د نن ورځې خبرونه
2008-08-23 10:39:30
چاودنې ١١تنو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واړوله
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ غرمه مهال د ملکي وګړيو پر يوه موټر د ماين په چاونه کې څلور تنه ووژل شول ،او د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه تنه ټپيان شول .
د تڼيو ولسوال حکيم ولي جنګي خېل وويل چې دغه چاودنه د شنبې په غرمه ديوې بجې په شاوخوا کې د ولسوالۍ په تره خېلو سيمه کې وشوه.
هغه زياته کړه چې ديوې کورنۍ غړي چې په يوه سراچه موټر کې د دوستانو دواده په مراسمو کې د ګډون په موخه تللي وو، د بېرته راتګ پر مهال پرې چاودنه وشوه.
د ولسوال په وينا، په دې چاودنه کې ديوې کورنۍ درې کسان ووژل شول، درې مېرمنې او څلور ماشومان ټپيان شوي دي .
د خوست ملكي روغتون مسولين وايي چې چې دوى ته څلور ټپيان راوړل شوي ، چې ددوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .
د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په همدې سيمه کې پر ملکي وګړيو چاودنه شوې وه، چې له امله يې دوه عام وګړي وژل شوي وو
په خوست ولايت كې نيږدې څلويښتو تنو د فضيلت پګړۍ ور په سر كړاى شوې
د خوست ولايت په لوى جامع جومات كې چې د ښار په زړه كې پروت دى نن ورځ نيږدې څلويښتو تنو د قران كريم حافظانو او د ديني علومو فارغانو ته د فضيلت پګړۍ ور په سر كړاى شوې.
په دې مراسمو كې له زرو څخه زياتو كسانو ونډه درولوده.
دغه غونډه چې د خوست ولايت د داتحادالمدارس لخوا يې تابيا شوې وه د تيرو څو كلونو راپديخوا د ديني مدرسو تر ټولو لويه راټوليدنه بلل كيږي.
ويناوالو د دې راټوليدنې هر كلى وكړ او زياته يې كړه چې دا ډول ګډې غونډې به د يوالي په راوستلو كې ګټه ورې پريوځي.
د اتحاد المدارس لخوا په يوه خپره شوې خپر پاڼه كې ويل شوي چې د دوى موخه د اسلامي مقدساتو ساتنه ، د افغانستان له مسلمان ولس څخه ملاتړ او د هيواد د پرمختګ غوښتنه ده .
خبرپاڼه كې د پوهنتونونو ، ښونځيو او ديني مدرسو د همغږي كولو څخه هم يادونه شوې ده او د دوى له حقونو څخه يې ننګه كړې ده.
د غونډې په پاى كې د بيلا بيلو ديني عالمانو لخوا فارغينو ته پګړۍ ور په سر كړاى شوې.
دې غونډې ته د خوست ولايت له نيږدې ټولو ديني مدرسو څخه په زيات شمير كې طالب العلمان د ګډون په موخه رغلي ول.
د ايتلافي ځواکونوبمبار ولسي وگړي وژلي '
افغان چارواکي وايي د افغانستان په لوديځ کې د ايتلافي ځواکونو په هواېې بمبار کې د مړو شمېره نژدې سلو کسانو ته رسېدلې، چې ټول يې ولسي وگړي دي .
دغه بريد د جمعې په ورځ د افغانستان د لويديځ ولايت هرات د شينډ نډ په ولسوالۍ کې وشو چې ايتلافي ځواکونو پکې د لسگونو مخالفو وسله والو جنگياليو د وژلو ادعا کوله.
خو دغو ځواکونو په يوه نوې خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د ادعاو په اړه به پلټنه وکړي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره يې سيمې ته يو پلاوى استولۍ دى .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د هرات ولايت د شينډنډ په ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونوپه بمبارۍ کې په لسگونو ملکي وگړي وژل شوي دي. چارواکو په پېښه کې تر دې دمه د ژوبلو کسانو په اړه کره شمېره نه ده ورکړې.
ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې چې څو ساعته وړاندې خپره شوه ويلي د هغو ادعاو سپيناوى به وکړي چې ويل کيږي د جمعې په ورځ د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي وگړي وژل شوي دي.
وروستي رپوټه وايي چې کرزي ،ملګروملتواو بشري حقونودافغان ملکيانووژنې سختې غندلي دي
شنبه, 08.23.2008, 01:38pm (GMT)
تاند - ولسمشر كرزي يو پلاوى ګمارلۍ ترڅو د هرات په شيندڼډ ولسوالي کې د هوايي بمبارۍ چې په هغي كي له اويا زيات ملكي كسان وژل شوي دي ، تلفات وڅيړي .
په هغې خبرپاڼي كې چې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له خواپه خپره شوي راغلي چي ددې پلاوي مشري د افغانستان د حج او اوقافو وزير پوهاند نعمت اللۀ شهراني پر غاړه لري او د ملي شورا يو شمير غړي يې هم غړيتوب لري .
دغه پلاوى وظيفه لري چي د يوي اونۍ په ترڅ كي د شينډڼد د بمبارۍ د تلفاتو په اړه تحقيق وكړي او نتايج يې جمهوري رياست ته وسپاري .
بل خوا په افغانستان كي د ملګرو ملتونو خاص استازي هم په شينډنډ كي ملكي تلفات غندلي او ويلي چي په هرات كې به د يوناما دفتر د هغي د تحقيقاتو په اړه همكاري وكړي .
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون هم ملكي تلفات غندلي اوويلي چي په تيرو ۸ مياشتو كي په بمي چاودنو او بمباريو كي ۹۰۰ ملكي كسان وژل شوي دي
افغان اونړيوال ځواکونو دتندر ٥ په نوم عمليات پيل کړل
افغان او نړيوالوځواکونو په څلورو مرکزي او سويل ختيځو ولايتونو کې د (تندر ٥) په نامه د نويو عملياتو د پيلېدو خبر ورکړ .
په ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد ګل د وويل چې دغه عمليات تېره شپه په غزني، خوست، پکتيکا او پکتيا کې پيل شول .
هغه زياته کړه چې د تندر پنځه په نامه په دې عملياتو کې پوليس ، ملي اردو او د ايساف سرتېري برخه لري .
د نوموړي په وينا، تېره شپه د غزني د ګيلان ولسوالۍ د پل مټې په سيمه کې د ملي اردو او او ايساف ځواکونو لخوا څلور تنه وسلوال طالبان مړه او څلور تنه ټپيان شول.
ډګروال ګل محمد وويل چې ددې ولايت د اندړو ولسوالۍ د حيدر خان کلا په سيمه کې د ملي اردو د کشف د ټولي لخوا دوه تنه وسلوال طالبان ووژل شول .
د يادونې وړ ده چې تېره مياشت په يادو شويو ولاياتوکې د تندر څلور په نامه عمليات ترسره شوي وو .
دهلمندچارواکيو د١٥ طالبانو دوژلو خبر ورکړ
د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد پيل شويو چاڼيزو عملياتو کې ١٥ تنه وژل شوي دي .
د هلمند د والي کلتوري او مطبوعاتي سلاکار داوود احمدي وويل چې دغه عمليات د جمعې ورځې له غرمې وروسته پيل شوي او اوس هم روان دي .
نوموړي زياته کړه چې په دې عملياتو کې ملي اردو او د پوليسو سرتېري برخه لري او تر دا مهاله يې ١٥ تنه وسلوال طالبان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي .
د هغه په وينا، عمليات په دې موخه پيل شوي، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د وسلوالو طالبانو خوځښتونه زيات شوي او دسيمې امنيت يې له ګواښ سره مخ کړى و .
ناټو په پاکستان کې د ترهګرو پر يوې ډلې د توپونوګوزارونه وکړه
د ناټو پرمشرۍ د ايساف ځواکونو خبر ورکړ چې د پاکستاني پوځ په همغږۍ يې دشنبې په شپه د دغه هېواد په قبايلي سيمه کې پرطالبانو بريد کړى او د هغوى يوه ډله يې له منځه وړې ده .
