(١): داهل بيت محبت او تعظيم دامت په اتفاق او اجماع سره لازم دي
2010-06-28 07:17:01
ووايه آي محمد چه نه غواړم له تاسو په دغه دپيغام په رسولو کي کوم اجر ليکن دوستي غواړم په قرابت او خپلوي کي .
(١): داهل بيت محبت او تعظيم دامت په اتفاق او اجماع سره لازم دي.
(٢): دنبوي کورني او ساداتو محبت بيشکه دايمان جز دي ١.
لنډ تفسير : آي محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ته دوي ته ووايه چه زه تاسو اسلام ته په رابللواووتاسوته په قران رسولوباندي کومه مزدوري نه غواړم تاسو که زما دين نه قبلوي او زما دتائيد لپاره نه دريږي چه خبره نشته ليکن دقرابت او صله رحمي څه رعايت په کار دي چه ماته فرصت راکړي ترڅو خپل پيغام ټولي دنيا ته ورسوم .
ددي آيت کريمه پورتني تفسير په صحيحينو کي له ابن عباس رضي الله عنه څخه منقول دي .
او همدارنگه ددي آيت کريمه دويم تفسير په لاندي ډول دي چه داهم په رواياتو او دمفسيرينو په اقوالو ثابت دي .
آي محمد صلي الله عليه وسلم ټول بشر ته ووايه چه زه تاسواسلام ته پر رابللو او قران رسولو باندي کوم مزدوري نه غواړم مگر يوازي دادرڅخه غواړم چه زما داقرباؤو سره دوستي وکړي .
مولاناعبدالحق محديث دهلوي رحمة الله عليه دبخاري په شرح تيسر القاري دبيضاوي دااقوال رانقلوي :
يعني زه له تاسي څه مزدوري نه غواړم مگر داچه زما سره محبت وکي دهغه قرابت لکبله چه زه ئي ستاسو سره لرم او يا زما داقرباؤو سره دوستي او محبت وکړي ١ .
طبراني په معجم کبير کي له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي کله چه دا آيت کريمه نازل شو .... الاية صحابوکرامو رضي الله عنهم وويل يارسول الله صلي الله عليه واله وسلم :
من قرابتک هولاء الذين وجبت علينا مؤدتهم قال علي وفاطمه وابناهما ٢ .
ستاسو هغه قريبان څوک دي چه پر موږ ئي دوستي او محبت واجب دي رسول الله صلي الله عليه واله وسلم وفرمائل علي وفاطمه اوددوي زامن رضي الله عنهم .
احمد بن محمد المهدي رضي الله عنه په تفسير بحر مدير کي فرمائي :
محبة اهل البيت واجبة علي البشر حرمة وتعظيماً لسيدالبشر٣ .
دسيدالبشر صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ددرناوي او تعظيم په خاطر پر ټول بشر باندي داهل بت محبت واجب دي .
حاکم په مستدرک کي له علي بن رضي الله عنه څخه روايت کوي چه موږته سيدنا امام حسن المجتبي رضي الله عنه خطبه وويل دالله جل جلا له حمد وثنا ئي وويل ورپسي ئي وفرمائل :که څوک ماپيژني هغه مي پيژني که چاته زما تعريف نه وي په تحقيق زه حسن دمحمد صلي الله عليه واله وسلم اولاد يم ورپسي ئي وويل زه دبشير (ويرونکي ) زوي يم زه دنذير زوي يم زه دنبي اولاد يم زه دالله جل جلا له لوري ته درابلونکي اولاد يم زه سراج المنير اولاد يم زه دهغه چا اولاديم چه الله جل جلا له دعالم لپاره رحمت راليږي دي زه له هغه کورني څخه يم چه الله جل جلا له له دوي څخه گناهونه ليري کړيدي او دوي ئي سپڅلي کړيدي او زه له هغي کورني څخه يم چه الله جل جلا له ددوي دوستي او ولايت فرض کړيدي الله جل جلا له په خپل هغه کتاب چه پر محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ئي نازل کړي ويلي دي :
طبراني په معجم الکبير کي له ابن عباس رضي الله عنه څخه مرفوع روايت کوي :بنده به دقيامت په ورځ قدمونه پورته نه کړي تر څو دڅلورو څيزونه پوښتنه ورڅخه ونه شي .
