د حضرت محمد خرقه په كندهار كي
2009-04-12 02:08:27
د حضرت محمد خرقه په كندهار كي
... په كال 1186 س ل كي اعليحضرت تېمورشاه د كابل علي آباد سيمي
ته ولاړ، او د هغه ځاى څخه چي په 1182 س ل كال كي خرقه شريفه هلته ايښودل سوې وه
ليدنه وكړه. په پخوا كي كله چي د سمرقند د ده بيد د سيمي څخه خرقه شريفه و بلخ ته
يووړل سوه د هغې ځاى د سخي شاه مردان په نوم ونومول سو، اعليحضرت تېمورشاه هم د علي
آباد په سيمه كي د خرقې شريفي تمځاى د درنښت له مخي په "سخي شاه مردان" ونوماوه.
له نوموړي سيمي څخه كله چي خرقه شريفه پورته كړل سوه، خلكو پر همهغه ځاى (1) ډبري
راوګرځولې او زيات كولو ته به يې راتلل.
اعليحضرت تېمورشاه همدغه ځاى ته نژدې د اوبو يو څاه وكښى تر څو زيارت كوونكي د دې
غره په لمن كي د څښنګ او اوداسه لپاره اوبه ولري او زيات ته په څرمه ځانګړې كړې
مځكه كي يې د توت درختي كښېنولې.
ځيني خلك د ښه فكر او اخلاص له مخي دغه ځاى د حضرت امير الموْمنين علي تمځاى بولي
او هغه ډبره چي په منځ كي سُرى لري او خرقه شريفه يې پر سر باندي ايښودل سوې وه تر
څو له مځكي څخه لوړه وي او خلك به د زيارت لپاره تر همهغه سُري وتل د ذوالفقار ډبره
بولي.
دا ټول يو عام حسن نيت دى او حقيقت دا دى چي په نوموړې سيمه كي په 1182 س ل كي خرقه
شريفه ايښودل سوې وه او خلك له همهغه لامله په درنښت او عزت ورته ګوري او اوس د
كابل خلك هلته د نوروز دوديزه روځ لمانځي.
د خرقې شريفي په هكله صادر سوي فرمانونه او وقف ليكونه:
د كندهار د خرقې شريفي په هكله د تاريخ په اوږدو كي افغان پاچهانو يو لوړ فرمانونه
صادر كړي دي چي نوموړي فرمانونه ته په لاندي بحث كي په لنډه توګه كتنه كوو :
وروسته تر هغه چي خرقه شريفه اوسنۍ ودانۍ ته رانقل سوه تېمورشاه كابل ته ولاړ. ځيني
علماء او قومي مشران كابل ته ورغلل او د ده و درانه حضور ته يې عرض وكړ چي لوړ درشل
احمدشاه بابا د ډېر احتياط له مخي خرقه شريه د وزير شاه وليخان كور ته نژدې په زړه
جامع كي كښېښودل.
دا په داسي حال كي چي نور ټول علماء او قومي مشران د ښار په دننه كي ميشت وو او د
خرقې شريفي څخه يې په ټينګه څارنه كول. خو اوس چي خرقه شريفه نوي ودانۍ ته چي په
روضه باغ كي موقعيت لري نقل سوې ده، داسي نه چي د پخوانيو پېړيو په شان د هغې د
متوليانو له خوا بېځايه سي، د كندهار څخه هم و بل لور ته يووړل سي چي له دې امله د
امپراتور تېمورشاه سره و كندهار ته تر خپل راتګ پوري مخته اندېښنه ورسره وه.
كله چي اعليحضرت تېمورشاه كندهار ته راغى د متوليانو په هكله يې پر دې سربېره چي
دوى د كندهار وه او ملت ته د ځانګړي باور وړ وو د خرقې شريفي په ساتلو يې ټينګار
وكړ او د دوى د شخصي ژوند د سمون لپاره يې د كندهار نهرشاهي (شاه واله) او هغه مځكي
چي د نوموړي ويالې څخه خړوبېدې ځانګړي كړې، او واك يې د تولا و څښتنانو ته وسپارى.
