروسته يو څه ليرى شوى يم خو په زړه كې مې دد ه مينه اوس هم ځاى لري خداى ج دې دى تل خوشاله او داسې څوك ولري چې نورو ته يې مرسته ورسيږي. قادرشاه

 

دلته زما ځينې انځور دي چې زه به يې له وركيده وژغورم او دلته به يې ځاى پر ځاى كړم

زه په خپل ټولګي كې په ډيره شوخۍ استادانو پيژندلم ، دا ورځ هم داسې ورځ وه چې استاد په صنف كې درس وركولو خو ما خپل بل ملګري ته كمره وركړه، د دې لپاره چې له ټول صنف څخه عكس واخلي او زه هم پكې راشم خو ده وړاندې له دې زما د غوښتنې مطابق عكس واخلي لومړى يې زما عكس واخيسته چې اوس يې په پورته توګه وينۍ ښه دى ځكه چې زما ملګرى اخيستى نوم به يې هم واخلم ځكه هسې نه د عكاسۍ له هنر سره مې جفا نه وي كړي سليم اخيستى.

پورته عكس رانه ګران دوست الياس اخيستى دى، لكه چې له څيرې مې ښكاري دا ورځ زه ډير ستړى وم ، په دفتر كې پر ميز ناست وم او الياس جان راته مخامخ وو، ده پر غږ كړ چى (( دا وګوره )) كله چې ما سترګې پورته كړې نو رانه دا انځور اخيستى و، چې وروسته زما هم خوښ شو ځكه چې دهغې ورځې ستونزه مې پكې ټوله ډيره ښه را اخسيتل شوې ده.

دا عكس په مزار شريف كې اخيستل شوى دومره خاصه خاطره ورسره نه لرم خو كه ريښتا و وايم په خپله خوښه ورته كيناست او سمون ته مې وويل چې كه غلت راغى نو پرته  له دې چې ماته يې وښايي وران يې كړه.

قادرشاه