د كركټ د اتلانو سپكاوى شوى

د افغانستان کرکټ بورد

 

کابل، د مرغومي ٢٦مه

 

د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو سپکاوى وشو

 

د کرکټ ملي لوب ډلې اتلان د کابل نړيوال هوايي ډګر پر سړک د امنيتي کسانو لخوا يې سپکاوى شوي دي .

 دغه اتلان د نړيوال کپ د غوراوي په  سياليو کې پرون  د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه  ارجنټاين ته روان وو .

 امنيتي ځواکونو د سعودي عربستان د ملي امنيت مشر او د سعودي د پاشاه ځانګړي استازي مقرين بن عبدالعزيز د راتګ په موخه د هوايي ډګر لاره تړلې وه .

 د کرکټ اتلان که څه هم د امنيتي ځواکونو له امر سره سم د سورلۍ له موټره پلي شول او پياده مخ په هوايي ډګر وخوځېدل ترڅو د ارجنټاين له الوت څخه پاتې نه شي ، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيول ، پر دوى يې لاس واچول او بدې ردې يې وويلې.

د افغانستان د کرکټ  بورډ ددغه شان لوبغاړو سپکاوى چې  هېواد ته يې په لږ وخت کې ډېر  نړيوال وياړونه په برخه کړي دي ، د خواشيني عمل بولي او په ټينګه يې غندي .

کرکټ بورډ ټينګار کوي چې که حکومت  ددغه شان اتلانو نازولو لپاره څه نه کوي ، نو لږترلږه د هغوى له سپکاوي خو دې لاس واخلي .

 

الله داد نوري

د افغانستان د کرکټ بورډ رييس