د خرقې شريفي لپاره وقف ليك :
امپراتور تېمورشاه د شاه ويالې پر وقف ليك د خپلو ټولو وروڼو مهرونه ولګول تر څو په
دې ثواب كي د اعليحضرت احمدشاه بابا ټول زامن شريك وي او د خير په دعا ياد سي.
نوموړى وقف ليك چي نژدې يو متر او پنځه ويشت سانتۍ اودږه او دېرش سانتۍ بر لري د
نسخ او نستعليق په ښكلو خطونو د 1196 س ل كال د خدايتعالى (رجب المرجب) په مياشت كي
ليكل سوى دى او اوو وروڼو هر يوه : تېمورشاه سلېمان، اسكندر، پروېز، داراب، شهاب او
سنځر مهرونه باندي سته.
نوموړې وقفليك د امپراتور تېمورشاه په دې سفر كي و كندهار ته په داسي حال كي اوو
وروڼو مهر كړى چي هغوى هم ټول ژوندى وو، او په خپل لاس يې و حاجي عبدالحق الكوزي ته
وسپارى.
په يوه بل فرمان كي چي د 1196 س ل كال د كوچني اختر (شوال المكرم) د مياشتي پر 26
مه نېټه صادر سوى دى په هغه كي داسي راغلي دي چي هغه يوه اندازه مځكي چي د شاه
ويالې څخه خړوبېدلې او د خلكو له خوا باغونه پكښي ختلي وو د هغوى ماليات هم بايد د
شاه ويالې د نورو مځكو د محصولاتو سره يو ځاى د خرقې شريفي پر موقوفاتو اضافه سي.
پنځوس منه ډوډۍ په هره روځ كي :
په هغه فرمان كي چي د 1197 س ل كال د څلرمي خور (جمادى الثانى) پر څلرمه نېټه د
حاجي عبدالحق پر نامه صادر سوى دى پر دې ټينګار سوى دى چي پنځوس منه ډوډۍ دي په
تبرېزي من (2) هره روځ د شاه ويالې د حصول څخه پخه او پر بې وزلو او خوارانو دي
خيرات كړل سي. د يادولو وړ ده چي په 1182 س ل كال په كابل كي هم هره روځ پنځوس منه
ډوډۍ د افغانستان د دولت له خوا پر خوارانو او بېوزلو باندي خيرات كېدل. په دې
فرمان كي دا ثابته سوېده چي مزل باغ (منزلباغ) هم د خرقې شريفي په موقوفاتو كي شامل
و، ځكه چي نوموړي حاجي عبدالحق د مزل باغ د مځكو په نيمايي كي د انګورو باغونه كښل
غوښتي وه.
ځيره او د علماوو ټاكنه :
دا چي امپراتور تېمورشاه يو متدين او علمپاله پادشاه و، د هيواد د بچيانو د زده كړي
لپاره يې د 1198 س ل كال د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر دوولسمه فرمان صادر كړ چي په
هغه كي د څو تنو عالمانو او شاعرانو نومونه هر يو : ملا خدابخش حوازى اسحاكزى
ملاباشي، ملا مداح د شرعيه محكمې رئيس، ملا الياس، شاعر ملا پيرمحمد كاكړ او ملا
دوست محمد تبرېزي متخلص په عزيز لپاره معاشونه او ماكولات منظور سوي دي.
پورتني علماء او شاعران په همهغه وخت كي د كندهار د علمي مدرسې مشران وو. همدار راز
په دې فرمان كي د خرقې شريفي د فرشونو د حالت څخه پر څارنه هم ټينګار سوى دى.
كله چي د حاجي عبدالحق متولي څخه د 1190 س ل كال فرمان ورك سو او ده د بل فرمان
غوښتنه د امپراتور تېمورشاه څخه وكړه ورسره يې د خرقې شريفي د فرشونو د نوي كولو او
همدا راز يې د زيارت د ودانۍ د كټارو د بيا رغولو غوښتنه وكړه چي په جواب كي د لوى
اختر (ذيحجه الحرام) د مياشتي پر څورلسمه د كال 1200 س ل فرمان صادر سو چي پكښي
راغلي تر څو د خرقې شريفي د زيارت د فرشولو لپاره دي د قاين د ولايت څخه غالۍ راوړل
سوي. د همدې فرمان پر بنسټ د قاين ولايت څخه غالۍ راوړل سوي او په زيارت كي اواري
كړل سوې. تر دې دمخه د خرقې شريفي زيارت په ښايستو كندهارۍ كراستو باندي فرش سوى و.
