د يوې شبهې جواب

د يوې شبهې جواب

 حضرت مولانا مفتي صاحب فرمايې :

د حديثو په بعضي رواياتو كي چي ذكر شوي دي انحضرت (ص)  ټولو  قريشو ته او خصوصا بني هاشم په ځانګړې توګه فاطمې رضي الله عنها ته كوم ارشاد فرمايلى دى چي زه دالله تعالى له عذاب څخه تاسو نشم خلاصولاى يا داسي نور الفاظ چي په احاديثو كي دي ددې مطلب دادى چي بيله اذن الهي او خداى له حكم پرته زه تاسو ته نفع نه شم رسولاى .

 

 

ددې ارشاد غرض دادى  چي قريش ، بني هاشم او سادات كرام په همدې نسب مطمئن نسي او بې فكره ونه اوسي او په اعمالو كي كوښښ نه پريږدي .

او په دې حكيمانه اصولو سره دوي ته خبردارى وركوي او دوي له دې لپاره اماده كوي چي دواړه فضيلتونه د نسب فضيلت او دتقوى فضيلت لاس ته راوړي .

بلكه د انحضرت (ص) دنسب نفع په دنيا او دين كي حاصله ده ددې مضمون په اړوند حضرت رسالت پناه (ص) د منبر پر سر داسي بيان وفرمايه :

) مابال رجال يقولون ا ن رحم رسول الله (ص)لاتنفع يوم القيامة بلى والله ان رحمي موصولة في الد نيا والاخرة ([1]

څه شوي دي خلګو ته چي وايې درسول الله (ص) خپلوي د قيامت په ورځ ګټه نسي رسولاى هوو الله زما دخپلوۍ تړون په دنيا او آخرت كي شته دى . او بل نبوي ارشاد دى چي عبدالرحمن ابن عوف څخه د يلمي نقل كړي دى :

) ا وصيكم بعتر تي خيرا وا ن موعد هم ا لحوض (

زه تاسو ته د خپل اولاد په باره كي د ښه سلوك وصيت كوم او داچي دوی  به زما سره په حوض كوثر كي يو ځاى كيږي .

د قريشو بني هاشمو او دفاطمې رضي الله عنها د اولادونو ساداتو او دټولو اهل بيتو اطهارو متعلق ډير د حديثو روايات موجود دي د ټولو د ذكر كولو اړتيا نسته د مقصود لپاره همدومره تر كفايت زيات دى له دې مجموعې څخه داخبره ښه روښانه سوه چي دانسابو په اعتبار په قومونو كي تفاوت او تفاضل موجود دى او روښانه شريعت هم ودې ته اعتبار وركړى دى .



[1][1] اخرجه امام احمد، والحاكم والبيهقي ، والبزار والطبراني

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 (سوال) بعضې خلګ واېې اوپه بعضې کتابونوکې هم لېکل سوې دې چې لفظ د (ېارسول الله) وېل شرک دی اوحرام کار دی اوبعضې کسان ېې جاېزبولې؟ نوحقېقت څه دی آېادصحابه مبارکانواوتابعېنواواکابروڅه دامت په دې هکله ېوثبوت سته اوکنه؟

(جواب) هم دصحابه مبارکانو(رض) څخه هم دتابعېنوهم دتبع تابعېنوڅخه هم دمحدثېنوڅخه هم داکابروعلماؤڅخه هم دلوی مشاېخ کراموڅخه په دې هکله نقلونه او رواېتونه راغلې دې اوټولونبې كريم (ص) ته دوفا ت وروسته نداءکړېده اوټولولفظ د (ېارسول الله) او(ېانبي الله)ياداسي نورالفاظ دنداء استعمال کړی دی دنمونې په ډول لاندې رواېتونه ذکرکوو

