دبيعت ضرورت

دبيعت ضرورت

دلوى څښتن جل جلاله  عادت همداسي دى چي كوم كمال چاته بيله كومه لارښود نه وركوي ، داسلام ستر لارښود سيدالمرسلين صلوات الله عليه دامت لومړنى لارښود دصحابه كرام رضوان الله تعالى عليهم اجمعين ته د ديني احكام اونفس دتزكيې لارښوني وكړې صحابوو كرامو خپلو شاګردانو تابعينوته هغوي تبعي تابعينوته چي همدا يو بل ته ښودنه او روزنه همداسي جاري وه او هم به جريان و لري .

قرآن كريم هم دا خبره ښه روښانه كړې ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وخلګو ته د كتاب او حكمت ښوونكى دى او هم ددوئ دنفس تزكيه كوي چي وروسته لوى څښتن جل جلاله سربيره دكتاب اوحكمت دښوولو دنفس دتزكيې وراثت وهمدغو متصوفين او اولياؤو په برخه كړ .

په نفس كي داسي پټ امراض سته كه چيري كوم شيخ او لارښود نه وي انسان پخپله نسي كولاى په هغه باندي وپوهيږي او كه ورباندي پوه سي دهغه دعلاج لاري چاري ورته نه دي معلوم .

دنفس په تزكيه (پاكوالي) او باطن او زړه په اصلاح كي او معنوي كمالاتوحاصلولو لپاره و يوه داسي شيخ او لارښود ته اړتيا سته چي ددې مريضۍ تشخيص او د درملني لاري چاري ورته معلومي وي او په همدې لاره كي د پوره تجربې او بصيرت څښتن وي .  او هم به دى پخپله د پاك استاد او شيخ له لوري روزل سوى وي ځكه  د استاد د لارښوونو سربيره دلوى څښتن جل جلاله كومك او داولياؤ الله دفيوضات څخه معنوي ګټه لاس ته راوړل كيږي .

كه څوك ډير غټ عالم او پوه وي دطبابت ډير كتابونه لوستلي وي دكوم باتجربه طبيب سره يي كار ،مشق او تمرين كړى  نه وي كه وغواړي چي صرف د كتابونو په لوستلو سره دمريض درملنه وكړي حتما به يې تر ګټي زيان ډير وي كه څه هم دطب په كتابونو كي هر څه موجود دي خو هيڅوك نسي كولاى چي خپل دناروغي درملنه يوازي د طب د كتابونو په لوستلو سره وكړي كه چيري دكومي ساده ناروغۍ علاج وكړاى سي د غټو ناروغيو درملنه نسي كولاى  او ددې علاج لپاره يوه باتجربه طبيب ته اړتيا سته .

روښانه سوه كه كوم څوك غواړي چي يوسپيڅلى ،پرهيزګاره اوپاك نفسه  و اوسي ورته حتما د يوه شيخ او لارښود ضرورت دى چي دهغه دتعليم، فيض او صحبت له بركته خپل هدف ته ورسيږي هغوې دلوى څښتن جل جلاله سپيڅلي بندګان ،بزرګان اولياء كرام او دطريقت مشائخ دي . اللهم اطعمنا من طعام قربك واسقنا من شراب انسك

 



 

بيعت سنت دى

د اهل سنت والجماعت ټول علماء كرام ، مشائخ عظام، فقهاء اومجتهدين پر دې موافق دي چي بيعت سنت دى .

خير البشر ص د صحابه كرامو سره په مختلفو وختونو كي په مختلفو كارونو كي بيعت كړي دى .

د بيعت حقيقت دادى چي د مرشد ( لارښوونكى) او شاګرديا مريد تر منځ يو معاهده وسي ، مرشد دا وعده كوي چي زه به درته دحقي او سمي لاري ښوونه كوم او شاګرد دا وعده كوي چي مرشد د كومي لاري ښوونه راته كړې ده زه به پر هغه لاره ځم .

