او تا هم كډه وكړه - يحيى يعقوبي
2008-05-16 08:28:08

او تا هم كډه وكړه
يو پردي کلي ته لاړې
د بدرنگو همسايه شوې
ته پوهيږی هلته څه دي؟
هلته ښکلي دي بې قدره
هلته مينې ته وخت نشته
هلته زړه له کاڼو کلک وي
خلک غم ته په چک چک وي
هلته ژوند هم يوه لوبه
هلته مرگ هم يوه لوبه
هلته هيڅ فلسفه نشته
هلته سترې ښکلاگانې
تل د خاورې نذرانه شي
بس دا ويره راسره ده !
نه چی ستا دا اداگانې
کوم بدرنگ ته بهانه شي
يحيى يعقوبي