(۱)  قېس ابن ابې حازم واېې چې ېوه ورځ حضرت عمرtدمنبرپرسرخطبه وېل او وې فرماېل چې په جنات العدن کې ېوه بنګله سته چې پنځه سوه دروازې لرې اوپرهره دروازه پنځه سوه حورې موجودې وې چې ودې بنګلې ته نسې ورتلای مګرنبې په دي وقت كي ئي دنبې (ص) مبارک وقبر ته وکتل او وې وېل (هنېئالک ېاصاحب هذاالقبر) بېاېې ووېل ېاصدېق ورتلای سي هغه بنګلې ته اوبېا ېې دحضرت صدېق اکبر(رض) وقبرته وکتل او وې وېل (هنېئا لک ېاابابکر)

مجمع الزوائد (ص ۵۵ )(ج ۹) معجم الاوسط (ص ۶۴ ) (ج ۹)

 

(۲)  نافع صاحب واېې چې هرکله به حضرت عبدالله ابن عمر (رض)دسفرڅخه راغلی نومسجد نبوې ته به ورغلی اوبېابه قبرشرېف ته ورغلی او وبې وېل السلام علېک (ېارسول الله ) السلام علېک(ېاابابکر) السلام علېک (ېاابتــــــاه)    

السنن الکبری للبېهقې (ص ۲۴۵) (ج ۵) مصنف عبدالرزاق (ص۵۷۶) (ج۳)( حدېث  ۶۷۲۴)

 

(۳)  هغه الفاظ د( اَلتّحِېَّّاتُ لِلّهِ ) چې دحضرت عبدالله ابن مسعود(رض) څخه رانقل سوي دي اوعام مسلمانان ېې په لمانځه کې واېې په هغه کې راغلې دي چي  (اَلسَّلا مُ عَلېْکَ اَيُّهّاالنَّبِيُ)او( اَ يُّهَاالنَّبِيُ ) ندا‌ء ده ونبې  (ص) ته اوهم دا رازپه الدرالمختارکې راغلي دي چې د  ( اَالتَّحِېَاتُ ) وېونکی به دخپل ځان له طرفه دسلام وېلو نېت کوي پر نبې (ص) نه دا چي دمعراج د ( اَلتَّحِېَّاتُ)نقل کوي.

البحرالرا‌ئق (ص ۲۹۶)(ج ۳) ردالمحتار (ص )(ج ۱)

 

(۴)  حضرت مالک الدار چې دحضرت عمر(رض)خزانه داروهغه واېې چې دحضرت عمر(رض) په زمانه کې خشک سالي پيښه سوه نوېوسړی راغلی دنبې کرېم (ص) قبرته او وې وېل (يارسول الله) اوپه يو روايت کي دا سي را غلي دي (ېا محمداه) (استسق لامتک فاانهم قدهلکوا) الحدېث ترجمه :يارسول الله (ص) دخپل امت لپاره دباران طلب وکه ځکه چې امتېان دهلاکت سره مخامخ دي نودي سړي ته نبي (ص) په خوب کي حاضرسو او ورته وي ويل چې حضرت عمرصاحب ته ورسه اوسلام ورته وواېه   اوورته وواېه چې پرتاسې به ژرباران وسي اوپه (خلاصة الوفاء) کتاب کې يي ددغه سړي نوم(هلال بن الحارث) ښودلی دی چې هغه يوصحابي مبارک دی(رض)داقصه په دغه کتابوکي راغلي ده

تارېخ الاسلام للذهبې (ص ۴۱۲)(ج۱) خلاصة الوفاء باخباردار المصطفی (ص ۴۹)(ج۱) کنزالعمال حدېث ۲۳۵۳۵مصنف ابن ابی شېبة تاريخ البخاري (ص۳۰۴)(ج۷)دلا‌ئل النبوة للبېهقي(ص۴۷)(ج۷) فتح الباري(ص ۴۹۵)(ج۳)البداية والنهاية(ص۱۰۵)(ج۷) تفسيرابن کثير(ص۹۱)(ج۱)

 

(۵)  ابن کثير صاحب په خپل تاريخ کي ليکلي دي چي ديمامه په جنګ کي چې کله حضرت خالدبن وليد رضي الله عنه حمله کوله دمسلمانانو شعارپه هغه ورځ لفظ د(يامحمد) وو.