پورتنى فرمان د خرقې شريفي په باب د اعليحضرت تېمورشاه وروستنى فرمان و. اعليحضرت
تېمورشاه د مراق د مرض له كبله د 48 كالو په عمر د يكشنبې په شپه د كوچني اختر د
مياشتي پر اوومه په 1207 س ل له دې نړۍ څخه سترګي پټي كړې. روح دې ښاد وي !
نوموړى د 1186 س ل څخه تر 1207 س ل پوري د څه دپاسه 21 كلونو لپاره د افغانستان
پادشاه و.
د ده ځاى ناستى امپراتور زمانشاه د 1207 س ل كال د دوشنبې په روځ د كوچني اختر پر
اتمه باندي د كابل په بالاحصار كي د سلطنت پر ګدۍ كښېناست.
نوموړي امپراتور هم د خپل پلار په شان متدين شخصيت و په خپل لومړني فرمان كي يې د
خپل ورور شهزاده همايون په نامه چي په كندهار كي يې حكومت كاوه وليكل چي د اشرف
البلاد د زيارتونو د موقوفاتو په رعايت او د علماوو د ژوند د ښه كولو په باب دي يوه
دقيقه هم غفلت ونه كړي.
د امپراتور زمانشاه فرمانونه د خرقې شريفي د موقوفاتو په هكله :
امپراتور زمانشاه د 1208 س ل كال د صفري د مياشتي په فرمان كي چي د حاجي عبدالحق
متولي په نامه صادر سوى دى، ليكلي دي چي د شاه ويالې د حصول څخه دي د څلورو تومانو
په اندازه پيسو باندي دوه تنه مزدوران د زيارت د چوپړ لپاره وګمارل سي، او دا
يادونه هم سوې وه چي نوموړى متولي كولاى سي د نورو موقوفاتو څخه د پخوانيو فرمانونو
په اساس كار واخلي.
د امپراتور زمانشاه د 1209 س ل كال د صفري د مياشتي په فرمان كي چي د خپل زوى
شهزاده سلطان حيدر په نامه چي په همدې وخت كي د كندهار واكمن و، راغلي دي چي د شاه
ويالې پاكول دي د پخوا په شان د كندهار د چاربلوك (3) د سيمي ميشته خلك وكړي.
حاجي عبدالحق اخندزاده د كندهار د خرقې شريفي لومړنى متولي په كال 1214 كي وفات سو.
د څه مودې لپاره د خرقې شريفي تولا د ده زامنو حاجي حفيظ الله، حاجي نعمت الله، ملا
ولي محمد او حاجي عبدالغياث كوله. وروسته له څه مودې د حاجي حفيظ الله په غوښتنه او
د امپراتور زمانشاه په فرمان چي د 1214 س ل كال د څلورمي خور په مياشت كي صادر سو
نوموړى د متولي په رتبه ومنل سو، او دا يادونه هم سوېده چي د شاه ويالې د حصول لسمه
برخه دي د ځان او پاته دي د پخوا په شان ډوډۍ پخوي او پسونه دي پر بېوزلو او
خوارانو خيراتوي. په همدې فرمان كي د شاه ويالې حصول په لاندي ډول ذكر سوى دى :
1. نقدي حصول :: دوه ويشت تومان
2. غله :: دوه سوه پنځوس خرواره
3. پروړ :: دوه سوه پنځوس خرواره
د امپراتور زمانشاه په يو بل فرمان كي چي د 1215 كال د دوهمي خور (ربيع الثاني) په
مياشت كي صادر سوى دى داسي ليكل سوي دي چي: هر كال دي و حاجي حفيظ الله ته د كندهار
د دولتي خزانې څخه د مالياتو د چهل و يك له حسابه 20 تومانه وركړل سي. تر څو نوموړي
پيسې د خرقې شريفي د خيراتونو او نورو لګښتونو لپاره ولګول سي. د همدې فرمان څخه دا
څرګنديږي چي په همدې وخت كي د كندهار د مالياتو چهل و يك چي فيض الله خان پوپلزى و.
