داهل بيت سپيڅلتيا اوطهارت.
2010-06-28 06:40:42
داهل بيت سپيڅلتيا اوطهارت.
داهل بيت فضليت ،سپيڅلتيا ،غوره والي ،ددوي څخه دګناهونو ليري كيدل
ددوي داصولوعظيم شرف او ددي يادونه چه دوي خير دخلګو دي او دوي ته دذكات وركولو حرمت۱.
#۲
ددي آيت کريمه مقصد اوتفسير :
بيشكه الله تعالي اراده لري چه ليري كړي له تاسو څخه ګناهونه اي اهل بيت (كورني درسول الله صلي الله عليه وسلم اوچه پاك كړي تاسوپه ډيرښه پاكولو سره.
په تفسير كابلي كي ليكلي دي چه الله تعالي اراده لري چه دنبي كريم صلي الله عليه وسلم كورني ښه پاك صاف وګرځوي اوددوي له رتبي سره سم ودوي ته قلبي صفائي اواخلاقي پاكي ورعطا كړي پدي آيت كي له تطهير څخه تطهير النفس تصفية القلب اوتزكية الباطن هغه اعلي درجه مرادده كوم چه اولياووته حاصله ده۳.
اهل بيت څوك دي؟
دمفسرينو اقوال په دي كي مختلف دي چه اهل بيت څوك دي؟
ځيني علماء فرمائي : چه ازواج مطهرات (پاكي بيبياني) اهل بيت او ځيني وائي چه بني هاشم چه هغوي آل دعباس ،آل دعلي ،آل دجعفر ،آل دعقيل او آل دحارث دي كومو ته چه صدقه وركول حرام كړه شوي اهل بيت دي .
دعلماء اومفسيرينو بله ټولي وائي چه درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اولادونه حضرات علي ،فاطمه ،حسن او حسين رضي الله عنهم اوددوی راتلونكي نسلونه اواولادونه اهل بيت دي.
دعلماوو ددي اقوالو په تطبيق كي ويل شوي چه اهل بيت دري ډوله دي:
(۱): بيت نسب، (٢): بيت سكنٰي ،(٣):بيت ولادت.
بنو هاشم (دعبدالمطلب اولادونه )دنسب له مخي درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اهل بيت دي اوازواج مطهرات دمومنانو ميندي درسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دسکونت له مخي دي او دپيغمبر صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اولادونه حضرت علي ،فاطمه ،حضرت حسن او حضرت حسين رضي الله عنهم ددوي ټوله اولادونه اونسلونه دولادت له مخي دپيغمبر صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اهل بيت دي چه ددي شريفي كورني په مناقبو او كراماتو كي بي شميره احاديث وارد شوي دي۱ .
په دي آيت كي داهل بيت څخه مراد څوك دي ؟
صحيح داده چه په دي لفظ داهل بيت كي بيبياني هم داخلي دي ځكه شان نزول دآيت دغه دي او حضرت فاطمه علي حسن او حسين رضي الله عنهم دنبوي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دارشاداتو مطابق په اهل بيت كي شامل دي۲.
ددي آيت دنزول وروسته دنبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم تشريح چه حضرت علي ،فاطمه ،حسن اوحسين اهل بيت دي اوددوي لپاره نبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دوعاګاني:
دعمرابن ابي سلمه څخه روايت دي دي وائي چه دآيت پر رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دامه سلمه په كور كي نازل شو رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم فاطمه ،حسن او حسين رضي الله عنهم راوبلل په خپله كساء كي پټ كړل علي > ئي هم تر شاوو بيا ئي وويل
اللهم هٰولاء ِ اهل بيتي فاذهب عنهم الرجس وتطهرهم تطهيراً ۱.
يا الله ' دغه كسان زما اهل بيت دي له دوي څخه ګناه ليري كړه او په ښه پاكي ئي پاك كړه .