عن عمره في ما افناه وعن جسده فيما ابلاه وعن ماله فيما انفقه ومن اين اکتسبه وعن جنبا اهل البيت٢.
دده عمر چه په څه کي پاي ته ورساوه دخپل بدن چه په څه کي دي زوړ کي دمال چه په څه کي دي خرڅ کړي او له کومه ځايه دي لاس ته راوړي او زموږ اهل بيت دمحبت .
دغوث الثقلين شيخ عبدالقادر الجيلاني قدس الله سِره تفسير :
او ورته ووايه چه له تاسو دنيوي گټه نه غواړم بلکه له تاسو څخه زما داهل بيت محبت او دوستي غواړم ددي لپاره چه ستاسو لپاره داستفادي وړ او هميشني لارښونکي شي .
روايت چه داآيت نازل شو ورته وويل شول چه يارسول الله صلي الله عليه واله وسلم ستا قريبان څوک دي ده صلي الله عليه واله وسلم وفرمائل :
علي فاطمه حسن او حسين ٣.
دحق او توحيد په لاره کي ددوي دولوالعزايو امامانو څرگنديدل ښه شاهدان دي دالله جل جلا له رحمتونه او او سلامونه دي پر دوي باندي وي
او هم ددوي پر نسلونو کوم چه ددوي نسلونه يو په بل پسي جريان لري ١ .حقيقت دمسئلي دادي چه دنبي صلي الله عليه واله وسلم تعظيم او محبت دټولو کائناتو نه زيات کيدل دايمان جز ء دي .
حضرت مولانا مفتي محمد شفيع صاحب رحمة الله عليه په معرف القران کي فرمائي:
ځکه نو لازمه دکوم چاچه نبي صلي الله عليه واله وسلم ته څومره نژدي نسبت دهغه تعظيم او محبت هم پدي پيمانه سره واجب دي او پدي کي هيڅ شبه نشته چه دانسان صلبي اولاد ته دټولو نه زيات دنژديوالي نسبت حاصل دي په دي وجه دهغوي محبت بيشکه جزء دايمان دي خو ددي دامعني نه ده چه پاکي بيبياني او نور صحابه کرام رضي الله عنهم کوم چه دنبي صلي الله عليه واله وسلم ته ئي ډير قسمه نسبتونه حاصل دي هغوي هير کړولنډه داده چه داهل بيتو او آل رسول صلي الله عليه واله وسلم دمحبت مسئله چيرته هم داختلاف لاندي نه ده راغلي په اجماع او اتفاق سره ددوي محبت او عظمت لا زم دي دآل رسول صلي الله عليه واله وسلم دکيدلو په حيث عام سيدان که څه هم ددوي دنسبت سلسله هر څومره ليري وي ددوي محبت او عظمت عين سعادت اجر او ثواب دي چونکه ډير خلگ په دي ډير کوتاهياني کوي ځکه امام شافعي رحمة الله عليه په خپل شعر کي دهغوي مذمت فرمائلي ٢:
حضرت علامة شهاب الدين سيد محمود الوسي بغدادي رحمة الله عليه په تفسير روح المعاني کي فرمائي:
څومره چه دقرابت جهت قوي وي هومره ددوستي طلب اشد وي دعلويينو فاطمينو دوستي زياته لازمه ده تر محبت دعباسينو ددوي ددوستي نښه داده چه ددوي تعظيم اواحترام وکول شي اوددوي دحقوق په کامله توگه اداکول شي په تحقيق ډير خلگو داهل بيتو په دوستي کي سستي کړيده حتي رفض ئي بللي دي خوزه دامام شافعي رحمة الله عليه قول کوم چه ددي مرض درمل دي وړاندي کوم .
ياراکب قف بالمحصب من مني واهتف ساکن خيفها والناهض
سحراً اذفاض الحجيج الي منئ فيضاً کاکملتطم الفرات الفايض
ان کان رفضاً حب آل محمد فليشهد الثقلان اني رافضي .
آي شه سواره دمحصب ته نژدي ودريږه اوکله چه سحر په وخت کي دحاجيانو سيلاب هره يوه په لاره تيريدونکو ته په چيغو چيغو ووايه که دحضرت محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دآل محبت رفض وي نو دکائناتو ټول انسانان او پيريان دي شاهدان شي چه زه هم رافضي يم .