دبيعت په باب د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم څخه ډير احاديث رانقل سوى دى . موږ دلته د عوف بن مالك رضي الله عنه حديث رانقلوو كوم چي امام مسلم ،ابوداؤد، او ابن ماجه رانقل كړى دى :

 

) عن عوف بن مالك الاشجعي قال كنا عند النبي صلى الله عليه وسلم تسعة او ثمانية او سبعة فقال الا تبايعون رسول الله صلى الله عليه وسلم فبسطنا ايدينا وقلنا على ما نبايعك يا رسول الله ،قال على ان تعبدوالله ولاتشركوا به شيئا وتصلوا الصلوات الخمس وتسمعوا وتطيعوا ( . [1]

حضرت عوف بن مالك اشجعي رضى الله عنه فرمائي چي موږ نهه يا اته يا اووه كسان د اسلام دستر لارښود صلى الله عليه وسلم په خدمت كي حاضر وو، موږ ته يې داسي وينا و كړه : ايا تاسو د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره بيعت نه كوئ په داسي حال كي چي موږ ورته خپل لاسونه وغوړول او ورته مو وويل چي يا رسول الله ص پر څه باندي بيعت درسره وكړو .ده مبارك صلى الله

  

عليه وسلم وفرمايل پر دې چي ديوه الله جل جلاله بندګي به كوئ او ورسره به هيڅ شريك نه نيسي، پنځه وخته لمونځ به كوي ،احكام به اوري او دهغو پيروي به كوي.

[1]     رواه مسلم و ابوداؤد و نسائې


 

 

د تصوف امامان او مشائخ كرام رضي الله عنهم

حضرت پيران پير غوث اعظم سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رحمه الله تعالى، حضرت شيخ خواجه بهاؤ الدين نقشبندي رحمه الله تعالى، حضرت شيخ خواجه معين الدين  چشتي رحمه الله تعالى او حضرت شيخ شهاب الدين السهروردي رحمه الله تعالى او ددوئ څخه مخكي سيد الطائفه حضرت جنيد بغدادي رحمهم الله تعالى  سر بيره پر ظاهري علومو امت ته دنفس د تزكيې ،د زړه داصلاح او سپيڅلتيا، روحي تربيت او لوى څښتن عزوجل ته د نږدې كيدو د لارو لارښوونه د قرآن مجيد، احاديثو اونبوي اخلاقو په رڼا كي وكړه چي دوئ دتصوفو امامان او مشايخ و بلل سول .

 لكه څنګه چي حضرت امام اعظم ابوحنيفة ، حضرت امام شافعي، حضرت امام مالك او حضرت امام احمد، رضي الله تعالى عنهم ددين هغه احكام او مسائل كوم چي دانسان په ظاهري اعمال  پوري اړه لري د قرآن مجيد ،او نبوي حديثونو  څخه دامت د لارښووني لپاره روښانه كړل او امت ته يې حلال، حرام، فرض، واجب، سنت، مستحب، مكروه... څرګند كړل چي دوئ د فقهي امامان ،مجتهدين او مشائخ بلل كيږي .

امام بخاري ، امام مسلم، امام احمد، او داسي نورو  محدثينو د احاديثو ذخيرې  دامت لپاره جمع  كړې چي همدا بزرګان د احاديثو امامان و بلل سول .

لكه څرنګه چي په ظاهري اعمالو او احكاموو كي د فقه د امامانو تقليد او پيروي لازمه ده همدارنګه دنفس په سپيڅلتيا ،د زړه په اصلاح ، لوى څښتن عزوجل ته دنږدې كيدو او د پوره خلاصون لپاره د تصوف د مشائخو و لارښوونو ته غاړه ايښوول، له دوئ سره مينه كول او ددوئ  پر تګلاره تلل او لازم دي .

لكه څرنګه چي د قدوري، كنز، هدايه، درمختار، لوستل ضروري دي همدارنګه د غوث اعظم سر الاسرار ، فتوح الغيب، فتح الرباني، د ابوطالب مكي   قوت القلوب ، دامام غزالي احياء العلوم،او منقذ من الضلال، د امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله تعالى مكتوبات، د مولانا جلا ل الدين بلخي رحمه الله تعالى مثنوي ، دميا فقير الله صاحب مكتوبات ، عوارف العارف، او داسي نورو كتابونو لوستلو ته هم په پوره توګه اړتيا سته .