په بل روايت کي له امه سلمه رضي الله عنها څخه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم فاطمه ته وويل :
: ستا خاوند او زمازامن راوبله فاطمي هغوي راوستل هغوي ئي په خپل فدِكي (څادر) كي پټ كړل ،بيا ئي لاس په دوي كيښودل او وئي ويل:
اللهم ان هٰولاء آل محمد فاجعل صلواتك وبركاتك علي آل محمد انك حميد مجيد۲ :
يا الله جل جلا له دغه كسان دمحمد آل دي خپل رحمتونه او بركتونه دمحمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم پرآل نازل كړه بيشكه ستا حمد ويل شوي او دلوئي څښتن ئي .
له آبي حمراء څخه روايت دي ده وويل هر سهار به دلمانځۀ په وخت كي رسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ددوي دروازي ته راتلي اوويل به ئي السلام عليكم ،يا اهل بيت ورحمة الله وبركاته ،ثم يقول الصلاة رحمكم الله $yJ¯R) ßÌã ª!$# ... الاية قال قلت ،يا اباحمرة من كان في البيت قال علي وفاطمه والحسن والحسين رضي الله عنهم .
السلام عليكم يا اهل بيت ورحمة الله وبركا ته اوبيا به ئي ويل دلمانځه وخت دي الله جل جلا له دي پرتاسو رحمت وكړي $yJ¯R) ßÌã ª!$# راوي وائي ماورته ويل آي آبا حمره په كور كي څوك وو ده ويل علي ،فاطمه ،حسن اوحسين رضي الله عنهم .
عايشه رضي الله عنها وفرمائل :چه يوه ورځ سهار رسول الله / راووتي پرده باندي يو نقش داره څادرؤ حسن > راغلي هغه ئي پدي څادر كي داخل كړ ورپسي حسين > راغلي هغه ئي داخل كړ بيا فاطمه A راغله هغه ئي داخله كړه او بيا علي > راغلي هغه ئي هم داخل كړ او بعضي نورو رواياتو كي زيادت راغلي دي اوبيائي وفرمائل :
ثم قال : $yJ¯R) ßÌã ª!$# .... الاية ۱ اللهم هٰولاء اهل بيتي واهل بيتي احق۲.
يا الله ' دازما اهل بيت دي او زما هل بيت حقداره دي.
ابو سعيد الخدري > ويلي دي چه دا آيت په پنځو كسانو كي نازل شوي دي نبي / ،علي ،فاطمه ،حسن ،حسين@۳ اوپدي اړوند دصحابوو ديوي لوی ټولي څخه روايات راغلي دي.
ځكه به سيدنا حضرت حسن بن علي رضي الله عنهما ويل:يااهل العراق اتقوا الله فينا ،فاناامراكم ،وضيفانکم ،ونحن اهل بيت الذي قال الله * : $yJ¯R) ßÌã ª!$#....الاية.
قال فمازال يقولها حتي ما بقي احد من اهل المسجد اِلا وهو يمن بكاءً۴ .
اي عراقيانو زموږ په حقوقو كي دالله ' څخه وويريږي موږ ستاسو اميران يو ،ستاسو ميلمانه يو ،موږ هغه كورني يو چه الله ' زموږ په شان كي ويلي دي $yJ¯R) ßÌã ª!$#....الاية
راوي وائي داخبره ئي تر هغه وخته تكراروله ترڅو په مسجد كي هيڅ كس پاته نه شو مګر دژړا سلگي ئي وهلي .
همدارنګه زين العابدين علي بن حسين بن علي رضي الله عنهم دشام يوسړي ته وويل چه تاسو په سورة احزاب كي : $yJ¯R) ßÌã ª!$#....الاية
نه دي لوستي هغه ورته وويل هغوي تاسو ياست ده ورته وويل هو۱.
امام سمهودي > فرمائي :چه $yJ¯R) ßÌã ª!$#....