په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وويل، چې دغه بريد د پکتيکا له برمل ولسوالۍ څخه شوى دى .
د سرچينې په حواله، پاکستاني پوځ په برمل کې زموږ ځواکونو ته راپور ورکړ، چې يو شمېر جنګيالي په ګډه پوله کې د پاکستان له خاورې پر دوى د بريد چمتووالى نيسي .
د هغه د معلوماتو له مخې، له راپور وروسته د ايساف ځواکونو له پاکستاني پوځ سره په همغږۍ، له پولې اخوا د توپ ګولۍ وچلولې .
د پکتيکا برمل ولسوالۍ له پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده، چې له پولې اخوا د پاکستان د سويلي وزيرستان له انګوراډې، اعظم ورسک او واڼه سره نښلي
داروزګان له لېسوفارغ ٦٠ تنه دزده کړو لپاره هند ته ځي
د اروزګان ولايت د پوهنې درياست مسوولين وايي چې ددې ولايت له دولسم ټولګي څخه ٦٠ تنه فارغين د تربيه معلم په برخه کې دروزنې لپاره هندوستان ته لېږل کېـږي.
د پوهنې درياست اداري مرستيال حاجي عيد محمد وويل چې ياد شوي ٦٠ تنه محصلين ددې ولايت د مرکز او بېلا بېلو ولسواليو له لېسو څخه فارغ شوي دي .
هغه زياته کړه چې دغه محصلين تېره ورځ کابل ته لېږدول شوي ، څو په کابل کې دانګليسي ژبې له زده کړې وروسته هندوستان ته ولېږل شي .
نوموړي وويل چې دغه زده کوونکي به په هندوستان کې د تربيه معلم په برخه کې روزنه اخلي ، چې له دې سره به په اروزګان کې د مسلکي ښوونکيو د نشتوالي ستونزه کمه شي .
بهرني ځواکونه دخپلې جنګي ستراتیژۍ بدلون ته اړ دي
شنبه, 08.23.2008, 12:00am (GMT)
تاند - په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونود تلفاتوله زياتېدووروسته په دې فشار مخ په زياتېدو دى چې د تروريزم پرضد پر جګړې بايد له سره کتنه وشي .
په وروستيو ورځو کې دلسو فرانسوي عسکرو له وژل کېدو وروسته دفرانسې په رسنيو کې افغانستان ته دځواکونودلېږلوپه باب د ولسمشرسرکوزي د پرېکړې په سموالي باندې شکونه زيات شوي او نظرپوښتنې ښيي چې اکثرفرانسويان افغانستان ته داضافي فرانسوي سرتېرو له استولوسره مخالف دي .
د تېرې دوشنبې په ورځ په سروبي کې د لسو فرانسوي سرتېرو له وژل کېدو وروسته د يوې فرانسوۍ ورځپاڼې له لوري په شوې نظرپوښتنه کې ويل شوي چې په سلو کې پنځه پنځوس فرانسويان په افغانستان کې د ناټو له ماموريته د فرانسوي ځواکونود وتلوغوښتونکي دي خو په سلو کې ٣٦ نورباورلري چې د فرانسې پوځ بايد په افغانستان کې پاته شي .
په دې نظرپوښتنه کې دغه راز ويل شوي چې نژدې نيمايي فرانسويان دافغانستان په هکله د ولسمشرسرکوزي د دريځ ملاتړ کوي .
خو له دې سره سره دامريکاد بهرنيوچارود وزارت يوۀ جګپوړي مقام چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ، فرانس پريس خبري اژانس ته وويل چې د دۀ له مالوماتوسره سم په فرانسې کې دا فکر غښتلى نه دى چې فرانسوي عسکر دې له افغانستانه وايستل شي .هغه دغه راز ويلي دي چې اوس ډېرپام دې ته دى چې په افغانستان کې بايد دجګړې پرستراتيژۍ له سره غور وشي .
