داهل بيت کرامو نبوي کورني
2010-06-28 06:31:51
سريزه
داهل بيت کرامو نبوي کورني دمحبت او احترام اتباع اوحقوقو موضوع په نبوي روښانه شريعت كښي يوه دومره مهمه موضوع ده چه ائيمواوعلماؤو دعقيدوي مهماتو څخه گڼلي او هم ئي دايمان جز بللي او حتي دنبي صلي الله عليه وسلم دويناوو مطابق هدايت اونجات دنفاق، ضلالت او گمراهي څخه خلاصون داهل بيت په محبت اوپيروي اوددوي په بغض او دښمني پوري تړلي دي
لکه چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي :
الا ان مثل اهل بيتي فيکم کمثل سفينة نوح من رکبها نجاومن تخلف عنها غرق ١.
اګاه اوسي چه زما اهل بيت يو عجب اوغريب مثال په تاسو کي دنوح عليه السلام دبيړي په شان دي كه څوك پكښي كښيني نجات ئي وموند اوكه تري پاته شو غرق شو .
او هم لكه چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائي : احبوا اهل بيتي بحبي .
زمادمحبت لکبله داهل بيت سره محبت وکړي .
اوپر دوي باندي بد ويل يادوي آزار رسول ياورسره بغض خو دبدبختي اونفاق علامه ده لکه رسول الله صلي الله عليه وسلم چه فرمائي :
من ابغضنا اهل البيت فهو منافق .
که څوک زموږ اهل بيت سره بغض وکړي منافق دي
اوهم په بل ځاي کي فرمائي : لايبغضنا اهل البيت احدٌ اِلا ادخله الله النار .
که زموږاهل بيت سره څوک بغض کوي الله جل جلا له به ئي اورته داخل کړي .
نو دامت لپاره لازمه ده چه دخپل پيغمبر صلي الله عليه وسلم داولادونو ساداتو دحقوقو پوره مراعت ددوي درناوي ،احترام ،محبت دده صلي الله عليه وسلم دارشاداتو موافق پرځاي کړي بيله غلو(افراط او تفريط ) څخه دشرعي حدودو په چوګاټ کي چه څومره قدر ،رتبه اومنزلت الله جل جلا له ونبوي خاندان ته ورکړي هغه بايد ومنل شي اوورسره ورسره بايد داهل بيت کرامو سره زياد محبت اوهم ددوي تعظيم وکړاي شي ددي لپاره چه ددنيوي او اخروي نجات او نيکبختي سبب وگرځي والحمدلِله اهل سنت والجماعت ډله يوه متوسطه او مستقيمه لاره نيولي ده او داصحابو کرامو رضي الله عنهم او سپيڅلي ساداتو هر ډول بد ويلو او بغض کولو څخه ځان ژغورل دخپل عقيدوي مسائلو اوشرعي احكامو څخه شميرل دي دهغو مبتدعه ډلو په شان ندي لکه روافض او خوارج چه تر شرعي حدودو ئي تيري اوياکمي کړي دي .
روافض هغه مبتدعه ضاله ډله ده کوم چه تر شرعي حدودو ئي تجاوز کړي او دجمهور امت پر خلاف شيخينو اوهم نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم ته بدوائي او ياهم داسلام لومړي خليفه حضرت سيدناعلي رضي الله عنه گڼي حال داچه داوينا اوعقيده خپله دحضرت علي رضي الله عنه اواهل بيتو څرګند مخالفت دي ځکه حضرت علي رضي الله عنه او اهل بيتو دداسي كسانو كلكه غندنه كړيده كوم چه شيخينو اوصحابو كرامو ته بد وائي او فرمائي تر نبي صلي الله عليه واله واصحابه وسلم وروسته ددي امت خير ابوبكر صديق رضي الله عنه دي ورپسي غوره شخص عمر رضي الله عنه دي او هم فرمائي :
لايجمع حب علي وبغض ابوبکر وعمرفي قلب مؤمن .
دعلي محبت او دابوبکر او عمر بغض دمؤمن په زړه کي نه جمع کيږي او ياهم روافض اهل بيت دگناه څخه معصوم گڼي چه داعقيده زموږ داهل سنت والجماعت دعقيدي څخه خلاف ده اهل سنت والجماعت دروافضو دټولو مبتدعه ډلو خلاف حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه داسلام لومړني خليفه او ورپسي په ترتيب څلور خلفاء الراشدين رضي الله عنهم حق گڼي دصحابه او اهل بيتو رضي الله عنهم مينه پر ځان لا زمه گڼي پر صحابوو اواهل بيت ته بدويل ضلالت گڼي خو ورسره ورسره داهل بيت پر فضليت ،شرافت ،افضليت چه ورته الله جل جلا له دنبي صلي الله عليه وسلم په سبب دده واولادونو ته ورکړي پر هغه دامت ټولو ائيموو اجماع کړي او او په صريح نوصوصو سره ثابت د ي كوم چه بيله متعصب ،معاند او خوارجو بل څوک انکار تري کولاي نه شي.
