پكتيا: د ښونځي زده كوونكى ووژل شو

 

نامالومو وسلوالو نن ورځ د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د ښونځي يو زده كونكى وژل دى .

د دې ولايت د والي وياند روح الله سمون د پيښې پخلى وكړ او زياته كړه چې نوموړى شپاړس كلن هلك هغه مهال چې ښونځي ته روان و د نامالومو كسانولخوا د ټوپك په ډزو ووژل شو.

د سمون د مالوماتو له مخې وژل شوى د نهم ټولګي زده كوونكى ول او د اورياخيل په سيمه كې وژل شوى دي.

د نوموړي د وژنې پړه تر دې مهال چا په غاړه نه ده اخيستي خو چارواكي د دې كار پړه د سولې او ثبات پر د ښمنانو وراچوي.