البدايه والنهاية (ص ۳۲۴)(ج  ۶)

(۶)  حضرت عبدالرحمن بن سعد صاحب وايي چي دحضرت ابن عمر (رض) پښه بيده سوه نويوچاورته وويل چي ته ديوداسي چانوم يادکه چي تاته ډيرمحبوب وي نوابن عمر(رض) وويل (يامحمد) نوفوراًً دهغه تکليف ليري سو                         الادب المفردللبخاري(ص ۴۴۱)(ج ۳)

 

(۷) يوسړي دحضرت عثمان(رض)  دخلافت په زمانه کي وحضرت عثمان (رض) ته راتلی ديوکارپه هکله حضرت عثمان (رض) هغه کارنه ترسره کاوه نوداسړی دابن حنيف (رض)سره يووخت مخامخ سواوخپل حال يي ورته ووايه ابن حنيف (رض)ورته وويل چي ورسه نوی اودس تازه که بيامسجد ته راسه اودوه رکعته لمونځ وکړه او وروسته دا دعا ووايه (اللهم اني اسئلک واتوجه اليک بنبينامحمد(ص) نبي الرحمة يامحمداني اتوجه بک الی ربی فتقضی لي حاجتي)

ترجمه : الهي زه ستاڅخه غوښتنه کوم اودنبي (ص)واسطه درته وړاندي کوم چي هغه درحمت نبي دی ای محمده(ص)زه ستاپه واسطه والله(ج) ته متوجه کيږم دپاره ددي چي زماحاجت ترسره سي نوکله چي هغه سړي دادعاوويل اوبيادحضرت عثمان (رض) ملاقات ته ورغلی نوفوراً يي حاجت ترسره سو داقصه ماپه مختصر شکل وليکل اوپه دغه کتابوکي راغلي ده

المعجم الکبير للطبراني (ص۴۱۱)(ج ۷) المعجم الصغير للطبراني (ص۱۰۶)(ج ۲) دلائل النبوة للبيهقي (ص۳۵۴ )(ج ۶)معرفة الصحابةلابي نعيم (ص ۸۱)(ج ۱۴) مجمع الزوائد (ص ۳۹۹)(ج ۱) تحفةالاحوذي (ص ۴۷۶)(ج ۸)سبل الهدی والرشاد(ص ۴۰۷)(ج ۱۲)

 

(۸)  حضرت امام نووي(رحمه الله) چي ډيرلوی محدث دی هغه وايي  تاسي کله چه دنبي كريم (ص) زيارت ته را ځی نوقبلي ته به شاوګرځوی اوقبرشريف ته به مخ وګرځوی او وبه واياست السلام عليک (يارسول الله) الخ                      

المجموع للنووي (ص ۲۷۲)(ج ۸)

۹{ حضرت ابن همام ( رحمه الله) په خپل کتاب کي هم دا سي ليکلي دي چي قبلي ته به شا وګرځوی قبرشريف ته به مخ کی او وبه واياست }السلام عليک يا رسول الله { الخ .   او دابن ابي فريک څخه روايت دی چه څوک قبرشريف ته ودريږي اودا آية شريف تلاوت کړي }ان الله   وملا ئکته يصلون علي النبی{ اوبيا  }۷۰{ واره ووايي }صلی الله عليک وسلم يا محمد{ نويوه ملکه به ورنا ري کړي }صلی الله عليه وسلم وعليک يا فلان{ نوټوله حاجات به يـي پوره سي .

(۱۰)  عتبي صاحب وايي زه دنبي(ص) دقبرشريف سره ناست وم يواعرابي راغلی اووي ويل السلام عليک (يارسول الله ) الله تعالی وايي(ولوانهم اذظلمواانفسهم الآية) ترجمه : اوکله چي مسلمانان دځانو سره ظلم وکړي په ګناه کولوسره اوبياتاته راسي اودالله ...........څخه بخښنه وغواړي اونبي (ص) هم ددوی دپاره بخښنه وغواړي نويقينا دوی ته به دالله (ج) توبه قبلول اورحمت نصيب سي  دا آية شريف يی تلاوة کړی اوبيايـي وويل چي زه تاته راغلی يم چي ته زما دپاره بخښنه وغواړي اوزه تاشفيع ګرځوم خپل رب ته اوبيايـي دوه بيته نعتيه کلام ووايه اوبياولاړی عتبي صاحب وايي چي په دي حال کي ماته خوب راغلی اوپه خوب کي نبي (ص) راته وويل چي اي عتبي ورسه هغه اعرابي پيداکه اوبشارت اوزيری ورکړه چي الله (ج) تاته مغفرت نصيب کړی.                 

