د اولياء الله څخه د انكار زيانونه
2010-01-26 01:07:17
د اولياء الله څخه د انكار زيانونه
لوى څښتن عزوجل بنده ته لوى عزت شرافت او كرامت وركړى دى لكه چي الله عزوجل فرمائې : ( لقد كرمنا بني آدم )
په ځانګړې توګه مؤمن انسان والله عزوجل ته ډير ګران او قدرمن وي او لوى څښتن عزوجل ټول انسانان له دې څخه په كلكه منع كړي چي بل مسلمان ته تكليف ورسوي ازار يې كړي ،تهمت اوبهتان پرې ووايې ، ورسره بغض كوي، سوءظن (بدګماني) پر كوي او داسي نور . كه درسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث او لارښوني ته پوره پاملرنه وسي څرګنده به سي چي دايمان او اسلام د تكميل څخه دادى چي بل مسلمان ته ګټه ورسول سي او دهغه له بد ويلو ،بغض، بدګماني، څخه ځان و ژغورل سي .
په خاصه توګه پر هغو كسانو باندي د بدو ويلو څخه بايد ځان وژغورل سي كوم چي لوى څښتن عزوجل ته ډير نږدې كسان دي ، دالله عز وجل اولياء او دوستان دي، د محمدي دين رښتني وارثان ،په ظاهر او باطن كي د الله عزوجل ته تسليم او دده رضا په لټه كي ، او دالله عزوجل محبان او محبوبان دي .
مؤمنان كوم چي په الله عزوجل او دآخرت پر ورځ ايمان او باور لري بايد پوره پاملرنه وكړي چي په بې علمۍ او ناپوهۍ سره پر هغو كسانو بد ويل ،بد ګماني كول، او دهغوې څخه انكار ونه كړي كوم چي خپل ځان ،زړه او روح يې ټوله دالله عززوجل په مينه منور كړي او قربان كړي وي ، چي هم دا اولياء كرام دي چي د سيد رسول صلى الله عليه وسلم رښتني ميني يې په زړه كي ځاى نيولى، دهغه ددين پيروان ، وارثان ، ددې دين ساتونكي حمايت كونكى، هم دې دين ته د امت رابلونكي او هم د دې دين خپرونكي دي .
يوڅوك چي خپل روح ، زړه، ځان، سر ومال ،وخت او هرڅه دالله عزوجل په مينه او رضا كي قرباني كړي لوى څښتن عزوجل هم ورته هغه كرامت ،عزت او مرتبې وركوي چي دهمدې ګران بنده په سبب الله عزوجل ډير انسانان د ابدي نعمتونو اوجنت وړ وګرځوي او هم دده له كبله د ډيرو كسانو محروميت په برخه سي او دعذاب مستحق وګرځي : د اولياؤو سره دښمني كونكو او دهغوئ سپكاوى كونكو او بغض كونكو په اړوند په حديث قدسي كښې راغلى دي :
)من عاد ي لي وليا فقد اذ نته بالحرب( [1]
كه څوك زما له ولي (دوست) سره دښمني كوي يا يې سپكاوى كوي زه دجنك اعلان ورته كوم . اللهم لا تسطنا بعضناعلي بعض واد خلنا كلنا في رحمتك
د اولياوو بغض
په لوى څښتن سره پناه غواړو د اولياؤ دعداوت ،سپكاوي ،بغض او انكار څخه ، د اولياؤ الله سپكا وي ددوي سره دښمني دلوى الله عز وجل سره محاربه او جګړه كول دي بده نتيجه يي داسي كيدلاى سي چي زړه ډير تور او سخت سي چي بيا ورته حق لاره نسي موندلاي كه هر څومره په همدې ګمراهي كي روان وي فكر كوي چي زه پر سمه لاره يم او دځان د اصلاح فكرهم نه كوي.
شيطان انسان په دې غولوي چي اولياء څوك او چيرته دي يا هم اولياء وجود نه لري حال دادى چي دنيا هيڅكله د اولياؤو څخه خالي نه ده په هر وخت او هر ځاى كي دالله دوستان شتون لري داخپله دانسان د زړه د هنداري زنګ ، ، دزړه ناروغي ،تكبر، خود خواهي ،ناپوهي، تعصب، دي چي نه پريږدي ورته اولياء څرګند سي ، او بل هم داولياؤو طلب نه كوي كه څوك وغواړي او داولياؤو طلب وكړي حتما به ورسره پيداكړي او هم به لويه ګټه ترينه پورته كړي .
لكه چي عبدالرحمان بابا فرمايې چي غوټې پسي وهې په لاس به درسي ، چا ويل چي په درياب كي ګوهر نسته .
من طلب فقد و جد
الله عزوجل څلور شيان په څلورو كي پټ كړي دي :
1. اسم اعظم په خپلو نومونو كي : حكمت پكښي دادى كه څوك داسم اعظم په طلب وي او هم په زړه ددي لوي ګټي لاس ته راوړلو ارزو ولري دالله عز وجل د ټولو اسماؤو ذكردي وكړي تر څو اسم اعظم په هغونمونو كي دي .
