څو شعرنه -قادرشاه
2008-03-28 04:39:12
د واده ورځ
درمند ډك دى له ژڼكيو
ډول ته غبرګ لاستي ور خلاص شول
ژڼو شغ څڼو ته وركړ
پيغلو سرې سترګې كړې چيغې
بدرۍ لپه زهر خوړلي
ښي وخكي كې يې سرې وينې
زوم په وچه خوله ولاړ دى
سپين ګل پورې په دوبۍ كې
له عرب سره مزدور دى.
قادرشاه-خوست
زما همزولي ژوند څلور توري دى كال هم څلور فصله دى زه څلور كاله انتظار كومه چې جانان وګورمه نو زه ، ژوند او كال سره همزولي نه يو؟ قادرشاه _ خوست
انسان
الله حكمت ته دې
حيران پاتې يم
لكه د ځمكه او اسمان
دومره پريمانه ښكلا
ته په يوه انسان كې
څنګه ځاى ده ؟
30-12-07