الشرح الکبير لابن قدامة (ص ۴۹۴)(ج ۳)

(۱۱) حضرت غوث الاعظم صاحب محي الدين عبدالقادرالجيلاني قدس سره  په خپله قصيده کي داسي ندا‌‌ء کړيده (ياحبيب الله خذ بيدي مالعجزي سواک مستندي) ترجمه : اي دالله (ج)حبيبه ماترلاس ونيسه نسته زماعجز اوعاجزي لره غيرله تا څخه بل تکيه ځای.

(۱۲) حضرت بوصيري صاحب په قصيده برده کي داسي ندا‌ء کړيده(يااکرم الخلق مالي من الوذ به سواک عند حلول الحادث العمم)ترجمه اي درټولوخلقو عزت منده نسته مالره دپناه ځای غيرله تا څخه په وخت کي دنازليدودعامي حادثي.

(۱۳) حضرت مولاناعبدالرحمن جامي (رحمه الله) په خپل کتاب يوسف اوزليخاکي داسي نداء کړيده (زمهجوري برآمد جان عالم       تَرَحَّم يَانَبِيَّ الله تَرَحّم )ترجمه : دهجران له درده ديوعالم خلګونفس خولي ته راغلی دی  رحم وکړه اي دالله نبي رحم وکړه .

(۱۴) دهندوستان لوی شيخ الحديث حضرت شاه ولي الله دهلوي قدس سره داسي نداء کړيده په يوقصيده کي (رسول الله ياخيرالبرايا  نوالک ابتغی يوم القضاء)ترجمه : اي رسوله دخدای اي بهترينه دمخلوقاتو.

۱۵{حضرت امام اعظم ابوحنيفه قدس سره العزيز  روايت کوي دنافع صاحب څخه اوهغه روايت کوي دحضرت ابن عمر(رض) څخه هغه وايي }من السنة ان تا تي قبرالنبي (ص) من قبل القبلةوتجعل ظهرک الی القبلة وتستقبل القبر بوجهک ثم تقول السلام عليک ايهاالنبي ورحمة الله وبرکاته{ ترجمه : يودسنت طريقو څخه داده چي دنبي(ص) وقبرته راسه دقبلي شريفي له طرفه اوخپله شا وقبلي ته وګرځوه اوقبرته مخ وګرځوه او ووايه }السلام عليک ايهاالنبی ورحمة الله وبرکاته {

مسند امام اعظم ابوحنيفه }ص ۱۲۶{ }ج ۱{

 

}۱۶{ حضرت علامه ابن عابدين صاحب په خپل کتاب ردالمحتارکي ليکلي دي چي کله دمديني منوري څخه راځی دکورپه طرف نوقبرشريف ته به ورسی او وبه وايي  } يا رسول الله { اوبيابه ډير وژاړی . الخ.   ردالمختار}ص ۲۵۸{ }ج ۲{

 

