تصوف

<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Cambria Math"; panose-1:2 4 5 3 5 4 6 3 2 4; mso-font-charset:0; mso-generic-font-family:roman; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:-1610611985 1107304683 0 0 159 0;} @font-face {font-family:"Pashto \{Ghotai\}"; mso-font-alt:"Courier New"; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:8192 0 0 0 64 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-unhide:no; mso-style-qformat:yes; mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:12.0pt; font-family:"Arial","sans-serif"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman"; mso-bidi-font-family:"Pashto \{Ghotai\}";} .MsoChpDefault {mso-style-type:export-only; mso-default-props:yes; font-size:10.0pt; mso-ansi-font-size:10.0pt; mso-bidi-font-size:10.0pt;} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.0in 1.0in 1.0in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->

تصوف د انسان د باطني يا روحاني شخصيت د پيژندلو او هغه ته د سيقل او ودې ورکولو هغه خاص اسلامې روش او تگلاره ده چه انسان ته دالهي معرفت او روحانې عروج لارې چارې ورښايي چه دا د انسان د خلقت اصلي مقصد اومرام دى لکه د ذاريات د مبارکې سورې په ٦٥ آيت کې چه آلله پاک فرمايي:

                        « و ما خلقت الجن والانس الا ليعبدون »

يعنې ما نه دى پيدا کړى پېرى او انسان مگر د عبادت لپاره ،چه مفسيرينو د ليعبدون کلمه په ليعرفون تفسير کړې چه د پيژندنې يا معرفت مفهوم ورکوي او له دې څخه  دا حقيقت  په ډاگه څرگنديږي  چه د خلقت اصلي موخه او مقصد د خداى پيژندنه يا معرفت دى چه د  عرفان او تصوف مسلک دغه مرام  ته د رسيدو اغيزمنې لارې چارې په گوته کوي او د باطني ادراکاتو او روحاني بصيرت په فعالولو سره د الهى عشق او مينې په قوت دغه سخت او پيچلې  منزل لنډ او اسانه کوي لکه چه نبوي   مبارک حديث د دغه ادعا پوره ملاتړ کوي«من عرف نفسه فقد عرف ربه» يعنې هر چا چه خپل ځان وپيژند په رښتيا سره چه خپل رب يي وپيژند.

په دې حقيقت تقريباً ټول پوهيږو چه انسان دمادي يا حيواني او معنوي يا قدسي برخو يا اصلونو څخه جوړشوى موجود دى نو دعرفان او تصوف هدف او غايه داده چه انسان ته د هغه د حيوانې ،شيطاني او رزيله خصايلو دځپلو او کنترول علمي لارې چارې وروښايي او په مقابل کې هغه ته د ملکي او قدسي خصايلو د ودې او تکامل قدرت او مهارت ورکړي ترڅو د الهي ازمايښت په ډگر کې پر نفسي مکايدو او شيطاني وسوسو غالب اود رښتيني  کاميابې او الهي وصلت جوگه وگرځي. چه د الشمس د مبارکې سورې نهم او لسم آيتونه" قد افلح من زکها" قد خاب من دسها "مونږ ته همدغه معنى او مفهوم رارسوي

يعنې کامياب شو هغه څوک چه ځان يي تزکيه(پاک) کړاو ناکام دى هغه څوک چه په تياروکې پاتې شو.

 

دتصوف تاريخ او منشه:

د تصوف د تاريخي منشې په باب په کلک باور ويل کيدايشي چه  د تصوف اوعرفان مکتب او د هغه اساسات د بشر د معنوي او عقيدوي ژوندانه د يوې نه بيليدونکې برخې په توگه پاتې شوې ده او پخواني امتونو او دټولو سماوي اديانو پيروان د خپلو روحاني تندو د رفع په خاطر دتصوف او عرفان په لاره تگ کړى چه قرآن مجيد دغه حقيقت مونږ ته په تکرار سره د«.. و يعلمهم الکتاب والحکمه ويزکيهم» په مبارکو کلماتو کې بيانوي.يعنې ما هغوى د کتاب ،علم او حکمت په ذريعه پاک وگرځول.

ډاکټر يوسف القرضاوي  د تصوف د منشا او مبدا په هکله وايي چه تصوف د اسلام څخه مخکې هم موجود و چه اسلام هغه ته اسلامي رنگ ورکړ او د حقيقي ودې او تکامل په لور يي روان کړ.

په اسلام کې د تصوف بنسټ ايښودونکې خپله حضرت محمد (ص) دى .چه حتى د بعثت او رسالت د منصب څخه مخکې د باطني اسرارو د موندلو او روحاني عروج په مقصد د تفکر لپاره هرکال يوه مياشت د حرا غار ته  يي تشريف وړلو او د ځمکې او آسمانونو په خلقت کې د ژور تفکر او ذکر له لارې يي ځان ته د الهي معرفت دروازې خلاصولې  او عظيم خالق ته يي ځان ورنږدې کاوه تر هغه چه د حضرت جبريل امين (ع)د ملاقات جوگه او مبارک باطن يي د الهي وحې مرجع وگرځيد.