په آيت كي او كوم اخبار چه داهلبيتو په شان كي نازل شوي دي اوهغه كړني چه نبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ددي آيت تر نزول وروسته ددوي سره وكړي ما په دي كي تآمل وكړ،راته څرګنده شوه چه دانبوي كورني لپاره دفضائل يوه منبعه اوسرچينه ده .
چه ځيني دهغوي څخه په لاندي ډول دي.
لومړي: داهل بيت په شان كي دآيت كريمه نزول دالله جل جلا له له لوري دوي ته پاملرنه ده اوددوي لوړ شان اوقدر ته لارښونه ده .
دوهم:الله جل جلا له شروع د( $yJ¯R) ) په لفظ وكړه او دادحصر كليمه ده ګټه ئي داده چه دالله ' داډول طهارت تردوي پوري مقصور کړي دي اوداددوي لپاره دفضليت اوكرامت اولوړ شان څرګندونه كوي .
دريم: دتطهير تاكيد ئي په مصدر تطهيراً سره وكړچه څرګنده شي چه دوي دتطهير په هغومره لوړوپړاونو اومراتبو كي دي چه ورسره بل څوك شريك كيدلاي نشي ۲ .
څلورم:درسوالله / دعاګاني له ددوي لپاره چه الله * پررسول الله صلي الله عليه واله واصحابه وسلم اواهل بيت باندي صلواة رحمتونه او بركتونه ،بخښني رضاګاني نازلي كړي
پنځم :رسول الله / دوي په دي كامل تطهير كي اوهم په درود ويلو كي دخپل ځان سره يو ځاي جمع كړل داسي جمع كول ددي مقتضي دي چه دوي ئي دخپل شريف نفس سره يو كړل له دي خبري ته داقول هم اشاره كوي چه اللهم انهم مني وانا منهم او هم په بعضي طريقو كي راځي چه خبر واوسي كه څوك زما اقرباء ازار كړي زه ئي ازار كړم او څوك چه ماازاروي الله * ازاروي په دي كي ئي هم اهل بيت دخپل ځان پرځاي قايم كړه.
همدارنګه ئي په محبت كي اهل بيت له ځان سره يو ځاي كړل چه هيڅوك زماسره مينه نه شي كولاي تر څو زما داقرباوؤ سره مينه ونه كړي۲ .
شپږم:دالله * دارادي قصر داهل بيت څخه په ګناه ليري كولو او ددوي په تطهير كي ودي ته اشاره كوي چه په اخيرت دوي پر اور حرام دي لكه چه په بعضي رواياتو كي راغلي كه چيري له دوي څخه كومه ګناه صادرشي اميد شته چه الله جل جلا له دهغه تدارك په تطهير سره وكړي په سبب ددي چه الله جل جلا له به ددوي په زړونو كښي پښماني او رجوع واچوي او يا به دنيوي مصيبتونو اوتكاليف ورته ورسيږي او ياهم دنبوي شفاعت په سبب سره لكه چه دنورو رواياتو كي راځي .
اووم: اوهم داقول دنبي / چه زه الله جل جلا له دټولو كورنيو په ډير غوره كور كي پيداكړي يم او هم وآيت كريمه ته په پاملرنه پردي دلالت كوي چه دوي مستحق دي چه تر ټولو خلګوخير اوغوره شي.
په مختصر الفتوحات كي امام شعراني۱ رضي الله عنه ليكلي دي.
دفاطمة الزهرايٰ رضي الله عنها اولادونه ټول يعني ټول سادات تر قيامت پوري ددي آيت دبخښني او طهارت په حكم كي داخل دي او داهل بيت داشرافت به په اخيرت كي څرګند شي او دوي به بخښل شوي راجمع كيږي۲ .
همدارنګه عبدالرحمن الجامي رحمه الله تعالي دي خبري ته اشاره كړي اوپه خپل كتاب سلسلة الذهب كي ليكلي دي .