اللهم انفعني بما اقول وانفعهم بمااقول ويستميعون

رزائل يا بد اخلاق

رزائل هغه باطني ناپاكه اعمال او اخلاق دي چي قرآن مجيد او سنت حرام بللي دي . [1]څو مثالونه يې په لاندي ډول دي :

1.       تكبرچي د زړه د بدو اخلاقو څخه دي . د تكبر په باره كي قرآن مجيد په صافو الفاظو سره اعلان كوي :

ايا په دوزخ كي دكبر كونكو لپاره ځاي نشته  بلكه شته او هم رسول الله ص د تكبر په باره كي ارشاد فرمايلى دى :

 ) لما يدخل الجنة من كان في قلبه مثقال ذرة من كبر  (  [2]

ترجمه : د چا په  زړه كي چي يوه زره تكبر هم وي هغه به جنت ته داخل نسي .

 

( ۲) : ريا  يو داسي  خطرناكه باطني بد عمل دى چي دانسان ډير ښه نيك عملونه ور تباه كوي بلكه په عذاب كي يې ګرفتار كوي . لكه چي د قرآن مجيد ارشاد دى :

[3]

سخت عذاب دي هغه خلګو (لمونځ كونكو) لپاره كوم چي د خپل لمونځ څخه غافله دي او هم خلګو ته ځان ښيي . همدارنګه رسول الله ص  ريا دشرك كوچنى قسم بللى دى .

(۳) : حسد يو داسي قلبي ناروغي ده چي په دي ناروغي اخته كسان په دنيا كي هم هميشه د سخت خفګان ښكار وي او آخرت يې هم برباد وي .

د قرآن كريم د واقعاتو څخه داسي معلوميږي چي له ټولو لومړنۍ ګناه چي په اسمانونو كي وسوه همدا حسد وو ، او هم تر ټولو لومړنۍ ګناه چي په ځمكه كي وسوه هم دا حسد وو، په آسمان كي ابليس د حضرت آدم عليه السلام سره او په ځمكه كي قابيل د هابيل سره حسد وكړ د حسد شر دومره خطرناك دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته هم تلقين وسو چي دحسد كوونكي له شره څخه پناه وغواړه :

`     [4]

د حسد كونكي د شره څخه پناه  وغواړه كله چي حسد ښكاره كړي .

همدارنګه رسول الله ص  ارشاد فرمائې :

) اياكم والحسد فان الحسدياكل الحسنات كما تاكل النار الحطب

د حسد څخه ځانونه وژغورئ ځكه حسد نيكي داسي خوري لكه اور چي وچ بوټي  خوري او سوځي يې .

همدارنګه بخل د باطن هغه رزيل خوى دى چي انسان د هر خير او مالي كومك څخه بندوي، ددې باطني ناروغۍ ذكر قرآن مجيد له هغو بدو خويونو سره كړى دى كوم چي دكافرانو خويونه دي .

 [5]

پس هر هغه څوك چي بخل كوي او لويي وكړي (بې پرواه سي ) .

كوم څوك چي بخل يې هغه اندازې ته ورسيږي چي هغه څه چه د شريعت له لوري ورباندي واجب دي  لكه ذكات اونوردهغو څخه هم محروم وي دده لپاره قرآن كريم دسخت عذاب خبر وركړى دى .

 

 [6] اوګمان دي نه كوي هغه كسان چه بخيلي كوي دوي په هغه څه چه الله دوي ته له خپله فضله وركړي دي  چه دا بخل خير دي د دوي لپاره بلكه دابخل شر ډير بد دي دوي لره.

  د فضائلو او رزائلو يوه لويه شميره ده چي د ټولو بيان بايد د تصوف له نورو كتابونو څخه معلوم سي ددې مثالونو د وړاندي كولو څخه مو هدف دا وه ترځوروښانه كړل سي لكه څرنګه چي ظاهري اعمال بعضي فرض عين او ځيني حرام دى همداسي باطني اعمال هم ځيني فرض عين او ځيني حرام دي او هم دغه باطني فرائض پر ځاى كول او د باطني حرامو څخه ځان ژغورلو ته تصوف ويل كيږي.



[1]   فقه اور تصوف

[2]   مسلم

[3]   ماعون ۴،۵

[4]   سورة الفلق