وروسته د رسول (ع) د رحلت څخه اصحاب کبارو د تصوف او طريقت مدرسې جوړې کړې چه پکې د ذکر کولوطريقې او د الهي معرفت اسرار تدريس کيده ،چه وروسته بيا په پرله پسې ډول د عالم اسلام مشايخو عظامو ا و د طريقت امامانو د اسلامي شريعت تر څنگ د ټولنې د افرادو د باطني نظام د سمون او اړتياو د پوره کولو په مقصد سختې مبارزې او ستر خدمتونه کړي او کوي يي  چه د تذکره الاوليا کتاب تر يوې اندازې پورې د تيرې زمانې  ددغه قدسي شخصيتونو د ژوندانه په حالاتو،کړووړو او روحاني کراماتو  يو څه  رڼا اچولې .

 د تصوف د حقيقت په هکله ډير قرآني آيتونه شته :

د شعرا د مبارکې سورې په ٨٨ آيت کې الله پاک فرمايي ;

 «يوم لا ينفع مال ولا بنون الا من اتى الله بقلب سليم »

يعنې په هغه ورځ (د قيامت په ورځ ) نه مال اونه هم اولاد چا ته څه گټه رسولى شي مگر هغه کسان چه راغلي وي خپل رب ته د پاکو زړونو سره .

په دې مبارک آيت کې په ډاگه څرگنده ده چه الله پاک د خپلو بنده گانو څخه د صفا  او سليم زړه غوښتنه کوي اوسليم زړه يي  د کاميابۍ او نجات وسيله گڼلې.د پورتنې آيت څخه دغه نتيجه اخستل کيږي چه سليم زړه د دنيايي دولت او اولاد څخه ( چه انسان ته ډيرگران او ارزښتناک  دى) هم پورته ارزښت او قيمت لري نو کله چه دمال د گټلو او اولاد د لرلو لپاره انسانان دومره زحمتونه او ستونځې گالي نو آيا کيداي شي چه سليم او صفا زړه بې له زحمته لاس ته راشي ؟ هيڅکله نه ،نوانسانان مخصوصاً مسلمانان او د قرآن پيروان  دې ته سخت اړدي چه د ايمان په رڼا کې د سليم زړه د دولت د حاصلولو لپاره ډيرې هڅې وکړي  او دا کار بې د الله د ذکر (اسماالحسنى) څخه نه شي حاصليداى لکه د اعلى د مبارکې سورى په څوارلسم او پنځلسم  آيتونو کې الله جل وعلا فرمايي «قد افلح من تزکى و ذکراسم ربه فصلى » يعنې کامياب شو هغه څوک چه د الله  د پاکو نومونوپه ذکر او لمونځونو يي خپل زړه  پاک اوصفا کړ.

د رسول "ع" ارشاد مبارک دى چه د هرشي د پاک کولو لپاره يو پاک کوونکى وي نو دزړه د پاک کولو ذريعه  د الله پاک ذکر دى.

نو همدا د تصوف او طريقت مبارک روش او مبارکې حلقې دي چه د اسماالحسنى د ذکر اود عظيم خداى په کمال او جمال کې د ژور تفکر او ځير کيدو د علم ، تقوىاو صالحه اعمالو له لارې مريدانو ته د مراد د حاصلولو دروازې ورخلاصوي.

قرآن مجيد د آل عمران د مبارک سورت په ١٩٠ آيت کې فرمايي:

« بې له شکه دآسمانونو او ځمکې په پيدايښت او د ورځې او شپې په توپير کې د الهي قدرت نښې نښانې دي د عقل خاوندانو لره ،او دوى هغه کسان دي چه د ولاړې ،ناستې او ملاستې په حالت کې  خداى يادوي (د الله ذکر کوي )

او د ځمکې او آسمانونو په خلقت کې فکر اوغور کوي او په دې اعتراف کوي چه اى زمونږ پروردگاره تا دا نظام باطل او بې ځايه نه دى پيدا کړى ،پاکې  ده تا لره او مونږ وساته  د اور د عذابه څخه »

حقيقي صوفيان هغه دي چه په دغه الهي لارښوونې سخت پابند وي يعنې په خلا او ملا کې د الله د ذکر څخه نه غافله کيږي  او د ژوندانه په ټولوشيبو او حالاتو کې هغه ذات په خپلو کړووړ حاضر او ناظرگڼي او په نتيجه کې د هغه تعالى د رضا لپاره  ددين او معرفت په اشاعت او د خلق الله د خدمت او هوساينې په مقدس جهاد کې د هرډول مالي ايثار او ځانې سرخندنې څخه نه په شا کيږي .همدغه دى د اسلامي تصوف حقيقت او مرام

لکه چه عارف وايي :

 طريقت بجز خدمت خلق نيست

به تسبيح وسجاده  و دلق  نيست

 

ومن الله التوفيق.