تصوف و فرد او ټولني ته د ښه ژوندانه ډيره غوره لاره ده

تصوف و فرد او ټولني ته د ښه ژوندانه ډيره غوره لاره ده

لكه څرنګه چي مو د تصوف په تعريف كي ولوستل چي تصوف اخلاق دي، په دې معنى چي كومي دفرد او ټولني هلاكونكي ناروغۍ چي دانسان په زړه كي سته او هره يوه ددې باطني ګناهونو د بې شميره بدو اخلاقو بنسټ او زيږونكى دي تصوف د همدې ناروغيو درملنه كوي .

د بيلګي په توګه حسد پر زړه يو داسي بد خلق او بده ناروغۍ ده چي پر سيره پر اخروي زيانونو دفرد او ټولني لپاره زياتي ستونزي زيږوي لكه څرنګه چي پوهيږې حسد و دي ته ويل كيږي چي الله جل جلاله كوم مسلمان ورور ته نعمتونه او خوشحالۍ وركړي وي حسد كونكي هميشه په خپل زړه كي ډير خفه وي او داسي بې ځايه او بې ګټي ارزو لري چي د خدى جل جلاله د وركړي شوي نعمت دي دده مسلمان ورور څخه واخيستل سي او دى پخپله دهغومره نعمتونو څښتن سي .

چي په دې سره حسد كونكي په دنيوي او اخروي لحاظ د بې شميره ګناهونو او ستونزو تر څنګ خپل ځان په يوه  روحي ناروغۍ اخته كړى دى .

هميشه بې له دې چي و مقابل لوري ته كوم ز يان ورسيږي پر خپل زړه باندي يې د بې شميره خفګانونو بار اخيستى دى .

هميشه دا كوښښ كوي چي د ده مسلمان ورور ته كوم زيان ورسيږي او خپل ځان په مادې لحاظ په هره لار چي وي دهغه سره برابر كړي دهيڅ حلال او حرام پرواه نه لري چي ورڅخه  غلا، رشوت، چم، فريب، خيانت او داسي نور غير اسلامي او غير انساني كارونه رامنځته كيږي چي زيانونه يې هم پخپله و ده ته او هم د ټولني نورو و ګړو ته رسيږي .

بر عكس تصوف و خپلو پيروانو ته دا لارښونه كوي چي د بدو اخلاقو تر پاكيدو وروسته خپل زړه په نيكو اخلاقو سره ښائسته كړي.

هر يو ددې نيكو اخلاقو د نورو بې شميره  نيكو اعمالو يو اصل او بنسټ دى چي ورڅخه ډير نور ښه خويونه پرې منځته راځي .

دبيلګي په توګه صبر چي د زړه دنيكو اخلاقو څخه يو دى كه د كوم چا ز ړه د ذكر كولو په واسطه روښانه سي او وركي د صبر نيالګى وپالل سي او خپل ثمر ته ورسيږي ، بر سيره پر دې چي د صبر خوږې ميوې پخپله په دنيا او آخرت كي وخوري بلكه ددې ميوو څخه ټولنه هم زياته ګټه پورته كولاى سي .

همدارنګه قناعت چي د زړه دنيكو اخلاقو څخه دى كه چيري دقناعت ونه د ذكر كولو په اوبو سره خپلي ميوې پخې كړي نو كوم څه چي دلوى څښتن له لوري وده ته مقرر سوي وي په هغه بسنه او قناعت وكړي د زړه سكون او روحي ارامتيا به يې په برخه سي او هم به يې د ټولني نور وګړي دده له شر څخه و ژغورل سي .

تصوف و خپلو پيروانو ته د ذكر په واسطه په زړه شفقت،حلم،عفوه، مهرباني او نورو مسلمانانو ته د ګټي رسولو ماده ژوندۍ كوي .

انسان په رښتيا سره وپوهيږي چي و نورو مسلمانانو ته ګټه رسول څومره يونيك كار دى څومره انسان په دنيا او آخرت كي دعزت خاوند كولاى سي او ونورو مسلمانانو ته زيان رسول څومره غير اخلاقي، غير اسلامي او غير انساني كار دى او څومره انسان د اخروي زيانونو سره مخامخ كوي .رشتني مومن هميشه دا تلاش كوي چي ټولني ته خدمتګار او هغوې ته ګټه رسونكي و اوسي .