د ساغر خټك يو څو بيتونه
2009-01-26 12:54:32
دا چې مينه زما ورځ په ورځ زياتيږي
انتظار كوه ضرور به څه چل كيږي
زما سوي اسويلي به دې لمبه كړي
داسې مه وايه چې هيڅ ترې نه جوړيږي
داسې حد ته رسولى يم ستا مينې
اوس مې خپله زړه په ځان پسې خوږيږي
ته چې داسې ورنه وروستو وروستو كيږې
خود ساغر خټك بې واره به زړيږي.