دغه امريکايي مقام همداراز وويل چې په افغانستان کې دناټو ترمشرۍ لاندې دايساف ځواکونه غواړي چې دوسله والوطالبانوپرضد خپل عمليات تېز کړي څو دافغانستان په لېرې پرتوسيمو کې امنيت ټينګ اوبيا رغونې ته لاره هواره شي .په دې توګه به دولسمشرکرزي دحکومت ولسي ملاتړ هم زيات شي .
په افغانستان کې هرڅومره چې د وسله والو طالبانوهلې ځلې زياتې شوي په هماغه اندازه د بهرنيو پوځيانوشمېرډېر شوى دى .حاضردمه په افغانستان کې اويا زره بهرني پوځيان ځاى پرځاى دي چې څلوېښت زره يې د ناټوپه چوکاټ کې فعاليت کوي .
پوځي څارونکي وايي د وسله والوطالبانود حملو له زياتېدو اود نړيوالوځواکونو د تلفاتوله ډېرېدو وروسته په افغانستان کې مېشت بهرني پوځيان اړ دي چې په خپلې عملياتي تګلاره کې بدلون راولي .
بهرنۍ خيريه موسسې هم په افغانستان کې پرخپلو عملياتوله سره غورکوي ځکه چې دهغو پرکارکوونکو وسله والې حملې اويرغمل نيونې زياتې شوي اود دوى دکارساحه يې تنګه کړې ده .
پیپلزګوند اصف زرداري ولسمشرۍ ته ونوماوه
شنبه, 08.23.2008, 12:00am (GMT)
تاند - دپاکستان پیپلزګوند،اصف علي زرداري دهیواددولسمشرۍ دچوکۍ لپاره کاندید کړخو پخپله زرداري تراوسه پوري رسماً نه دي ویلي چې ایا دې چوکۍ ته ځان کاندیدوی اوکنه .
تردې مخکې دپاکستان دانتخاباتوکمېټې ویلي وو چې دجمهوري ریاست انتخابات به دسپټمبر په شپږمه نېټه ترسره شي .
په پاکستان کې ولسمشردملي جرګې اودڅلورصوبايي جرګو داستازواودمشرانوجرګې دغړیوپه رایو غوره کېږي .
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دمسلم لیګ نواز ډله به ایا پخپله کاندید ولري اوکه دپیپلزکاندید ته به رایې ورکړي خو دې ګوند مخکې ویلي ول چې غوره ګڼي چې د ټولوپه سلا ولسمشرانتخاب کړي
په سوات کې ځانمرګي بريد ١٧ تنه ووژل
د پاکستان د سوات ښار په چهار باغ سيمه کې د شنبې په ورځ د پوليسو پر يوې پوستې شوي ځانمرګي بريد کې شاوخوا ١٧ تنه وژل شوي دي .
د چارباغ يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد وويل چې دغه ځانمرګى بريد د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې وشو .
هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکيو توکيو ډک موټر د چارباغ په سيمه کې د پوليسو ديوې پوستې دروازې سره وجنګاوه او چاودنه يې وکړه.
په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، رسنيو ته وويل چې د چاودنې پر مهال په پوسته کې ٣٠ تنه پوليس مېشت وو .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په چاودنه ګې دګڼ شمېر پوليسوپه ګډون ١٧ تنه مړه شوي دي .
امريکا پرقبايلي سيموپه بريد غورکوي
شنبه, 08.23.2008, 10:32am (GMT)
تاند - دامريکا ددفاع وزرات جګپوړومقاماتووويل چې دوى په دې غورکوي چې په قبايلي سيموکې دوسله والو سخت دريځو پرضد پخپله عمليات پيل کړي.
تراوسه پورې امريکايي پوځيانودپاکستان په قبايلي سيمو کې دپاکستان پرپوځ اتکاکړې اوکه يې يوه نيمه حمله هم کړې نودپاکستاني ځواکونوپه مشوره يې کړې ده .خو دوى وايي چې ډېرځله پاکستاني ځواکونومخکې تردې چې امريکايي پوځيان پرسخت دريځوبريد وکړي ،هغوى خبر کړي چې له سيمې ووځي .
