د اهل بيت د محبت حق

 

د اهل بيت د محبت حق

موږ داسي نه غواړو چي داهل تشيع په شان داهل بيتو په شان كي د افراط څخه كار واخستل سي او دشرعي تر حدودو دي تجاوز وسي او دجمهورو علماء خلاف دي ددوې دمعصوميت عقيده ودرلودل  سي ، بلكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وصيتونو او لارښوونو ته دې پوره پاملرنه وسي او داهل بيت حق دي اداكړل سي .

د كوم چا نسبت چي و نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته ثابت سو دده حق دي چي محبت، عزت او اكرام يې وكړل سي او داكار پخپله يو قربت ، دالله عزوجل طاعت دى او پرې ثواب وركول كيږې .

علماءاو ائموو دا روښانه كړې ده چي د نبي صلي على الله عليه وسلم آل لره لويه منزله او شرافت سته ، او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم داارشاد دي  :

) اذا ا تاك كريم قوم فاكرموه ( [1]

كله چي  د قوم باعزته او باشرفه سړى درته راسي اكرام او عزت ورلره وركړه . او هم لار ښوونه راته كوي : )  ا نزل ا لناس منازلهم (  [2]

دهر چا منزله او رتبه وپيژنئ .

تر هر چا اهل سنت والجماعت د اهل بيت د ميني، اكرام او عزت ډير حقداره دى نه بايد داكار اهل هوا او اهل بدع ته پريښودل سي .

متقي وي يا عاصي له عامو اهل بيتو سره بايد د رسول الله صلى الله عليه وسلم له كبله مينه او محبت ودرلودل سي ځكه رسول الله صلى الله عليه همدا لارښوونه راته كړې ده:

) احبوالله لما يغذوكم من نعمه واحبوني بحب الله واحبوا اهل بيتي بحبي ( [3]

دالله عزوجل سره مينه وكړې ځكه تاسو ته  خپل نعمتونو دركوي  او زما سره دالله عزوجل له كبله مينه وكړي او زما د ميني په خاطر زما د اهل بيت سره مينه او محبت وكړې.

په تحفة الاحوزي كي ددې حديث په شرح كي فرمايې كه څوك له چا سره رښتنې مينه ولري دا محبت د محبوب و متعلقينو او اولادونه هم سرايت كوي چي همدا د صادقي ميني تقاضا او غوښتنه ده . [4]

او هم په دې حديث كي دوو غټو نقطو ته لارښوونه شوې ده :

لومړى داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم و ټول امت ته وصيت كوي چي زما دكورنۍ او نسل سره محبت وكړې .

دوهم داچي د نبي كريم صلى الله عليه وسلم رښتني محبت و اهل بيتو له محبت څخه معلوميدلاى سي .

په دې كي هيڅ شك نسته چي دنبي كريم صلى الله عليه وسلم كورنۍ سادات پر امت باندي بې شميره حقوق لري كه درسول الله صلى الله عليه وسلم كړنو، ويناوو او وصيتونو ته پوره پاملرنه وسي نو دوې د دومره زيات محبت او دوستۍ حقداره دي چي له دوې نه پرته بل څوك ورسره شريكيدلاى نسي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم د حسنينورضي الله تعالي عنها په شان كي وويل  :

) ا للهم ا ني اٌحِبٌهما فاَحَبَهما واَحِب من يٌحِبٌهما (  [5]

يا الله زه له دوې سره ډير محبت لر م ته له دوې سره محبت وكړې ، او له هغه چا سره مينه محبت وكړې چي له دوې سره مينه او محبت كوي

دحضرت على  كرم الله وجهه په شان كي رسول الله صلى الله عليه وسلم د خيبر په غذا كي وفرمايل : چي زه به سبا بيرغ هغه چا ته وركړم چي الله او رسول ورسره محبت لري او هم دى دالله او رسول سره مينه او محبت لري ، د شپې صحابه كرامو پكښي خبري كولې چي دالويه رتبه به د چا په برخه وي .

سهار ټولو خپل ځانونه راوړاندي كړل نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي على چيرى دى هغه حاضر كړل سو او بيرغ وركړل سو ، خيبر فتح سو .  [6]

امام بيهقي فرمايې : چي درسول الله صلى الله عليه وسلم په محبت كي د آل محبت هم داخل دى ، ابن كثير رحمه الله تعالى فرمايې :

ا نهم من ذرية طاهرة من اشرف بيت وجد على وجه الارض فخرا وحسبا ونسبا ( [7]

دوې دمځكي پرمخ د فخر،حسب اونسب له مخي دهغه شريفي كورنۍ او پاكي اولادې څخه دي .



