سرسپينوم - ډاكټر هيواد همت

سرسپينوم

 

 

د سهار اته بجې وې او د کور ټول غړي د چای په څښلو سره ناست وه چې د کور دروازه مو چا وټکوله، مور مې سمدستي په وړوکي ورور خان باندې غږ وکړ چې خانه زويه پاڅه او وګوره چې دروازه څوک ټکوي؟

 خان پاڅيدلو او په منډه دوازې ته ورغلو دروازه يې ورته ليره کړه او پوښتنه يې ترې وکړه چې څوک دې پکار دي؟

 د مقابل لوري ځواب په داسې لهن کې وه لکه د يو مظلوم انسان سره چې له حده ډيره بې انصافي شوي وي او په ډيره ناچاری سره د انصاف خير غواړي ، په نور څه پوه نشوم خو د خان دا خبره مې سمه تر غوږو راورسيده چې  ده ورته وويل ، راځه دننه مور مې هم په کور کې ده .

د خان په خبره يوه پيغله کور ته راننوته او سمه هغه کوټې ته راغله په کومه کې چې مونږ د کور ټول غړي ناست وه او سهار چای مو څښلو ،  مخکې لدې چې کوټې ته راننوځي پيغلې د خپل بدن ډيره برخه په هغه څادر کې پټه کړی وه کوم چې ددي په سر وه، او کوټې ته راننوته .

 

مور مې ددې په ليدو له خپل ځايه پاڅيده او په داسې ورين تنديي ورسره ستړي مشي وکړه ته به وايې چې ډير له مخکې سره پيژني. د مور له ستړي مشي وروسته يې ما ته وويل چې وروره ستړې مشي ما هم ورته د ښه راغلاست وويل .

پيغله د کور له ټولو غړو سره د ستړي مشی وروسته د مور تر څنګ مې کیناسته. ما چې ددي څيرې ته وکتل نو له ‌ډيرو سوالونو سره مخ شوم، خو مخکې له دې چې زه ددي په هکله پوښتنه وکړم مور مې راته وويل ، چې زويه دا جينۍ هر کال د غنمو موسم له تيريدو وروسته د زکات ټولولو په خاطر دلته راځي، نو اوس هم ځکه راغلي .

 دا چې د غنمو موسم تير شوی وه د خير او زکات ټولولو لپاره به د مدرسوطالبانو نه نيولي ‌ډول ډول کسانو به په مختلفو نومونو خيرونه غوښتل او راتلل به، خو دا زما اولين ځل وه چې داسې يوه پيغله د خير په ټولولو وينم چې د ژوند په تيرو ۲۵ کالونو کې مې هم نه وليدلي.

 ما داسې فکر کولو چې شاید د تیرو څو لسیزو ناورينونو د خير ټولولو ته مجبوره کړي او يا کوم بل مشکل سره مخ ده.

هغه د چا خبره چې نور مې  ددی ښکلي او د چنار په شان دنګې ځوانۍ په ليدلو د صبر کاسه تمامه شوه او لدی څخه مې وپوښتل.

خورجانې ولې خير ټولوې؟

لدې سره چې بل ځواب نه وه وويل چې مجبوره يم.

بيا مې د مجبورۍ علت وپوښتو.

دي وويل چې د سيمې رواج ديته مجبوره کړي يم چې خير ټول کړم. ددې خبری په کولو سره يې په مخ اوښکې راغلي، ستونۍ يې له ژړا ډک شواو  سلګو نوره د کيسي کولو ته پرينښوده.

په رښتيا سره زه هم په خپله خبره پيښمانه شوم خو اوبه له ورخه تيرې وې. داچې ما نور هيڅ د لاسه نه وه پوره ځان مې غلې ونيوه او ددي په حال ډير خواشينې شوم .

دي خوارکۍ چې کله سلګو خبرو کولو ته پريښوده او خپلې اوښکې يې وچې کړې نو د خپل تير کيسه يې داسې پيل کړه.

زه د پلار يوازينې لور وم  په ما یې ډير زړه بديده او ډيره په ناز يې لويولم ، خو کله حالات داسې ستم په انسان راولي چې د هغې سره مقابله بيا ناشوني وې.

زما د مجبوری وجه زما د نيکه تيروتنه وه چې قرباني پکې ما ورکړه، ده د خپلی ځوانۍ په دور کې زموږ په کلي کې په يوه ښايسته جينۍ غږ وکړ چې دا زما ده.

کيسه به رالنډه کړم او د پښتو له مرکو به پکې راتيره شم لانجه پدې تمامه شوه چې هغې خوارکۍ د خپل عمر ټوله برخه په کور کې تیره کړه ، او هيچا ته واده نشوه تر دې چې مړه شوه ، خو  زما نيکه بله ښځه وکړه او دغه شان يې خپل ژوند تير کړو. تر دې چې دای هم مړ شو خو لانجه حل نشوه.

