له ډير ځنډ وروسته
2010-05-28 10:24:10
ګرانو دوستانو او ښاغلو او اغلو لوستونکو سلامونه!!!! ډير وخت کيده چې زما په ويپلاګ کې ستونزه پيدا شوې وه له ښه مرغه ايله پرون دا ستونزه هواره شوه، څه زما تمبلي وه او څه د انټرنيټ کمزوري خو اوس مې بيا نيت کړى چې خپل ويبلاګ د پخوا په شان په پرمخ بوځم.
دا هم وګوره
2009-03-02 04:21:28
زه يو عادت لرم چې كله يو شې په بلاګ كې ور زياتوم نو زړه مې غواړي چې په لنډيز كې يو څه وليكم، خو كله كله داسې وخت هم را ځي چې د لنډيز لپاره د ليكلو وړ هيڅ هم نه لرم او په وچ زور يې ورته پيدا كوم، خو نن به يوازې دومره وليكم چې دا ټول زما يادګاري عكسونه دي چې دې يوې ميلمستيا پر مهال اخيستل شوي د نورو دوستانو عكسونه مې ځكه ور زيات نه كړل چې د دوى له اجازه پرته مې زړه ونه غوښتل چې دا كار وكړم. خو تاسې زما عكسونه ليدلى شئ.
يو تصوير به جوړه وي بل تصوير به ورانوې......
2009-02-16 11:08:04
لاندې زما د ګران استاد عزيزالله صديق عكس دى چې ماته يې د تحصيلاتو پر مهال ډيره مينه راكړي ده او د ده له هرې خبرې مې په ژوند كې زياته ګټه پورته كړى، ښاغلى صديق د پوهنتون له دويم ټولګي رانيولي بيا تر فراغته زما نه يوازې استاد بلكې په عملي چارو كې ښه لارښود هم پاتې شوى دى، استاد چې په څيره كې صميميت او مينه له ورايه ښكاري يو ريښتونى صادق انسان دى تل يې د ماده پرستۍ پر ځاى انسانيت او علميت ته لومړيتوب وركړى ، دى اوس هم د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځى كې استاد دى خو زه ورنه له فراغت وروسته يو څه ليرى شوى يم خو په زړه كې مې دد ه مينه اوس هم ځاى لري خداى ج دې دى تل خوشاله او داسې څوك ولري چې نورو ته يې مرسته ورسيږي. قادرشاه
زما يو تصوير
2009-02-16 09:47:06
ما غوښتل چې دغه انځور په د تيرو عكسونه پر مهال پر ليكه كړم خو بس رانه پاتې شوي، دا چې زه نن بل كمپيوټر ته ناست يم نو دا مناسبه وبلله چې عكس مې له وركيدوه وژوغورم او په خپل ويبلاك كې يې خوندي كړم.
افغان کريکټ لوبډله به اوس څه کوي ؟
2009-02-01 10:30:59
د ٢٠١١ کال د کريکټ د نړيوالو اتلوليو د غوراوي يا انتخاب وروستى پړاو د روان ميلادى کال ( ٢٠٠٩ ) د اپريل په مياشت کې ( ورى يا غويي ١٣٨٨ ) په سويلي افريقا کې ترسره کيدونکى دى .
راشه تماشه وكړه ............
2009-01-29 13:24:58
ځينې وختونه د انسان په ژوند كې خواږه او ترخه يادونه پاتې كيږي، لاندې انځورنه چې ما تازه په خپل بلاګ كې زيات كړي له هر يو سره مې غرونه غرونه يادونه تړلي دي، چې د ورځو په تيريدو سره دا يادونه لا نوره هم خوندور او زياتيږي. كه تاسو هم د دي انځورونو د ليدو ليوال ياست نو پاس كلك كړئ.
د علم ګل سحر غزل --زما د خوښې شعر
2009-01-29 12:52:48
زمونږ وطن ته لوګي مخکې،رڼا وروسته راځي------اول ژړا وي فريادونه،خندا وروسته راځي
خبرتيا
2009-01-28 12:36:53
دلته زما د خوښې شاعر ------غفور ليوال شعر لوستلى شئ
زما يوه نوى څلوريزه
2009-01-26 12:59:12
وږي دي ورشو ته يې لږ بيا يمه ---- سترګې مې ديار په مخ كې پيايمه اور دې په دې غر غر ښكلا پورې شه --- ولې راته نه وايي چې ستا يمه
د ساغر خټك يو څو بيتونه
2009-01-26 12:54:32
دا چې مينه زما ورځ په ورځ زياتيږي ------انتظار كوه ضرور به څه چل كيږي
پكتيا – سږ كال له دري سوه ميليونه ډالرو زياتي پيسي لږيدلي
2009-01-26 12:43:03
درنو لوستونكو د دې خبري غونډې ليكلي جريان موږ ته د پكتيا د ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه را استول شوى چې كټ مټ يې ستاسو مخ ته ږدو. د پرس كنفرانس مكمل جزئيات ولولۍ : نن دوشنبه د سلواغي اوومه پكتيا والي يوه ستره خبري غونډه رابللي وه ، په دي خبري غونډه كي د ملي شورا استازو ، ولسوالانو ، دولتي او غير دولتي ريسانو ، د LGCD/DAI استازي ، علماوو ، قومي مشرانو او خبريالانو برخه اخيستي وه . خبري ناستي ته سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد د يو كال لاس ته راوړني بيان كړي خو دا پروژي يي كافي و نه بللي
د كركټ د اتلانو سپكاوى شوى
2009-01-16 07:54:38
د کرکټ ملي لوب ډلې اتلان د کابل نړيوال هوايي ډګر پر سړک د امنيتي کسانو لخوا يې سپکاوى شوي دي . دغه اتلان د نړيوال کپ د غوراوي په سياليو کې پرون د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه ارجنټاين ته روان وو .
نوى غزل
2008-12-22 12:47:09
ګرانو !! ډير وخت كيده چې ما په خپلا بلاګ كې څه نه دي زيات كړي هغه هم ځكه چې موږ ازموينې درلودې ،اوس چې دادى له پوهنتون څخه له خيره فارغ شوم د نورو چارو ترڅنګ په بلاګ د يو څه زياتولو ته هم وزګار شوم. زه يو ځل بيا له تاسو ټول هيله كوم چې ماته د بلاګ د لا ښه پرمخ بيولو لپاره غوره مشورې او هدايتونه را وليږئ. د اوس لپاره يو نوى شعر چې ما ليكلى تاسو ته وړاندې كوم هيله ده چې ښه به وي.
پښتون وژني - ډاكټر هيواد همت
2008-08-26 09:25:24
پښتون پاڅې او پښتون وژني - سره د بل په لمسون وژني
د نن ورځې خبرونه
2008-08-23 10:39:30
په افغانستان ، پاكستان او نړۍ كې مهمې پيښې پاس كليك وكړئ او دلته يې ولولۍ.