ځکه نو زه وايم چه ددي آيت په تاويل به ښه داوي چه زه له له تاسو اجر نه غواړم مگر داچه تاسو زما داقرباؤو ،اهل بيتو اولادونو سره مينه او دوستي وکړي ځکه رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم خاتم النبين ووله ده څخه وروسته بل نبي نشته نو رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دالله جل جلا له لوري ته درابللو لپاره علماء ظاهر اوباطن وټاکل له دي وجي الله جل جلا له خپل نبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم امر کي چه خپل امت داهل بيت په محبت او دوستي امر کړي ځکه حضرت علي رضي الله عنه او دده داولادونو امامان دولايت دکمالا تو اقطاب وه رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم فرمائلي : انا مدينة العلم وعلي بابها١ ددي وجي تاسي گوري چه ډير مشائخو سلسلي داهل بيتوو ائيمه ته رسيږي او په ساداتو عظامو کي ډير اولياء تير شوي چه ددوي له جملي څخه سيدنا غوث الثقين شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني الحسني والحسيني رحمة الله عليه ،شيخ بهاوالدين النقشبندي رحمة الله عليه ،سيد معين الدين الچستي رحمة الله عليه ،ابوالحسن شاذلي رحمة الله عليه اوداسي نور .... دي٢ .
ترمذي له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کوي دي وائي رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وفرمائل :
احبو الله لما يعذوکم من نعمه واحبوني بحب الله واحبوا اهل بيتي بحبي١ .
دالله جل جلا له سره محبت وکړي ځکه تاسوته دخپلو نعمتو څخه غذاگاني درکوي او دالله جل جلا له لکبله زما سره محبت وکړي او زما په خاطر زما داهل بيت سره محبت وکړي .
په تحفة احوزي کي ددي حديث په شرح کي فرمائي :که څوک له چا سره رشتني مينه ولري دامحبت دمحبوب ومتعلقينو او اولادونو ته هم سرايت کوي چه همدا دصادقي ميني تقاضا او غوښتنه ده او په دي حديث شريف کي دوو غټو نقطو ته لارښوونه شويده لومړي داچه رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وټول امت ته وصيت کوي چه زما دکورني او نسل سره محبت وکړي دوهم داچه دنبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم رښتني محبت داهل بيت له محبت څخه معلوميدلاي شي لان محبوب المحبوب محبوبٌ .
له حسن ابن علي رضي الله عنه څخه روايت دي چه ده وفرمائل :
لکل شئ اساس واساس الاسلام حب اصحاب رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وحب اهل بيته ٢ .
وهرشي لره بسټ او بنياد شته داسلام بنياد درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم داصحابو او اهل بيتو مينه ده.
له حضرت علی رضي الله عنه څخه روايت دي وائي :رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وفرمائل :
ادبو اولادکم علی ثلاث خصالٍ حب نبيکم وحب اهل بيته وعلى قراة القران٣.
خپل اولادونو ته دري نيک خويونه ورزده کړي ستاسودنبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم مينه دهغه دکورني او اولادونو مينه او دقران کريم قرائت .
له حضرت عباس رضي الله عنه څخه روايت دي دي وائي :ما وويل يا رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم :
ان قريشاً اذالقو بعضهم بعضاً لقوهم ببشر حسن واذالقونا لقونابوجوه لم نعرفها قال فغضب النبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم غضباً شديداً وقال:والذي نفسي بيده لايدخل قلب رجل الايمان حتي يحبکم لِله ولرسوله ١ .
کله چه قريش په خپلو مينځو کي له نورو سره يو ځاي شي په ډير خوشحالي سره سره وويني او کله چه زموږ سره يو ځاي شي په داسي مخونه راسره ګوري چه موږ ئي نه خو ښوو نبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ډير سخت په خښم شوه اووئي ويل په هغه ذات قسم چه زما نفس دده په لاس کي دي چه دسړي زړه ته به ايمان داخل نشي تر څو تاسو دالله جل جلا له اورسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم لکبله مينه ونه کړي .
له مطلب بن ربيعة رضي الله عنه څخه روايت دي اووائي: عباس رضي الله عنه رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ته تشريف راوړي او وئي ويل :
يا رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم لنخرج فنري قريشاً تحدث فاذا راؤنا سکتو فغضب رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ودرعرق عينه ثم قال :والله لايدخل قلب امراءٍايمان حتي يحبکم لِله جل جلا له ولقرابتي ٢ .