كله چي شاه محمود د 1216 س ل كال د صفري په مياشت كي د سيستان له لاري كندهار ته
راغلى او د همدې كال د لومړۍ خور پر 13 مه نېټه يې د سلطنت واګي تر لاسه كړې د خرقې
شريفي په هكله يې په خپل لومړني فرمان كي چي د همدې مياشتي پر 21مه نېټه صادر سوى
دى د حاجي ملا حفيظ الله د متوليتوب رتبه د زمانشاه د واكمنۍ په شان تاييد كړه.
په خپل دوهم فرمان كي چي په همدې مياشت كي يې د خرقې شريفي په هكله صادر كړ و دولتي
چارواكو ته يې لارښوونه وكړه تر څو د شاه ويالې پاكول دي د زمانشاه د واكمنۍ په شان
د كندهار د چاربلوك د سيمي خلك كوي.
د خرقي شريفي په هكله يې په خپل درېيم فرمان كي چي هغه هم په همدې مياشت ياني د ده
د ناستي په لومړۍ مياشت كي صادر سوى، په هغه كي د كندهار د هغه وخت نامتو علماء ملا
خدابخش حوازى اسحاكزى ملاباشي، ملا نصرالله د كندهار د محكمې امين، ملا الياس، ملا
پيرمحمد كاكړ، ملا دوست محمد ترين او داسي نورو علماوو ته ويل سوي دي چي د شاه
ويالې پر حصول باندي چي خرقې شريفي ته ځانګړى سوى دي د حاجي حفيظ الله سره كومه
دعوا ونكړي.
په 1218 س ل كال كي كله چي شهزاده كامران په كندهار كي واكمن و د سردار محمد كلان
خان په نوم چي په سند او ښكارپور كي يو لوړ پوړى چارواكى و د كندهار د زيارتونو د
موقوفاتو په هكله چي خرقه شريفه يې د درنښت له مخي په سر كي ده داسي وليكل چي :
" ټول هغه حصول چي په پخوا كي و زيارتونو او يا هم علماوو ته وقف سوي وه پر خپل ځاى
پاته دي او
هيڅ عالم، سيد، شېخ او سوالګر ته دي تكليف نه وركول كيږي.
د روضه باغ د نهر وقف :
شاه شجاع د خپلي واكمنۍ په لومړۍ دوره كي د 1221 س ل كال د لومړۍ خور پر دوه ويشتمه
د خرقې شريفي د موقوفاتو په هكله فرمان صادر كړ.
په نوموړي فرمان كي يو اندازه مځكه چي په اشرف البلاد كي يې موقعيت درلود او د روضه
باغ په نهر يې شهرت درلود د حاجي ملا حفيظ الله په نامه وقف كړه.
شه محمود په خپله دوهمه دوره كي په كال 1223 س ل د دوهمي خور په مياشت كي د كندهار
د واكمنو په عنوان وليكل :
د شهزاده سلېمان په نامه دوه كاروانسرايه او كوچنى بازار دي و حاجي ملا حفيظ الله
متولي ته وسپارل سي تر څو د هغه په عوايدو باندي د خرقې شريفي د زيارت چوپړ، د
څراغونو تېل، ځيرې، ودانۍ او داسي نورو چارو د لګښتونو لپاره وكارول سي. دغه عوايد
به هر كال د خرقې شريفي د زيارت د سمون او چوپړ لپاره مصرفيږي.
د خرقې شريفي په هكله په تر لاسه سوو فرمانونو كي پورتنۍ فرمان د سدوزو واكمنو
وروستۍ فرمان دى چي تر لاسه سوى دى او داسي ښكاري چي نوموړى فرمان به يې د همدې لړۍ
وروستى فرمان وي.