دا چې زموږ مقابل لوري د خپل غچ اخيستلو لپاره کوم وخت مناسب بللو، هغه څه موده مخکې ددوی   د کورنۍ يو ه غړي په ما باندې غږ وکړ، او زه يې بدنامه کړم.

دا چې زه د پلار يوازينی ‌ډيره نازولې لور وم او ډيره ورباندې ګرانه وم ،نو کله چې دا حادثه پيښه شوه، پلار مې ډير خواشنی شو ځکه چې هيڅ يې د لاسه پوره نوه او دا تيروتنه دده پلار کړی وه نو جبران يې بايد ده کړی وای. تردې چې حالات دده له زغم څخه ووتل نو هغه وه چې له ‌ډير خفګانه ليونی شو.

مور خوارکی مې ددغه حالت په ليدلو ډيره خفه کيده تر دې چې هغه هم سخته ناروغه شوه او بلاخيره مړه شوه.

 په کور کې مې  د پلار ناسم حالت ډيره ځورولم له بله طرفه دوه واړه وروڼه مې وه چې هغوی بايد سبق لوستې وای نو ديته مجبوره شوم چې له خپل کلي کډه وکړو، ځکه چې له يوه طرفه مې پلار ليونۍ شو د کار کولو هيڅ توان يې نه درلودو د ګټې او نفقې پيدا کولو سړی موهم په کور کې ورک شو او له بله پلوه د خپلو دوښمنو څخه هم  ويريدو هسي نه چې زما واړه وروڼه او يا مو پلا راووژنی.

 نو لدې وجې  دا مې بهتره وګڼله چې خپل کلې پريږدو او دلته سمې ته راشو.

هغه وه چې ما همغسې وکړل خپل کلې او کور موپريښودو او دومره ليرې ترې راغلو چې دلته مو څوک نه پيژنې اوس دلته په يوه هواره دښته کې اوسو واړه وروڼه مې زموږ سره نيږدي ښونځي کې داخل کړې.

 پلار مې په کور کې پروت وې د علاج په خاطر مې په ډيرو زيارتونو وګرځولو او د خپله وسه مې رنځورپوهانو ته هم وروستوخو تر دې دمه يې د رغيدو څرک نه ليدل کيږې، بس په کور کې قرار پروت وې ،او زه خير ټولوم .

 د خير ټولو په وخت مې زړه په قرار نه وې ځکه چې وخت خراب دې او ډول ډول خلک پيدا کيږی له يوه طرفه په ځان ويريږم هسې نه چې له کومې بلاه سره مخ شم ځکه چې په اوسني وخت کې يوې پيغلې جينی ته نه ښايې چې ګوښې وګرځي او له بله پلوه مې وروڼو پسې هم  زړه ختلي وې، ځکه چې د سهار له مخې يې هم  ښونځي ته بيايم او بيا چې کله دوی رخصت شې نو د غرمې هم مخې ته ورځم. هسې نه چې څوک څه ورته ووايې.

بس د ژوند شپې او ورځې مې داسې سختې تيريږی چې کله کله خو مې زړه دومره په  تنګ شې، چې ځان ووژنه، ځکه  چې کله د خير ټولولو لپاره پرديو کورونو ته ځم او هلته چې بيا همځولې وينم چې ښې خوشاله وې ښه ژوند يې وې ، ښه اغوندې او ښه څښې، نو واقيت سره ورته ډيره ځوريږم ، چې زما ولې داسې خراب ژوند په برخه دې، خوبيا چې کله وړو وروڼو ته مې مخ ورواړم نو پدې فکر کې شم، که خدای(ج) نيک صالح لوې کړل نو په راتلونکي کې به له مشکلاتو خلاص شو.

 نو همدا وجه ده چې خير ټولوم .

 خبره تر کومه چې زما د ژوند ده نو ما ته هسې هم په دغه ټولنه کې نور په ښه سترګه نه کتل کيږي. ځکه چې ما خو لوې ګناه وکړو، هغه دا چې ما باندې چا غږ کړي، نو کله چې په پښتو ټولنه کې په يوه جينی باندې غږ وشې هغې ته بيا په پښتو ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل کيږي.

 دا چې حقيقت کې ګناه د چاه ده او سزا بايد چا ته ورکړل شوې وای، په هغه باندې پدې ټولنه کې ډير کم خلک پوهيږې.

 او له بله پلوه  زموږ د  ټولني رواج داسې دود شوې چې  له کبله يې تور سرې ډيرې ځوريږې او کړيږې.

 بس  صبر به کوم نور خو زما په شان بې وزلې جينی به څه د لاسه پوره وې.

دلته چې څوک  دا پوښتنه راڅخه وکړې چې ولې واده دې نکولو نن خو به د خير ټولو نه خلاصه وای.

 نو ددې په خاطر چې دلته څوک پدې پوې نشې ،او  باقې عزت مې خوندې وې نو ورته وايم چې سر سپينوم .

 

ډاکټر هيواد همت

کابل  

 ۲۱/۷/۲۰۰۸