يا رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم کله چه دباندي وروزو قريش وينو خبري کوي کله چه موږ وويني چپ شي رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ډير په غضب شو وروسته ئي وويل دسړي زړه ته به ايمان داخل نشي تر څو دالله جل جلا له او زما دقرابت لکبله له تلسو سره مينه ونه کړي .
قاضي عياض رحمة الله عليه په شفا کي ذکر کړي چه :رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وفرمائل :
معرفة آل محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم برائة من النار وحب آل محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم جواز علي الصراط والولاية
لِال محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم امان من العذاب ١.
درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دآل پيژندل له اوره څخه خلاصون دي درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دآل مينه پر پل صراط تيريدل دي او دمحمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دآل لپاره ولايت دعذاب څخه امان دي .
وروسته په شفا کي له بعضي علما ؤو څخه نقل کړيدي چه ددوي پيژندل دنبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم لکبله ددوي دقدر او مرتبه پيژندنه ده څوک داپيژني دده صلي الله عليه واله واصحابه وسلم په سبب ددوي دحقوقو او حرمت واجب كيدل پيژني ٢.
له ابي هريرة رضي الله عنه څخه روايت دي دي وائي رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وفرمائل :
خيرکم خيرکم لَاهلي من بعدي٣ .
ترټولو غوره ستاسو هغه څوک دي چه زما وروسته زما داهل سره ښه کوي .
امام ترمذي رحمة الله عليه په سنن کي امام احمد رحمة الله عليه په خپل مسند کپ له علي رضي الله عنه څخه روايت کوي چه وائي :
رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم حسن او حسين رضي الله عنهم تر لاس نيولي اووئي فرمائل :
من احبني واحب هذين واباهما وامهما کان معي في الجنة ١.
که څوک زما سره محبت وکړي او له دغو دوو ،ددوي له پلار ،ددوي مور سره محبت وکړي په جنت کي به زما سره وي .
شاه انور شاه کشميري رحمة الله عليه په فيض الباري دبخاري شريف په شرح کي دابوبکر الصديق رضي الله عنه ددي قول ارقبو محمد في اهل بيته کي فرمائلي يعني تاسو دده اهل بيت شره محبت وکړي تر څو دنبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم سره ستاسو په محبت دليل شي .
دپورتني احاديثو مقاصد ياهدفونه :
درسو ل الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم سره دمحبت دليل دادي چه دده داهل بيت سره هم محبت وکړل شي .
(٢): دسړي زړونه ته به ايمان داخل نشي ترڅو دالله جل جلا له او درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم په خااطر داهل بيت سره مينه او محبت ونه کړي
(٣): داهل بيت محبت ،تعظيم دامت په اجماع او اتفاق ثابت دي .
١ : تفسير معرف القران پښتو ٩ ټوک ٣٨ مخ .
١ : دبخاري شرح تيسر القاري ٣ ټوک ٣٦٤ مخ.
٢ : معجم الکبير دطبراني ٣ ټوک ٤٧ مخ او ١١ ټوک ٤٤٤ مخ دحديث شميره ٢٦٤١ مطبعات الزهراي ، وګوري مجمع الزوايد دهيثمي ١٤٩٨٢ ، تفسير روح البيان ٨ ټوک ٢٨٥ مخ طبع دار الاحيا ء التراث العربي بيروت .
٣ :تفسير بحرمدير ٦ ټوک، ٣٧١ مخ دار الکتب العلميه ،وگوره تفسير حقي ١٣ ټوک ٧٨ مخ دارالسلفيه هند تفسير فخر الرازي ٢٧ ټوک ٦٠٤ مخ دار الاحياء ،تفسير نسفي ٤ ټوک ١٥٤ مخ دار النفا ئس لبنان .
١ :حاکم په مستدرک کي ٣ ټوک ١٨٨ مخ حديث شميره ٤٨٥٢ وگوري مجمع الزوايد ١٤٧٩٨ ،جواهر العقدين
٢ :طبراني په معجم الکبير کي ١١ ټوک ١٠٢ مخ حديث شميره ١١١٧٧ ، هيثمي په مجمع الزوايد کي ١٨٣٧١ ،وګوري جواهر العقدين ،صواعق المحرقه ،کنزالعمال ٣٩٠١٣ .
٣ :ذکره الرازي في تفسيره ١٣/٤٣٢ .