} فايده { هرڅوک چي دغه لفظ د } يا رسول الله { ويل شرک بولي هغه   } ۳ { حالته لري } ۱ { يا به دغه روا يتونه چي تير سوه صحيح بولي نومجبوردی چي توبه وکاږي  او آينده مسلمانوته اوخصوصا واصحابوکرامو مبارکانو، او مجتهد ينو، اوعلماو کراموته دشرک نسبت ونکړي. } ۲ { يا به دغه ټول روايات موضوع باطل بولي نوبيا مجبوردی چي خپله خبره يعني ددغه روايتونو موضوعيت اوبطلان ثابت کړي چي دا يوغير ممکن کاردی . } ۳ { يابه دغه روايتونه ضعيف بولي په دي صورت کي بايد مطلب دضعيف وپيزنو ضعيف دامطلب چي احتمال د ثبوت هم لري او احتمال دنه ثبوت هم لري نوکه فرضًا دوی ووايي چي داروايتونه ضعيف دي اوفرضًا موږيي هم ورسره ومنو چي ضعيف دي  نوددوی  دشرک دفتوی مطا بق داخبره ځني جوړيږي چي دا روايتونه ضعيف دي احتمال لري چي صحيح اوثابت دي وي اوهغه صحابه کرام  اوعلماء کرام چه داروايتونه ځني راغلي دي  چي په هغوکي اکابرين دصحابه وو(رض)هم موجود دي  هغوی دي }نعوذ باالله ثم نعوذباالله {  شرک کړی وي او احتمال لري چي نه دي وي ثابت اودا شرک دي نوی کړی .    اللهم اهدناالصراط المستقيم صراط الذين انعمت عليهم . اللهم الهمناالحق والصواب في جميع المعتقدات والاقوال والافعال. آمين.



داهل بيتو خصوصي فضائل

د اهل بيتو ساداتو د خصوصي فضائلو په اړوند حضرت مولانا مفتي محمد شفيع صاحب په جواهر الفقه كي ليكلي دي په مسند احمد او مستدرك حاكم كي د حضرت مسور ابن مخرمه رضي الله عنه څخه روايت كوي چي رسول الله r وفرمايل :

) فاطمة بغضة مني يقبضني مايقبضها ويبسطني مايبستها وا ن الانساب كلها تنقطع يوم القيامة غير نسبي و سببي وصهري (

فاطمه زما دبدن يوه ټوټه او جز دى هغه شى چي دې ته خفګان او رنج راولي هغه ماهم په خفګان كي اچوي او هغه شى چي داخوشحاله كوي ما هم خوشحاله كوي ، او دقيامت په ورځ به ټوله نسبونه قطع سي مګر زما نسب او زماتړون هغه به هغه وخت نفع رسوي او كار به كوي .

حضرت شريف سمهودي رح د مذكور حديث په متعلق فرمايلي دي چي دا ښكاره خبره ده چي دحضرت فاطمة رضي الله عنها اولاد ددې د بدن جز دى او فاطمة د حضور r د بدن جز دي د فاطمي رضي الله عنها اولاد ټول د رسول الله r د بدن اجزا سول .

او دا ددوي لپاره انتهايې شرافت او فضيلت دى ددې څخه داهم معلومه شوه دفاطمې د اولادونو ساداتو شرافت او فضيلت محضي په دنيوي اعتبار نه بلكه د اخروي منازلو او منافعو په اعتبار هم دوي لره پر نورو بې شميره فضيلت حاصل دى او په قيامت ددې شريف نسب د عظيمي نفعي توقع شته


اهل بيت د امت لارښونكي او دامت لپاره د امان پناه ګاه ده

( عن ا بي زر رضي الله عنه ا نه اخد ببا ب الكعبة سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول الا ا ن مثل ا هل بيتي فيكم مثل سفينة نوح من ركبها نجا ومن تخلف عنه هلك ) [1]

 له ابي زر رضي الله عنه څخه روايت دى په داسي حال كي چي ده د كعبې دروازه نيولې وه ، ما درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي ويل يې خبردار اوسي ز ما داهل بيت شان په تاسو كي دنوح عليه السلام د كښتۍ په شان دى كه څوك پكښي كښينستى خلاصون يې په برخه سو او كه څوك ور څخه پاته سو نو هلاك سو .

په مظاهر حق  چي دمشكوة شرح ده ليكلي چي د نوح عليه السلام د طوفان پر وخت هغه چا نجات موندلاى سواى چي په همدې كښتۍ كي سپور سوى واى كه نه دهلاكت څخه به خلاص سوى نه واى .

