نوى غزل
2008-12-22 12:47:09
د شيبې هومره خندا وجود كې نشته
چې ته نه يې نو مې ساه وجود كې نشته
دومره ډير مې بيګاه وكتې جانانه
چې اوس سترګې هم زما وجود كې نشته
تاته بل څه خداى دركړي ښكلا نه ده
دومره زور خو د ښكلا وجود كې نشته
ښكلي وپوښته خو ځان ور مالوم نه وو
قادر چيرته دى چې بيا وجود كې نشته؟