١ :آي ما اطلب منکم نعماً دنيوياً بل اطلب منکم محبة اهل بيتي ومودتهم ليدوم لکم طريق الاستفادة والارشاد منهم اذهم مجبلون علي قطرة التوحيد الذاتي المثلي . روي اَنما لما نزلت قيل يارسول الله صلي الله عليه واله وسلم من قرابتک قال علي وفاطمه وابنائهما وکفاک شاهدا علي ذالک ظهور ايئمةالذين هم اکابر اولي العزايم في طريق الحق وتوحيده صلواة الله علي اسلافهم وسلامه عليهم وعلي اخلافهم ماتناسلو بطن بعد بطن .تفسير الجيلاني دسيدناومولانا حضرت سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني الحسني والحسيني رضي الله عنهم ٤ ټوک ٣٧٨ مخ .
٢:تفسیر معارف القران ٩ ټوک ٣٨ مخ .
١ :مستدرک علي صحيحين ٣ ټوک ١٣٦ مخ حديث شميره ٤٦٦٨ طبع دارالکتب العلميه کنزالعمال ١ټوک
٢٣٤٤ مخ معجم الکبير دطبراني ١١ ټوک ٦٥ مخ مطبعت الزهراي ،مقاصد الحسنه دامام سخاوي ١ ټوک ٥٦٣ مخ دارالکتب العلميه .
٢ :تفسير روح المعاني ٢٥ ــــ٢٦ ټوک ٤٤مخ داراحياء التراث العربي بيروت لبنان .
١ : ترمذي شريف باب في مناقب اهل بيت حديث شميره ٣٩٥١ ،وگوره تفسير ابن کثير سورة الحزاب الاية ٣٣ ،تفسير روح المعاني سورة شوري الاية ٢٣ ،تفسير درمنثور سورة شوري الاية ٢٣ ،اَيسر التفاسر سورة آل عمران الاية ٣١ـــ٣٢ ،مشکاة المصابيح ٦١٨٣ ،مستدرک ٤٧٦٧ ،کنزالعمال ٣٤٥٠١ .الشريعة (الاجري ) باب ايجاب حب بني هاشم ،تحفة الاشراف بمعرفة الاطراف ٦٢٩١ .
٢ : کنزالعمال ٣٢٥٢٣ ،جامع المسانيد ٩٧٧٨ .
٣ :کنزالعمال حديثشميره ٤٥٤٠٩ .،الفتح الکبير دامام سيوطي ١ ټوک ٥٩ مخ حديث شميره ٤٨٧ طبع دارالفکر بيروت
١ :امام احمد په مسند کي ١ ټوک ٣٤٠ مخ حديث شميره ١٧٨٣ دارالاحياء وګوره ترمذي شريف باب مناقب
ا بي الفضل حديث شميره ٣٩١٩ سنن ابن ماجه ١ ټوک ٥٠ مخ ،مصنف دابن آبي شيبه ٧ ټوک ٥١٨ مخ ،مشکاة المصابيح .
٢ :مسند احمد ټوک ٥ ،مخ ١٧٢ ،حديث ١٧١٨٤ ،داراحياءالتراث العربي بيروت ،وګوره مستدرک ٤ ټوک ٨٥ مخ دارالکتب العلميه ،معجم الکبير دطبراني ٢٠ ټوک ٢٨٤ مخ مطبعت الزهراي ،شعب الايمان ٢ ټوک ١٨٨ مخ دارالکتب العلميه .
١ : وګوره الشفا٢ ټوک ،٣٠مخ ، الحاوي للفتوي سيوطي٢ ټوک ،٨٦ مخ ،وګوره بحرالفوائد مسمي بمعاني الاخبار دکلا باذي١ ټوک ،٣٠٢مخ .
٢ :جواهر العقدين ٣٣٤ مخ.
٣ :داحديث حاکم په مستدرک کي راوړي دي ٣ ټوک ،٣٥٢ مخ ،دارکتب العلميه بيروت ،وګوري مسند ابى يعلي موصولي شميره ٥٩٢٨ ،فتح الکبير جلال الدين السيوطي٢ ټوک ،١٠١مخ ،شميره ٦٢٠٨ ،کنزالعمال ٤١٤٦ ،جامع المسانيد والمراسيل للسيوطي ١١٨٥٠ .
١ :ترمذي شريف .