د امت په حق كي اهل بيت يوه داسي پناه ګاه ده كه چا دالمن نيولې وي د دوي محبت ،اكرام، احترام او متابعت يې پر ځان لازم كړى وي په دارينو كي به يې خلاصون په برخه سي . [2] 

رسول الله صلى الله عليه وسلم ګواكي امت ته خبردارى وركوي چي ضلالت او ګمراهي، فاصد او باطل عقايد، منحرف فكرونه،جهالت، نفساني غوښتني، جاه ومال و رتبه ،اخلاقي فسادونه او غلط اميدونه داټول  دسيلابونو او طوفانونو په شان پر امت راجمع سوې او هر كور،كلي ښار ته رسيدلي دي او دې هلاكوونكو طوفانونو څخه به هغه څوك نجات مومي چي داهل بيت دمحبت او متابعت په كښتۍ كي كښيني . [3]

شاه عبدالعزيز صاحب د اهل بيتو په پيروي ټينګار كوي او فرمايې :

حتما  بايد داهل بيت په تلاښ كي و اوسو په زړه او روح سره د دوي په متابعت او محبت كي زيار وباسو دامت د ټولو اولياوو د ټولو سلسلو مرجع همدا بزرګواران دي كه څوك تمسك په حبل الله سره غواړي حتما به يې داستفاضي سند دې بزرګوارانو ته رسيدلې وي او په همدې كښتۍ كي به كښيني .  [4]

امام فخر الدين رازي په خپل تفسير كي فرمايې :

( الحمدلله موږ داهل سنت ټولۍ د اهل بيتو دمحبت په كښتۍ كي سپاره سوي يو او دهدايت په ستورو اصحابو كرامو پسي مو لاره موندلې ده دقيامت د بيري او د دوږخ د عذابو څخه په وژغورل سو.

او و هغه لاري ته دهدايت اميد لرو كوم چي دجنت و لوړو درجو او هميشني نعمتونو ته به ورسوي .

د اخير وخت د فتنو د حق او باطل دنه څرګنديدلو په وخت كي قرآن مجيد او درسول الله صلى الله عليه وسلم اولادونه دګمراهي څخه دحقي لاري ښودلو ته لارښونكي دي

( عن جابر رضي الله عنه قال رايت رسول الله صلى الله عليه وسلم في حجته وهو على ناقته القصوى يخطب فسمعته يقول يا ايهاالناس ا ني تركت فيكم ما ا ن ا خدتم به لن تضلوا كتاب الله وعترتي اهل بيتي )[5]

له جابر رضي الله عنه څخه روايت دى چي دى وايې چي ما رسول الله صلى الله عليه وسلم په حجة الوداع كي په داسي حال كي وليدى چي پر خپل قصوى كامله اوښه سپور وو او خلګو ته يې ويناكوله او داسي يې فرمايل اې خلګو په تاسو كي مي داسي څه پريښودل كه تاسو هغه ونيسئ هيڅكله به ګمراهان نه سئ (صراط مستقيم به در څخه وركه نه سي ) يو دالله عزوجل كتاب (قرانكريم) دى او بل زما داهل بيت وروستني اولاد ونه .

امام تربشي فرمايې چي عترت د رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستنى اولادونه (سيدان) دي ځكه يې عترت ذكر كړى ترڅو امت و پوهوي چي وروستني نسل مراد دى .  [6]

په مظاهر حق كي ليكلي دي:

نن سبا چي په اسلامي نړۍ كي كومي ستونزي او پريشانۍ، بې اتفاقۍ موجودي دي يوازي او يوازي حل يې دادى چي دنړۍ مسلمانان د خپل ستر لارښود صلى الله عليه وسلم دا فرمان د قبول په اوريدو واوري او هم ددې وصيت پيروي وكړي. [7]

سيد المرسلين صلى الله عليه وسلم و امت ته داهل بيعت په پيروي محبت په شان كي كلك وصيت كوي :