د خرقې شريفي په هكله لومړنى تر لاسه سوى فرمان د محمدزو په واكمني پوري اړه لري
هغه د اميرشېرعلي خان د واكمنۍ پر مهال د خرقې شريفي په هكله فرمان دى. نوموړى
فرمان هغه وخت صادر سو كله چي ملا عبدالله اخوندزاده د ملا رحمت الله اخوندزاده زوى
د عبدالغياث اخوندزاده لمسي او د حاجي عبدالحق الكوزي كړوسي د اميرشېرعليخان و
دربار ته په دې عارض سو چي د خرقې شريفي د زيارت تولى او چوپړ د پلار او نيكه څخه د
دوى وه او په بل چا پوري يې اړه نه درلوده، خو اوس ځيني پردي كسان په تولى كي ځان
شريك بولي او موږ ته مزاحمت كوي.
ملا عبدالله اخوندزاده چي كوم سندونه او فرمانونه په لاس كي درلودل هغه يې امير ته
وړاندي كړل تر څو د هغو په كتلو او ويلو امير ده ته بل نوى سند هم وركړي، څرنګه چي
امير د خرقې شريفي په تولى كي لازم مالومات نه لرل نو له دې امله يې وفرمايل چي :
د دوى اسناد دي وكتل سي كه تولى د ملا عبدالله اخوندزاده حق وي نو بايد هيڅوك د
تولى په چارو كي ده ته خنډ نه سي او ټول پخواني موقوفات دي ورته وركړل سي، كه كوم
بل ته د دوى د كورنۍ څخه د پخوا څخه په نوموړو موقوفاتو كي شريك وي همهغه پخوانى
وېش دي وساتل سي. او كه بل څوك د ده سره په دې هكله دعوا وكړي نوموړى دې مخنيوى
وكړي.
شنبه د كوچني اختر د مياشتي اوله 1295 س ل كال
پورتنى فرمان چي د كندهار د خرقې شريفي د زيارت په هكله و د محمد نبي خان واصل
دبيرالملك په خط ليكل سوى دى او فرمان پر شا باندي مهر سوى دى په نوموړي مهر كي سنه
1290 ويل كيږي چي دا د محمد جان خان واصل د ټاكلو نېټه ده د پخواني دبيرالملك
محمدحسن پر ځاى.
نور بيا ...
لمن ليكونه :
1. امان الله شاه غازي د خپل سلطنت په لومړيو كي د هيواد د خپلواكۍ د بيرته اخيستلو
په وياړ او هم په دې وياړ چي خرقه شريفه د ده د مورني نيكه ګانو له خوا راوړل سوې
ده په خپلو شخصي پيسو يې د زيارت ودانۍ ورجوړه كړه او ګنبته يې په اوسپنيز چادر
وروپوښل، او په كال كي يې يو ځل يو لوى ډبرين دېګ چي د سخي په دېګ مشهور و د ماليدې
څخه ډك پخاوه او پر بې وزلو او خوارانو باندي به يې وېشى. په همدې وخت كي د چنداول
د سيمي اهل تشيع وروڼه په دې عرض چي د خپلو مړو د ښخولو لپاره په كابل كي ځانګړې
هديره نه لري د علي آباد دښته ورته وټاكل سوه. او هغه ګمان چي د سخي د زيارت پر
شاوخوا باندي دغه هديره د سدوزو د واكمنۍ له وخته ده حقيقت نه لري.
2. تبرېزى من : عبارت د وزن د يو قياسي واحد څخه دى چي نږدې 3 كېلو ګرام وزنه سره
مساوى دى.
3. بلوك اصلاً د فرانسوي ژبي Bloc څخه اخيستل سوى دى. مانا يې دسته يا ټوټه ده چي
په اصطلاح كي هغه ناحيې ته وايي چي څو كلي پكښې وي، او يا څو يو موټي هيوادو ته ويل
كيږي چي يوه سياسي كړنلاره ولري. د اېران د هيواد په پخواني اداري وېش كي يې د
ولايت يوې برخي ته چي څو كلي پكښي وو بلوك ويل كېده. چي دلته يې د يادوني څخه مانا
د اشرف البلاد د ښار د شاوخوا كلي كېداى سي. "ژباړن"