افغان کريکټ لوبډله به اوس څه کوي ؟

افغان کريکټ لوبډله به اوس څه کوي ؟

د ٢٠١١ کال د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي يا انتخاب وروستى پړاو د روان ميلادى کال ( ٢٠٠٩ ) د اپريل په مياشت کې ( ورى يا غويي ١٣٨٨ ) په سويلي افريقا کې ترسره کيدونکى دى .

دغلته به ټولې دولس لوبډلې يو بل ته مخامخ وي ، د ايرلينډ جمهوريت ، سکاټلنډ ، کاناډا ، عمان ، نميبيا ، کينيا ، هالنډ ، برمودا ، متحد عرب امارات ، ډنمارک ، افغانستان او يوگاندا به دغه هيوادونه وي .

دغه دولس لوبډلې په دوو گروپونو ويشل شوي دي .

افغانستان په بي گروپ کې دى او ورسره کينيا ، هالنډ ، برمودا ، متحد عرب امارات او ډنمارک دي .

په اې گروپ کې به د ايرلينډ جمهوريت ، سکاټلنډ ، کاناډا ، عمان ، نميبيا او يوگاندا يو بل ته مخامخ وي .

له هر گروپ څخه به څلور لوبډلې دويم پړاو ته لار مومي .

په دويم پړاو کې به اته لوبډلې يو بل ته مخامخ وي خو دا هيوادونه به يوازې د مخالف گروپ له لوبډلو سره لوبې کوي .

په اول پړاو کې چې هره لوبه گټل شوې وي د هغې پواينټونه به دويم پړاو کې حسابيږي .

د سارې په توگه که د افغانستان له گروپ څخه کينيا ، هالنډ ، افغانستان او ډنمارک بل پړاو ته لار ومومي او په لومړي پړاو کې افغانستان په دغو درو کې له هر چا گټلې وي هغه پواينټونه به يې په دويم پړاو کې حسابيږي .

د دويم پړاو له اتو لوبډلو څخه به څلور د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته لار مومي .

پنځم او شپږم نمبر ټيمونه به يې دا گټه وکړي چې تر درو کلونو پورې به د نړيوالو يو ورځنيو لوبو دريځ يا پوزيشن ترلاسه کړي .

دوى به په ٢٠١٠ کال کې د کريکټ د نړيوالې شورا د لومړني پړاو په ډله کې هم شامل شي .

د دغه پړاو لومړني لس هيوادونه به د کريکټ د نړيوالې شورا له مالي مرستو هم برخه من شي .

په دې حساب که افغانستان د اپريل په مياشت کې د ١٢ پياوړو هيوادونو په کتار کې له لومړي تر څلورم نمبر پورې خپل کړ نو د ٢٠١١ کال نړيوالو اتلوليو ته لار مومي .

په لومړيو شپږو هيوادونو کې که راغى د کريکټ شورا مالي مرستې او د يو ورځنيو نړيوالو لوبو دريځ خپلوي .

دا چې افغان لوبډله به د دې توان ولري که نه دا په دې پورې ده چې نوې افغان لوبډله څرنگه انتخابيږي او په څه ډول يې روزنه کيږي .

د لوبغاړيو مالي ملاتړ هم ډير مهم دى ، که له لوبغاړو سره مرسته ونه شي شايد د ورځني ژوند ستونزې او د کورنۍ لپاره د لگښتونو په پوره کولو بوخت پاتې شي او د لوبې په ډگر کې وياړ گټل ترې پاتې شي .

بي بي سي نه په مننې