( عن زيد ا بن ارقم قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوم خطيبا فحمدالله وا ثنى عليه قال يا ا يهاالناس ا نما ا نا بشر يوشك ا ن ياتيني رسول ربي فاجبته وا ني تارك فيكم ثقلين اولهما كتاب الله فيه الهدى والنور فتمسكوا بكتاب الله و خذوا به فحث عليه و رغب فيه ثم قال وا هل بيتي اذكروكم الله في اهل بيتي ثلاث مرات...)  [8]

يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم ولاړسو  موږ ته يې خطاب كاوه د الله عزوجل حمد او ثنا يې وويل وروسته يې وفرمايل اې خلګو زه يو بشر يم نږدې دى چي ماته د پروردګار له لوري راليږل شوې ملكه راسي او زه دهغه بلنه قبوله كړم .

ما په تاسو كي دوه ډير درانه شيان پريښودل چي اول دالله كتاب دى په دې كي لارښووني، نوراو ر وښنايې ده دالله په كتاب باندي كلكي منګولي ونيسئ او موږ يې په قرآن ډير باعث كړو او هغه ته  يي ډير تشويق كړو وروسته يې وويل بل زما اهل بيت (كورنۍ)  ده زه وتاسو ته زما دكورنۍ په شان كي الله در يادوم او هم دا خبره يې درې ځله تكرار كړه . يعني زه تاسو ته الله در پيادوم دالله څخه وبيريږي چي زما داهل بيت سره بد مه كوي بد مه پر واياست دهغوي اتباع او پيروي كوي څو وحقي لاري ته درته لارښوونه وكړي .

دثقلين دلفظ په اړوندعلماء فرمايې : چي ددوي دلوړ شان او عظمت له وجي ورته ثقلين وويل سول اوهم شارحين او علماؤ فرمايې چي ثقلين ورته ځكه وويل شول چي په همدې دوو تمسك او ددوي اتباع دروند كار دى. داهل بيت په بركت هر څوك د مځكي له مخ نه ګټه اخلي .

لكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : ( ا لنجوم ا مان لاهل السماء وا هل بيتي ا مان لامتي )

د اسمان د اوسيدونكو لپاره ستوري امان دي اوزما اهل بيت زما له امت لپاره امان دي .

كه څوك جنت او الله عزوجل ته لار پيداكول غواړي داهل بيت لمن دي ټينګه كړي  لكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې :

( ا نا وا هل بيتي شجرة في الجنة واغصا نها في الد نيا فمن ا تخذ بها ا تخذ الى الله سبيلا )

زه او زما اهل بيت په  جنت كي يو ونه يو چي څانګي يې په دنيا كي دي كه چا هغه كلك ونيول دالله عزوجل و لوري ته يې لاره و موندل رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل اهل بيت د قرآن او خپل ځان سره يو ځاى ذكر كړى د سليم زړه او ا فهم خاوندان له دې څخه بې شميره اسرار او حكمتونه را څرګندولاى سي چي داهل بيت پر عظمت دلالت كوي .



[1]

[2]   مظاهر حق .

[3] مظاهر حق .

[4]  تفسير فتح العزيز .

[5]   سنن ترمذي كتاب المناقب ۳۷۱۸

[6]   تحفة الاحوذي .

[7]   مظاهر حق .

[8]   صحيح المسلم .رواه احمد والدارومي بمعناه .


 الله عزوجل به اهل بيت له اخروي عذابونو څخه وژغوري

لاندي د رسول الله صلى الله عليه وسلم اقوال ذكر سوى چي اهل بيت ته دعذاب نه  وركولو، شفاعت، پاكوالي او بخښلو دلالت كوي .

د حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل :

( و عد ني ربي في اهل بيتي من ا قر منهم بالتوحيد ولي باالبلاغ ا ن لايعذبهم )  [1]

زما رب راسره وعده كړې ده چي زما  داهل بيت څخه څوك پر توحيد او زما پر راليږولو اقرار وكړي عذاب به ورنه كړم .

لكه چي نبي صلى الله عليه وسلم فرمايې :

( ا ن الله غير معذبيكِ ولا ولد ك قاله لفاطمة )  [2]

رسول الله صلى الله عليه و فاطمې رضي الله عنها ته وويل چي الله تا اوستا اولاد ته عذاب نه وركوي .

