غزل - ميوند فدا-خوست
2008-05-16 08:03:22
غزل خدايږو د ټاکنې لارې ګرانې دي دغه چم کې دومره ښکلاګانې دي پرېيږدی چې څار د بادارانو کړي سترګې، د حسينو غلامانې دي ښکلي يې بې درېغه غړپوي رانه څومره مو د زړو وينې ارزانې دي يار ته مې اوس ټولې لارې خلاصې شوې بس د رواجونو کلاګانې دي څه رنګين محفل او خرابات دي نن يه ساقي قربان مۍ دې پرېمانې دي دا د بدرنګيو او نفرت ماحول دلته د فدا هڅې ناتوانې دي ميوند فدا