درسول الله ص اهل بيت (اولادونه)
2010-01-26 01:12:20
درسول الله ص اهل بيت (اولادونه)
حضرت امير المؤمنين علي المرتضى، فاطمة الزهرى، حضرت امير المؤمنين حسن مجتبى، او حضرت امام حسين رضي الله تعالي عنهم اجمعين د نبي كريم صلى الله عليه وسلم اهل بيت ، اولاداوكورني ده.
( الله تعالي فرمايي
ژباړه : بيشكه الله اراده لري چي ليري كړي له تاسو نه ګناه اې اهل بيت (كورنۍ د رسول الله صلى الله عليه وسلم ) او چي پاك كړي تاسي په ډير ښه پاكوالي .
د اهل سنت والجماعة ټول علماء پر دې متفق دي چي مطهرات ازواج د رسول الله صلى الله عليه وسلم بيبياني په اهل بيت كي داخل دي ، په نظم القران كي تدبر كونكو ته د يوې لمحې لپاره هم په دغه خبره كي هيڅ شك او شبه نسته چي د مؤمنانو ميندې بيبياني دي په اهل بيت كي داخل نه وي ، همدارنګه داخبره ډيره واضح او روښانه او داحاديثوډير روايات پر دي شاهد دي چي فاطمه،علي،حسن اوحسين رضي الله عنهم اهل بيت دي.
( عن ام سلمة رضي الله عنها ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال
لفاطمة ائتني بزوجك وابنيك فجاءت بهم واكفا عليهم كساء ثم وضع
يده عليهم ثم قال اللهم هولاء ال محمد فاجعل صلاواتك وبركاتك على
آل محمد انك حميد مجيد . ) [2]
ژباړه : د ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دى چي رسول
الله صلى الله عليه وسلم فاطمې رضي الله عنها ته وفرمايل خپل خاوند او خپل زامن را وبله ،فاطمې رضي الله عنها هغوې حاضر كړل ،رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل څا در كي پټ كړل او پر دوې ټولو يې خپل مبارك لاس كښيښود او داسي يې وفرمايل : ياالله داد محمد آل دى ته خپل رحمتونه او بركتونه د محمد پر آل
باندي وكړه بيله شكه ستاحمد ويل شوى دى او ته دلويى خاوند يې. او هم دام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دى :
(ان النبي صلى الله عليه وسلم جلل على الحسن والحسين وعلي
،وفاطمة كساءا ثم قال اللهم هولاء اهل بيتي و خاصتي فاذهب عنهم
الرجس وطهرهم تطهيرا .) [3]
ژباړه : دام سلمه رضي الله عنها څخه روايت دى : چي رسول الله صلى الله عليه وسلم حسن،حسين، علي او فاطمة په خپل څادر كي پټ كړل او داسي يې وويل : يا الله ! دا زما اهل بيت او خاص كسان دي د دوې څخه ګناه ليري كړه او په ښه پاكوالي سره يې پاك كړه . اللهم صل على محمد وعلى آل محمد وعلى جميع الانبياء والمرسلين صلوات الله عليهم اجميعن . آمين
[1] سورة الاحزاب آية ۳۳
·[2] سنن ترمذي كتاب المناقب ۳۸۰۶
[3] سنن ترمذي كتاب المناقب
دتصوف او اولياوو انكار په واقعيت خلګ دالله عز وجل ددين دلاري بندول او منع كول دي دمولانا احمد علي لاهوري په وينا دتصوف منكرين دغلو او لاري وهونكو په شان دي چه غواړ ي ددين يوه لويه او اهمه برخه له دين څخه خارج كړي چه په واقعيت كي له دين څخه ده .
دصوفيه كرامو د علومو منكرينو او پر اولياء عظاموطعن ويونكو ته هيڅ ګټه لاس ته نه ورځي بيله دې چي له دوې او ددوې له لاري محرومه پاته سي او داكار د نفاق او بد بختۍ نښه ده او دسوء خاتمې ويره سته . شيخ الحديث مولوي شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله كتاب په خپل صراط المستقيم كي وايې د اولياؤ كرامو سره بغض د نفاق او بد بختۍ نښه ده شيخ عبدالوهاب الشعراني په اليو اقيت والجواهر كي فرمايي د دوې پوهه ،علم، فهم،او كشف په دومره لوړو پړاوونو كي دى چي كله داسي كار يا خبري وكړي چي دلوى فهم او علم خاوندان پرې پوهيږي او د هر چاله فهم څخه ليري وي .
امام غزالي رحمة الله عليه په احياء العلوم كي دعلم په باب كي را نقل كړي . كه چا لره دمتصوفينو د علومو څخه برخه نه وي پر هغه د سوء خاتمې ويره سته او د دې علم كوچنۍ برخه داده چي پر دې علم او دې لارې به تصدق او باور كوي او هم به ودې كسانو ته تسليم وي .
كه چا لره ددې علومو او دې لاري څه تګ نه وي كړى او خوند يې نه وي څكلى نو لږ تر لږه بايد پرې باور ولري او ددې لاري د پيروانو طعن او انكار څخه ځان وساتي تر څو د سوء خاتمې څخه وژغورل سي.
اللهم تب علي وعليهم وهبناكلنالنبيك محمدصلي الله عليه وسلم ولابيناابراهيم عليه السلام،