معنى انمـــا يريـــــــــــداللـــــــــــه اين بود نزد عـــــــــارف اګاه
كه خدارا از لوث ورجس وفساد هست تطهير اهل بيت مـراد
نيست پوشيده بر ذوي الافهام كه بود رجس بد ترين آثــــــام
چون بود رجس ذلت وعصيــان نيست تطهر آن بجز غفــــران
پس همه اهل بيت مغفور انــــد و از عقوبات عقبى دور انــد
د $yJ¯R) ßÌã ª!$#.... معني دعارفانو او پوهانو په نزد داده چه دالله تعالي دګناه بديو او فسادڅخه داهل بيت پاكوالي مراد دي دفهم خاوندان پوهيږي چه رجس بد ترينو ګناهونه او هري بدي ته ويل كيږي او دهغه څخه پاكوالي بيله بخښني نشي كيدلاي پس ټول اهل بيت الله عزوجل بخښلي او داخرت له عذابه ليري دي نو وړ نده چه څوك پردوي باندي بدووائي كه څه هم دګناهونو څخه خو معصوم نه دي خو دبديو په وجه ئي تاسو ئي هم بدمه ګڼي.
۱ ذكر تفصيلهم بما انز ل الله تعالي من تطهرهم واذهاب الرجس عنهم وتحريم الصدقه عليهم وعظيم شرف اصلهم واصطفائهم ،وانهم خير الخلق جواهر العقدين ۱۹۳ مخ .
۲ : سورة الاحزاب آيت ۳۳.
۳: تفسير كابلي ۵ ټوك ۳۹۸ مخ .
۱ :اشعة المعات شرح مشكاة حضرت شيخ عبدالحق دهلوي .۴ ټوك، ۶۹۲ مخ.
۲ :تفسير معارف القران پښتو ۸ ټوك، ۱۸ مخ مولانا مفتي محمد شفيع صاحب.
۳ : سورة الاحزاب آيت ۳۳.
۱ :طبراني في معجم الكبير۹ ټوك ، ۱۱ مخ. والترمذي ۱ ټوك ۸۵۸ مخ طبع دارالكتب العلميه .
۲ : احمد په المسند كي ۶ ټوك، ۳۲۳ مخ
۱ :صحيح المسلم كتاب فضائل الصحابة باب فضائل اهل بيت النبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم ۱۰۶۷ مخ طبع دارالسلام
۲ :دازياتوب حاكم په مستدرك كي اوويلي دي داحديث صحيح دي پرشرط د شيخينواودوي ئي اخراج نه دي كړي اوذهبي ترهغه وروسته ويلي دي پرشرط د مسلم اووګوره مسند داحمد.
۳ : المسنداحمد ۶ ټوك ، ۲۹۶مخ .اوطبراني په معجم الكبير اوصغير اوامام احمد په فضائلو كي ۱ ټوك ، ۲۲۴ مخ. وګوره جواهر العقدين ۱۹۳مخ .
۴ :اخراج ئي كړي دي ابن ابي حاتم په خپل تفسيركي اوابن عساكر په تاريخ دمشق كي ،وګوره استجلاب الغرف بحب اقرباء الرسول وذوي شرف دامام سخاوي رضي الله عنه ۱ ټوك ، ۳۸۶ مخ ، دخالد ابن احمد الصمي تحقيق طبع بيروت .
۱ :وګوره تفسيرطبري .
۲ :جواهر العقدين ۲۰۲ مخ
۲ :جواهر العقدين ۲۰۴ مخ
۱ :هو عبدالوهاب بن احمد بن علي الحنفي من علماء المتصوفين ولد في مصر عام ۸۹۸ هـ وتوفيٰ في القاهرة عام ۹۷۳هـ وله مؤلفات كثير مخطوطة والمطبوعة
۲ :ادخل اولاد الفاطمه رضي الله عنها الي يوالقيامة في حكم هذه الاية من الغفران فهم المطهرون ولايطهر حكم هذه الشرف لاهل بيت اِلا في الذار الاخيره فانهم محشورون مغفورالهم.