دا هم وګوره
2009-03-02 04:21:28
زه يو عادت لرم چې كله يو شې په بلاګ كې ور زياتوم نو زړه مې غواړي چې په لنډيز كې يو څه وليكم، خو كله كله داسې وخت هم را ځي چې د لنډيز لپاره د ليكلو وړ هيڅ هم نه لرم او په وچ زور يې ورته پيدا كوم، خو نن به يوازې دومره وليكم چې دا ټول زما يادګاري عكسونه دي چې دې يوې ميلمستيا پر مهال اخيستل شوي د نورو دوستانو عكسونه مې ځكه ور زيات نه كړل چې د دوى له اجازه پرته مې زړه ونه غوښتل چې دا كار وكړم. خو تاسې زما عكسونه ليدلى شئ.
يو تصوير به جوړه وي بل تصوير به ورانوې......
2009-02-16 11:08:04
لاندې زما د ګران استاد عزيزالله صديق عكس دى چې ماته يې د تحصيلاتو پر مهال ډيره مينه راكړي ده او د ده له هرې خبرې مې په ژوند كې زياته ګټه پورته كړى، ښاغلى صديق د پوهنتون له دويم ټولګي رانيولي بيا تر فراغته زما نه يوازې استاد بلكې په عملي چارو كې ښه لارښود هم پاتې شوى دى، استاد چې په څيره كې صميميت او مينه له ورايه ښكاري يو ريښتونى صادق انسان دى تل يې د ماده پرستۍ پر ځاى انسانيت او علميت ته لومړيتوب وركړى ، دى اوس هم د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځى كې استاد دى خو زه ورنه له فراغت وروسته يو څه ليرى شوى يم خو په زړه كې مې دد ه مينه اوس هم ځاى لري خداى ج دې دى تل خوشاله او داسې څوك ولري چې نورو ته يې مرسته ورسيږي. قادرشاه
زما يو تصوير
2009-02-16 09:47:06
ما غوښتل چې دغه انځور په د تيرو عكسونه پر مهال پر ليكه كړم خو بس رانه پاتې شوي، دا چې زه نن بل كمپيوټر ته ناست يم نو دا مناسبه وبلله چې عكس مې له وركيدوه وژوغورم او په خپل ويبلاك كې يې خوندي كړم.
راشه تماشه وكړه ............
2009-01-29 13:24:58
ځينې وختونه د انسان په ژوند كې خواږه او ترخه يادونه پاتې كيږي، لاندې انځورنه چې ما تازه په خپل بلاګ كې زيات كړي له هر يو سره مې غرونه غرونه يادونه تړلي دي، چې د ورځو په تيريدو سره دا يادونه لا نوره هم خوندور او زياتيږي. كه تاسو هم د دي انځورونو د ليدو ليوال ياست نو پاس كلك كړئ.
د مدينې منورې په زړه پورې انځورونه
2008-07-03 13:28:25
ګرانو لوستونكو تاسو دلته د مقدس ځاى مدينې منورې په زړه پورې عكسونه ليدلاى شي خو لومړى پاس كليك وكړئ.
راشه تماشه وكړه ...
2008-07-03 12:24:30
دلته مې يو څو ښكلي او په زړه پورې انځورونه پر ليكه كړي دي. تاسو يې وګورې او د انځورونو په تل كې له اچول شوي لينك څخه تاسو هم كولاى ښكلي او زړه راښكونكي انځورنه تر لاسه كړئ.
د غوايي د اتمې پر جشن د شوي بريد تازه عكسونه
2008-05-08 06:28:57
دلته كولاى شئ تاسو د يادې شوې پيښې تازه عكوسه وګورئ
د تاند يو تصوير
2008-05-01 07:12:47
د لته د تاند څخه يو راخيستل شوى تصوير ليدلى شئ.
... په چمن كې رنګارنګ ګلونه وا كه
2008-03-21 04:05:43
نوى كال مو مبارك شه
لا مو چې تر منځه فاصلې نه واى..
2008-03-19 02:58:26
دلته هم څو په زړه پورې انځورنه ليداى شئ.
پرتې ښكلاګانې ......
2008-03-19 02:40:58
دلته زړه راښكونكي انځورونه او شعرونه اوريداى شئ.
دا يې څه كړي؟؟؟
2008-03-02 01:24:44
لاندې انځور وګورئ او فكر وكړئ چې څنګه اخيستل شوى .
د واورې او ساړه څخه راوتلې منظرې
2008-03-02 01:17:19
له انټرنيټ څخه را اخيستل شوي دي
دا تاسو ليدلي دي ؟؟
2008-03-02 01:05:10
له انټرنيټ څخه را اخيستل شوي انځورونه
نوى ، ښكلي او په زړه پورې انځورونه
2008-03-02 00:47:42
له انټرنيټ څخه اخيستل شوي دي. هيله ده خوند دركړي.