[1]  ابن ماجه كتاب الادب

[2] سنن ابي داؤد  كتاب الادب

[3] سنن الترمذي كتاب المناقب .

[4]   تحفة الاحوزي

[5]  سنن ترمذي كتاب المناقب .

[6] صحيح البخاري  كتاب المغازي .

[7]  تفسير ابن كثير


2010/1/11 arif arif <marifatehaq@googlemail.com>
21st Chapter of the Knowledge: Read the following

په دې ايت كي دعلماؤو  مفسرينو اقوال

انمايريدالله ...... الايه .            رجس څه شى دى ؟

په معارف القرآن كي ليكل سوى دى كوم شى چي شرعا يا طبعا بد بلل كيږي هغه ته رجس وايې يعني هره ګناه ،بداخلاق او چټلي. [1] په تفسير كابلي كي  ليكل سوى دي :  دالله تعالى اراده ده چي  دنبي صلى الله عليه وسلم كورنۍ ښه صاف او پاك وګرځوي او ددوي له رتبې سره سم ودوې ته قلبي صفايې او اخلاقي پاكي ور عطا كړي . [2] په دې آيت كريمه كي دتطهر څخه تهذيب النفس، تصفية القلب او دتزكية الباطن هغه اعلى درجه مراد ده كوم چي اولياء الله ته حاصله  وي ، او د هغې له حصول څخه وروسته اګر كه دوې دانبياؤو په شان معصوم نه ګرځي هو محفوظ ويل كيږي .

امام نورالدين سمهودي د ذكر شوي آيت په معاني او بلاغت كي فكر كړى دى او په خپل كتاب جواهر العقدين كي ليكي :

په دې آيت كي په فكر كولو او هم درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديثو او دده كړنو ته په پام كي نيولو سره داد اهل بيت دفضيلت ،شرافت او كرامت يوه سرچينه ده .ددي ايت كريمه دمعانيوو څخه څو په لاندي ډول دي

1.       لوى څښتن جل جلاله دوې ته خپله لوى شان او ارزښت وركړ ځكه  د دوې په شان كي آيت نازل كړ .

2.       الله عزوجل دا آيت په د( انما) په لفظ سره پيل كړ او دا د حصر كلمه ده ګټه يې داسوه چي الله عزوجل د داسي پاكوالي غوښتنه تر دوې پوري مخصوصه كړې ده چي دا د ښيګڼو يوه چينه يوازي او يوازي و دوې ته وركول شوې ده .

3.       د تطهير تاكيد يې په مصدر (تطهيرا) سره وكړ تر څو معلومه سي چي د دوې پاكوالي په ډيرو لوړو لوړو پړاوونو كي دي .

الله عزوجل دا مصدر نكره ذكر كړى دى په دې كي اشاره ده چي دا پاكوالى يو عجيب ډول پاكوالى دې دا هغه شان پاكوالى نه دي چي خلګ يې تصور كولاى سي او ددې پاكوالي وروستى حد ته څوك رسيدلاى نسي .

په مختصر الفتوحات كي امام شعراني صاحب ليكي :

) اد خل اولاد  فاطمة الى يوم القيامة في حكم هذه الاية من الغفران فهم المطهرون ولايظهر حكم هذه الشرف لاهل البيت الا في الدار الاخرة فانهم محشورون مغفورا لهم  ( [3]

ترجمه : دفاطمة الزهرى رضي الله عنها اولاد تر قيامته يعني ټول سيدان، علويان، اشراف  د دې آيت په حكم كي داخل دي او دوې ټول پاك دي او داهل بيت داشرافت نه څرګنديږي مګر په آخرت كي او دوې به را  پاڅول كيږي بخښل سوي .

حضرت مولانا نورالدين (جامي) صاحب رحمه الله په خپل كتاب سلسلة الذهب كي داسي فرمائي :

 

معنى انمـــا يريـــــــــــداللـــــــــــه             اين بود نزد عـــــــــارف اګاه )

كه خدارا از لوث ورجس وفساد          هست تطهير اهل بيت مـراد

نيست پوشيده بر ذوي الافهام            كه بود رجس بد ترين آثــــــام

چون بود رجس ذلت وعصيــان            نيست تطهر آن بجز غفــــران

پس همه اهل بيت مغفور انــــد                  و از عقوبات عقبى دور انــد

از ګنه چون بري هست زمه شان           نتوان بهرآن مذمت ايشـــــان

از معاصي مدارشان معصـــوم           و از زمايم مدار شان مذموم  [4]



,[1]   تفسير معارف القرآن

[2]  تفسير كابلي 

[3] مختصر الفتوحات  للامام الشعراني .

[4] سلسلة الذهب  لمولانا عبدالرحمن الجاني .