2. شب قدر په رمضان مياشت كي : حكمت پكښي دادى چي كه څوك د شب قدر د فضائلو حاصلولو ارمان او خواهش ولري او ددومره لويي ګټي څخه برخمن كيدل غواړي بايد درمضان المبارك په هره شپه كي عبادت وكړي تر څو دافضيلت لاس ته راوړي .
3. د قبليدلو ساعت په جمعه كښي : په دې كي حكمت دادى چي دجمعې ورځ ټوله په ذكر او عبادت تيره سي .
4. اولياء الله او خپل دوستان په خلګو كي : په دې كي حكمت دادى چي كه څوك غواړي دلوى څښتن ددوستانو مجلس ،ملګري، او دوستي ور په برخه سي او اولياء الله لاس ته ورسي نو دهر چا احترام ،عزت، خدمت دي وكړي او هم دي حسن ظن پرې وكړي او په ځانګړې توګه د هغوكسانو چي و دې لاري ته منسوب وي او څه ناڅه اثار پكښي څرګند وي تر څو پر ولي پيښ سي .
داوليا وو محبت
اولياءكرام اوصالحين بندګان درسوالله صلي الله عليه وسلم ددين حقيقي وارثين ،خادمين اوپيروان دي .او هم رشتني علماء ، .په علم عاملين اوپه هغه كي مخلصين دي .دنفس په تزكيه ، زړه په تصفيه
،او.روح په تجليه سره يي بري موندلي دي.كله چه دالله عز وجل دا صالحين بندګان ددومره لوړو صفاتو څښتنان دي پرموزهم ددوي دصداقت ،ولايت او دحب في الله دامردپر ځاي كولو له كبله له دوي سره محبت لازم دي ددوي دمحبت په شان كي ويل شوي دي .
ابوالفوارس وايې :
) ما تعبد متعبد باكثر من التحبب الى اولياء الله لانه اذا احبهم احب الله واذا احبوا احبه الله (
د اولياء الله سره تر محبت كونكي هيچا ډير عبادت نه دي كړى ځكه كله چي سړى له دوې سره محبت وكړي دالله عزوجل سره محبت كوي او كه ورسره دوې محبت وكړ الله عزوجل ورسره محبت كوي .
ابويزيد بسطاميرحمه الله تعالي فرمايې :
د اولياؤ الله سره مينه وكړه تر څو ستاسره مينه وكړي بيشكه الله عزوجل د اولياوو زړونه ته نظر كوي ښايي د خپل ولي په زړه كي ستانوم وويني او بخښنه درته وكړي .
سفيان هلالي كوفي فرمايې :
كه څوك له هغه چا سره مينه كوي چي هغه دالله عزوجل سره محبت كوي بيشكه دى دالله سره مينه كوي . دهغه غټو كارونه چي بنده ولوړو درجو ته پورته كوي او ده ته ډير ګټي راجلبوي د صالحينو بندګانو صحبت، دوستي، اقتداءاو د دوې له علمه څخه ګټه اخيستل دي.
ځكه په دې اړوند ابوالحسن شاذلي فرمائي :
) والله ما افلح من افلح الا بصحبة من افلح (
: والله چي برې نه دي موندلي هغه چا چي برې موندلي مګر په صحبت د هغه چا چي برې موندلې دي .
ابوسعيد ابن منصور الشاپوري فرمائي :
كه څوك د اولياؤ الله سره محبت او ملګري وكړي دالله ولاري ته پر رسيدلو كامياب سو .
سيدي ذولنون مصري فرمايې :
د صالحينو په مجلس او صحبت طيب اوښه ژوندون لاس ته راځي خير ټوله په صالح ملګري كي راجمع دي كله چي غافل سي تاته يې يادوي كله چي ذاكر يې مرسته درسره كوي .
حماد تيماني فرمايې :
وشريف حالت ته څوك نه دى رسيدلى مګر په ادا كولو د فريضې، په صحبت د صالحينو او په خدمت د فقراء الصادقينو .
همداسي د الله عزوجل د لويو نعمتونو پر خلګو دادي چي و دوې ته دخپلي دوستانو او سپيڅلوبندګانو پر خدمت توفيق وركړي .
په دې اړوند ويل شوي دي :
كه څوك د نيكانو بندګانو خدمت وكړي و لوړو درجو ته به رسيږي ، تالره د دنيا څخه دوه شيان كفايت كوي خدمت د ولي صحبت دفقير ، ستا زړه سپيڅلى كيدلاى نسي مګر د لوى څښتن لپاره په صحيح نيت سره او ستا بدن سپيڅلى كيدلاى نسي مګر د اولياؤ الله په خدمت سره. اللهم نور قلوبنا ود لها عليك وصف اسرارنا وقربهامنك