خوارج :هغه ضالة او مبتدعه ډله ده کوم چه دحضرت علي رضي الله عنه دبيعت څخه خارج شول او دهغه په مقابل کي ودريدل اوپرحضرت علي رضي الله عنه او اهل بيتو باندي ئي بد وويل او هم ئي ورسره بغض اودښمني شروع کړ پورتني دواړه ډلي دافراط اوتفريط په سبب ګمراهان شول اودحق لاره ئي پريښوده بلكه نبوي دين يومعتدل او متوسط دين دي چه همدا داهل سنت والجماعت دمشائخو امامانو اواولياؤو عظامو لاره ده ..
داهل سنت والجماعت ډلى الحمدلِله هيڅ کله هم خلفاء الراشدين رضي الله عنهم ته دروافضو په شان بد نه وائي او نه هم دابوبکر الصديق رضي الله عنه او دحضرت عمر رضي الله عنه سره بغض کوي اونه هم داهل بيت په شان دغلوافراط څخه کار اخلي چه هغوي دگناه څخه معصوم وگڼي .
دشرعي احکامو موافق داهل سنت علماؤو اومشائخو داهل بيتومحبت ،اکرام ،احترام اودرناوي کول دايمان علامه ده اوداډير غوره عمل بولي اوداهل بيتو حقوق، محبت،اودرناوي پرامت لازم گڼي .
دنبوي کورني په حقوقو کي کوتاهي او تقصير هم دلوي زيان نښه گڼي او پر هغوي بدويل بغض ،بهتان ،غيبت هيڅکله جائز نه بولي اوداکار دنبوي ارشاداتو په رڼا کي دنفاق علامه گڼي .
چه البته ځيني کسان ددي هلاکوونکي ناروغي ښکار دي حتي بي علمه کسان داهل بيتو مينه ،درناوي ،احترام يوازي دروافضو يا اهل تشيع کار گڼي په حقيقت کي روافض له دوي سره هيڅ مينه هم نه لري او نه هم داهل بيت اتباع کوي دهغوي دعقائدو ،اعمالو څخه خلاف ئي بله لاره نيولي ده .
حضرت علي کرم الله وجهه اواهل بيتو دروافضو څخه خپله بيزاري اعلان کړي ده
ترهرچاداهل بيت دمحبت لوي نعمت داهل سنت والجماعت ټولي ډيرحقداردې
علامه اولسي په خپل تفسير روح المعاني کي فرمائي: په تحقيق ډيرو خلگو داهل بيت په محبت او دوستي کي سستي کړيدي حتي ځيني کسانو داکار رفض بللي دي خو زه دامام شافعي رضي الله عنه قول چه ددي ناروغي درملنه باندي کيږي وړاندي کوم
ياراکب قف بالمحصب من مني واهتف ساکن خيفها والناهض
سحراً اذفاض الحجيج الي منئ فيضاً کاکملتطم الفرات الفايض
ان کان رفضاً حب آل محمد فليشهد الثقلان اني رافضي .
آي شه سواره دمحصب ته نژدي ودريږه اوکله چه سحر په وخت کي دحاجيانو سيلاب هره يوه په لاره تيريدونکو ته په چيغو چيغو ووايه که دحضرت محمد صلي الله عليه واله واصحابه وسلم دآل محبت رفض وي نو دکائناتو ټول انسانان او پيريان دي شاهدان شي چه زه هم رافضي يم .
ددي لپاره چه اسلامي امت دنبوي کورني ساداتو كرامو رضي الله عنهم او په ځانگړي توگه داهل بيت داولياؤو روحاني اشخاصو پيژندل شوو مشرانو په محبت درناوي تعظيم اوتكريم لازياته گټه پورته کړي خپل ځان دنبوي شفاعت څخه برخمن کړي او هم دهلاکت او ضلالت او داخيري زماني دډول ډول کفري ،عقيدوي ،دنيوي او نورو دتورو شپودتياروپه شان دفتنو څخه وژغورل شي په خپله کم علم سره درسول الله صلي الله عليه وسلم ويناوي او وصيتونه او هم دائيموو او مشايخو اقوال امت ته وړاندي کوم او دلوي څښتن جل جلا له څخه دخپل ځان اوټولو مسلمانانو لپاره داهل بيتو دمحبت ،درناوي ،اتباع دنجات په بيړي کي دکښينستلو توفيق غوښتنونکي يو، الله جل جلا له قبلونکي او لارښونکي دي .
بايد يادونه وكړو چه دبني آدم هيڅ عمل دبعضي نقص اوتقصير دشتوالي څخه خالي نه دي او الله جل جلا له يوازي خپل كتاب اوانبياوو ته عصمت وربخښلي دي اوموږ هم په علم اوتحصيل كي تقصيرونه لرو اودمحترمو لوستونكو په ځانګړي توګه دعلماء كرامو څخه موهيله ده چه زموږ دسهوي په اصلاح كي راسره مرسته وكړي .
١ : مستدرک ٢ ټوک ٣٣٧ مخ وگوره مجمع الزوايد ٩ ټوک ٢٦٥ مخ مشکاة المصابيح باب مناقب اهل بيت، کنزالعمال حديث شميره ٣٤١٤٤ .