دامريکا لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې دجګپوړوامريکايي پوځي مقاماتوله خولې ليکلي چې دامريکا په دفاع وزارت کې دا بحث چې دپاکستان په خاوره کې عمليات بايد ترسره شي ،وروسته له دې پيل شو چې دمتحدوايالتونو استخباراتوخبردارى ورکړ چې القاعده اونورې سخت دريځې ډلې دپاکستان دشمال لوېديځو سيمو بشپړ کنټرول ترلاسه کوي
بيت الله مسود سخت ناروغ دئ
مطبوعاتو د پاكستان د استخباراتي ادارو له خولې د قبايلي طالبانو د مشر بيت الله مسود د ناروغۍ خبرونه خپاره كړل.
ويل كېږي نوموړى د ويني د فشار او شكري په ناروغۍ اخته دئ.
خبرونه وايي بيت الله مسود له دې ناروغۍ څخه سخت ځورېږي او د طالبانو مشران ورغوښتي چي د مشرتابه چاري كوم بل كس ته وسپاري.
د قبايلي طالبانو وياند مولوي عمر د ښاغلي مسود د ناروغۍ پخلى كوي، خو وايي هغه كوم بل چاته د واك سپارلو پلان نه لري او نه يې هم كومه غونډه رابللې ده
په ټاکنوکې بايډن د اوباما سلاکار اعلان شو
په امريکا کې د ديموکراټ گوند نوماند باراک اوباما خپل ملگرى ديموکراټ سناتور جوزيف بايډن ټاکلى، چې د ولسمشرد سلاکار څوکۍ ته ځان کانديد کړي .
ښاغلي اوباما ويلي له ډيلاور ايالت نه يې د ديموکراټ گوند ملگرى سناتو جوزيف بايډن يې هڅولى، چې د ولسمشر د سلاکار څوکۍ خپل ځان کانديد کړي .
دغه خبره د ديموکراټ گوند يوه چارواکي، چې د نامۀ له ښوولو يې ډډه کړې، د اسوشېټډ پرېس خبري اژانس ته کړې ده .
نن شنبه (د اگست ٢٣) گهيځ د امريکا د سي ان ان تلويزيوني چينل هم دغه اعلان کړى، خو نور جزييات يې نه دي ورکړي .
خو د اي بي سي تلويزيون ويلي چې د امريکا د استخباراتو ځينو غړيو له ښاغلي بايډن نه خپل ملاتړ اعلان کړى دى، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر د سلاکار څوکۍ وگټي .
٦٥ کلن بايډن اوسمهال د امريکا په مشرانو جرگه کې د بهرنيو اړيکو د جرگگۍ مشري پرغاړه لري .
رپوټونه وايي د ښاغلي بايډن دغه ټاکنه، - چې په بهرني سياست او دفاع کې تجربه هم لري – د جمهوريت غوښتونکي جان مک کين سره سيالي کولاى شي .
ښاغلى بايډن د کاتوليکي مذهب پيروان دى، او دوه ځله يې هڅه کړې چې سپينې ماڼۍ ته ننوزي .
نوموړي د امريکا په مشرانو جرگه کې د بهرنيو اړيکو او قضايي جرگگۍ د مشرۍ دنده تر ٣٠ کلونو ډېره پر مخ وړې ده .
په راتلونکې اوونۍ کې به ښاغلى اوباما د ديموکرات گوند د کنفرانس له لارې ولسمشرۍ ته د خپلې کاندۍ او د ښاغلي بايډن د سلاکارۍ اعلان وکړي .
شنونکي وايي ښايي ښاغلى بايډن په دې وتوانېږي، چې له اوباما سره د وينسلوانيا او اوهايو په څېر ايالتونو کې د رايو ورکولو پرمهال مرسته وکړي .
ښاغلى جان مک کين هم هڅه کوي چې د ولسمشر د سلاکار څوکۍ ته خپل ځان کانديد کړي .