هغه اداب او كړني چي بايد مريد يې پر خپل ځان عملي كړي

 


هغه اداب او كړني چي بايد مريد يې پر خپل ځان عملي كړي

(۱) :  پر طاعت ، له معصيت څخه، پر خواري ،لوږه، مسكينۍ،او غم به صبر كوي .

(۲) : د نفس   غير شرعي غوښتني به پريږدي ، د نفس اماره سره به په مجاهده كي وي .

(۳) : په زړه كي به د دنيا محبت او ميني ته ځاى نه وركوي ، بلكه بغض به ورسره كوي كه څه هم يې د اړتيا د پوره كولو لپاره لاسونه په دنيوي كارونومشغول وي .

(۴) : نيك اعمال به دغفلت له كبله نه پريږدي كه څه هم لږ وي .

(۵) : د شپې په آخرنۍ برخه كي به خوب نه كوي .

(۶) : د نامحرمو ښځو او نوي ځوانانو د مجلس څخه به ځان زغوري.

(۷) : د استادبېله اجازې كارونه به نه كوي بلكه په هر  كار كي به د استادسره مشوره كوي

 

د خپلي كورنۍ سره چلن

۱ .  د هغوې سره به نيك اخلاق كوي او ورته به حلاله روزي د خپل قدرت او حال په اندازه وركوي .

1.       خپل كورنۍ ته په نفقه وركولو كي ،ددوې په خدمت كولو، او د دوې په روزنه كي به دلوى څښتن جل جلاله د امر پر ځاى كولو او د هغه طاعت عقيده او نيت كوي .

2.       په لباس، خوراك او هرڅه كي به خپله كورنۍ ته پر خپل ځان ترجيح وركوي .

3.       كوم كسب او كار چي كوي بايد دخپل كورنۍ او عيال لپاره وي نه دخپل ځان لپاره  .

4.       كه په خپل كور كي دالله جل جلاله طاعت او دهغه فرمانبرداري او نيك خويونه وويني بايد ورته پاك كسب حلاله خوراكه برابره كړي ځكه حلاله نفقه نوره هم اصلاح او طاعت منځته راولي .

5.       د خپل ځان او عمل په اصلاح صداقت  او د باطن په پاكوالي كي دي كوښښ وكړي او كوم څه چي دده او الله جل جلاله تر منځ دي هغه دي اصلاح كړي تر څو الله جل جلاله دده او دده د كورنۍ تر منځ اصلاح او جوړوالى راولي او هم دده د اصلاح بركت وعيال ته ورسيږي .

6.       خپل اولاد ته ددين احكام وښيي .

7.       دلوى څښتن جل جلاله او والدينو دحقوقو مراعت كول ورته زده كړي . .

 

د هغو كسانو سره صحبت (مجلس) چي دده سره نه پيژني

1.       خپل  پټ رازبه ځيني پټ ساتي .

2.       د دوۍ پر بدو اخلاقو به صبر او تحمل كوي او په رحمت اوشفقت به ورته ګوري .

3.       خپل ځان به پر دوۍ افضل نه ګڼي ، دافكر به كوي چي الله جل جلاله به دوې ته عفوه اوبخښنه وكړي او ستا سره به دكوچنۍ او لويي ګناه حساب وكړي ځكه لوى څښتن جل جلاله و ناپوه ته تر هغه څه ورتيريږي كوم چي و پوه ته نه ورتيريږي او پر عوامو څه پرواه نسته خاص خلګ په خطر كي دي .

 

د اغنياؤو سره چلند

1.       د دوې عزت او احترام به كوي .

2.       د دوې څخه به هيڅ طمع نه كوي .

3.       كوم څه چي د اغنياؤو په لاس كي دي د هغه اميد به نه كوي او هغه به ټوله د زړه څخه باسي .

4.       داسي به نه ګڼي چي زه تر ده نيك او افضل يم بلكه داسي به ګڼي چي ټول خلګ تر ما ښه او نيك دي تر څو دكبر څخه و ژغورل سي

5.       زړه به د غني او دده دمال څخه فارغه كوي .

2009/12/24 arif arif <marifatehaq@googlemail.com>
13th Chapter of the Knowledge: Read the following  

هغه اداب چي پر مريد د خپل شيخ سره لازم دي

د شيخ سره مجلس ، صحبت ، په ټولو كارونو كي دوستي او رښتنوالۍاو پر خپل شيخ پوره باوراو كامله عقيده درلودل . كوم څه چي يي په زړه كي وي دشيخ څخه دې پټ نه كړه شي .

هيڅكله به ورباندي اعتراض نه كوي د پوره عاجزۍ او فقر سره به په ټول ظاهر او باطن ورته پاملرنه كوي ،.

دوهم: خپل مال  او هرڅه د اړتيا په وخت كي دشيخ څخه  منع نه كړه سي .

دريم : د خپل استاد په حضور كي  داسي تسليم وي لكه مړي دغسل وركونكي په لاس كي .

څلورم : د شيخ امر به پر ځاى كوي دكوم څه نه چي يې منع كړي وي ځان به ترې ژغوري .

پنځم : په خدمت كي به يې پوره مخلص وي .

(۶): لارښوونو،احوالواو خبرو ته به يي پوره پاملرنه كوي .

(۷)د شيخ خبره به هيڅ عبث نه پريږدي .

(۸) : د استاد او شيخ خويونه به په ځان كي پيداكوي .

(۹) : په ټولو احوالو ،افعالو او اقوالو كي به ورپسي اقتداء كوي .

(۱۰) : بيله اجازې به نه ور داخليږي پر مصلى به يې پښې نه ږدي ،پر بستر به يې نه بيديږي ،كالي به يې نه اغوندي ، دده تر مرګ وروسته به يې ښځه نه په نكاح كوي چي دشيخ د ظاهري او باطني ګټو نه محروم پاتيږي .

(۱۱) : كه يې شيخ هر څومره ورته بد ووايې، تهديد يې كړي،او زجر يې كړي هيڅ  مخ دي نه ځيني اړوي بلكه هميشه دي دده په مينه او پيروي استقامت او د مشقاتو تحمل  وكړي .

(۱۲) : د شيخ په مجلس كي دي بيله سخت ضرورته د چا سره خبري نه كوي كه ځيني دكومي مسئلې پوښتنه وكړي شي د شيخ په حضور كي دي جواب نه وركوي او په هيڅ وخت كي دې له چا سره مجادله او مباحثه نه كوي تر څو چي د شيخ په مجلس كي وي په اداب به ناست او خپل  استاد ته به ګوري .

(۱۳) : هميشه به دا عقيده او باور لري چي په همدا وخت كي زما شيخ تر ټولو كامل دي ، دشيخ د دښمن، حاسد، متعصب، خبروته به غوږ نه ږدي بلكه  د داسي خلګو دمجلس او ملګرۍ نه دي تښتي. دشيخ د معصوميت  ( د ټولو ګناهونو څخه دپاكوالي ) عقيده به نه لري ، په ظاهر كي به د شيخ مخالفت نه كوي په باطن كي به ورباندي د نيوكي او اعتراض څخه ځان ساتي .

په كومه اندازه چي دغه او داسي نور آداب مراعت كړل سي په هغه اندازه دشيخ د ظاهري علومو او لارښوونواو هم د باطني علومو او بركاتو څخه برخمن كيدلاى سي  اود شيخ دخدمت له كبله و لوړو درجو ته رسيدلاى سي .