نبي كريم صلى الله عليه وسلم به تر ټولو لومړى د خپل اهل بيت او اقرباوو شفاعت كوي :

( اول من ا شفع له يوم القيامة من ا متي اهل بيتي ثم الاقرب فالاقرب )[3]

زما د امت څخه څوك چي دقيامت په ورځ يې زه تر ټولو لومړى شفاعت كوم زما اهل بيت دى ور پسې زما قريبان. .

ابن عباس رضي الله عنه د الله تعالى ددې قول په تفسير كي فرمايې 

    t$öq|¡s9ur y ÏÜ÷èムy7/u #ÓyÌ÷ŽtIsù ÇÎÈ     [4]

ژر دى الله به درته  وركړه وكړي تر څو ته راضي سې

من رضا محمد صلى الله عليه وسلم ا ن لايد خل احد من ا هل بيته ا لنار )

د محمد صلى الله عليه  وسلم له رضا څخه داده چي دده داهل بيت څخه يوڅوك هم اور ته داخل نسې . [5]



[1]    كنز العمال .

[2] كنز العمال

[3]    

[4]   سورة الضحى .۵

[5] تفسير ابن جرير .



داهل بيت په شان كي د ابوبكر الصديق او عمر فاروق رضي الله عنهما او نورو  صحابه كرامو تګلاره

 په صحيح البخاري كي د عقبه ابن عامر روايت دى چي ابوبكر الصديق رضي الله عنه خلګو ته د مازديګر لمونځ وركړ راووتى ،حضرت حسن  رضي الله تعالي عنه يې وليدى په خپلو اوږو كي يې سپور كړ او وه يې ويل چي زما مور او پلار دي تر تا قربان سي دى خو درسول الله صلى الله عليه وسلم په رنګ دى نه دعلى په رنګ او على رضي الله عنه به خندل .

دنبي كريم صلى الله عليه وسلم  وصيتونه او ويناوي د اهل بيت په شان كي ابوبكر الصديق رضي الله عنه ښه فهمولي وې ځكه خپله يې هم داهل بيت محبت او عزت كوى او نور يې هم دې محبت او احترام ته رابلل . لكه چي د بخاري شريف حديث دى چي ابوبكر رضي الله عنه وويل )  ا رقبوا محمدا في ا هل بيته  ( [1]

د اهل بيت په شان كي دمحمد صلى الله عليه وسلم حفاظت او ساته وكړې .

دابوبكر رضي الله عنه د قول مطلب دادى چي دوې ته ازار مه وركوې بد مه ورسره كوې ، بد مه پر واياست نيكي ورسره وكړې. [2]

امام نووي رحمه الله فرمايې : چي د ارقبوا معنى د دوي مراعت احترام او اكرم وكړې .

په فتح الباري شرح بخاري كي ددې حديث په شرح كي و ايې چي ددې معنى داده چي تاسو د اهل بيت سره محبت وكړي چي داد ليل سي ستاسو پر محبت له نبي كريم(ص ) سره . [3]

حضرت ابوبكر الصديق رضي الله عنه حضرت على كرم الله وجهه ته وفرمايل قسم په خداى د ځان تر قرابت راته درسول الله صلى الله عليه وسلم قرابت خوښ او محبوب دى .

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه عباس رضي الله عنه ته وفرمايل : قسم په خداى په كومه ورځ چي تا اسلام راوړى راته ډير خوښ وو د خپل پلار خطاب تر اسلام ځكه ستا اسلام ورسول الله صلى الله عليه وسلم ته خوښ او محبوب وو.

ابن كثيررحمه الله  فرمايې چي دحضراتو شيخينو دا حال وو نو پر هر مسلمان لازمه ده چي همداسي و اوسي .

دلوى څښتن جل جلاله څخه په ډير عجز سوال كوو كه چيري داسي وروڼه وي چي ځان هم د رسول الله صلى الله عليه وسم امت