ژوند ليك
2008-02-28 23:11:07
د حسينو ميندې واړه خوست كې لنګې
دغه نوره هسې غورې كوي يار
د پاسنى بيت شاعر قادرشاه دى.
قادرشاه په اتم ټولګي كې و چې د شعر ښه لوستونكى و خو كله نا كله به يې شعر نيم هم ليكه ، د ده په وينا هغه مهال به د دوى په ميلمه خونه كې ډير كله د خوست شاعرانو او ليكوالانو ادبي بنډارونه جوړول چې دى يې شعر ليكول ته وهڅه وه .
نوموړى د خوست ولايت د متون د كجيري كلي كې په يوه روڼ انده او دينداره كورنۍ كې دنيا ته راغلى.
د قادرشاه پلار زاهدشاه انګار د هيواد تكړه شاعر او ليكوال دى چې د ده په رزونه كې لوى لاس لري.
نوموړى وايي چې لومړى شعر يې په شپه كې ليكلى و او تر څو كلونه يې پټه شاعري كوله ځكه دى ويريده چې د زده كړو پر مهال به يې پلار له شعر ليكلو سره مخالفت وكړي.
قادرشاه اوس نيږدې دوه ويشت كاله عمر لري د ۱۲۰ په شاوخوا كې شعرونه او غزوله يې ليكلي دي، دى ډير كله واړه نظمونه او ازاد شعرونه ليكي خو غزلونه يې ډير د ستايلو وړ دى.
د ده شعرونه د پښتو ژبې بيلابيلو سندرغاړو د ترانم په انداز كې ويلي دي خو دى هڅه كوي چې شعرونه يې بايد په بازاري بڼه ونه لوستل شي.
قادرشاه د سيدشاه سعود ، غفور ليوال، اجمل اند او ومان نيازي شعرونه ډير لوولي.
نوموړى د شعرونو يوه ناچاپه ټولګه لري او شاوخوا يوولس لنډې كيسې يې هم ليكلي دي، دى د خوست پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي كې د وروستى كال محصل دى.
اوس مهال قادرشاه په خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو كې د لمر ، طلوع او ارمان FM راډيو خبريال دى، او تل په ډير ښه ډول د خوست انځور په ملي او نړيواله كچه خلكو ته وړاندې كوي، نوموړى د تفريحي خپرونو په چلولو كې هم بې سارې مهارت لري نو همدا وجه ده چې ډير خلك د ده له نوم او خبرو سره مينه پالي، دى د خوست په سولې پيغام راډيو كې د عمومي پرديوسر دنده هم په غاړه لري.
قادرشاه زما د نيږدې ملګرو له ډلې څخه دى ښه او ټولنيز اخلاق لري ، تل له ملګرو سره ټوكې ټكالي كوي او كله كله غوسه كيږي هم چې ټول ملګري يې له غوسې سره بلد دى.
شهزادالله حميدي - خوست