دحضرت عمر بن خطاب رض څخه روایت دی .
2009-03-23 03:52:10
بِسٌمِ اللهِ الَّر حٌمٰنِ الَّرحِیٌمِ° عَنٌ عُمَرَ بٌنِ الْخَطَّابِ رَضِیَ اللهَ عَنٌهُ قَا لَ
بَیٌنَمَاعِنٌدَ رَسُوٌ لِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیٌهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ
یَوٌ مٍ اِ ذْا طَلَعَ عَلَیٌنَا رَ جُلُ ُ شَدِ یٌدُ بَیَاضِ الثِّیَا بِ
شَدِ یٌدُ سَوَادِ الشَّعٌرِ لاَ یُريٰ عَلَیٌهِ اَثَرُ السَّفَرِ وَ لاَ
یَعٌرِفُهُ مِنَّا اَ حَدُُ حَتّٰی جَلَسَ اِلیَ النَّبِّی صَلَّی اللهُ
عَلَیٌهِ وَ سَلَّمَ فَاَسٌنَدَ رُ کْبَتَیٌهِ اِ لیٰ رُ کْبَتَیٌهِ وَ وَ
ضَعَ کَفَّیٌهِ عَلیٰ فَخِذَیٌهِ وَ قَا لَ : یَا مُحَمَّدُ ! اَخٌبِرٌنیِ
عَنِ الاِْسٌلاَمِ ، قَا لَ الاِْسٌلاَمُ اَنْ تَشٌهَدَ اَنْ لاَّ اِلٰهَ
اِلاَّ اللهُ وَاَنَّ مُحَمَّدً ارَّ سُوٌ لُ اللهِ وَ تُقِیمَ الصَّلٰوةَ
وَتُؤٌ تِیَ الزَّ کٰوةَ وَ تَصُوٌ مَ رَمَضَانَ وَ تَحُجَّ الْبَیٌتَ اِ
نِ اسٌتَطَعٌتَ اِ لَیٌهِ سَبِیٌلاً ، قَا لَ صَدَقْتَ فَعَجِبٌنَا لَهُ
یَسٌاَ لُهُ وَ یُصَدِّ قُهُ ، قَا لَ فَاَ خٌبِرٌ نِی عَنِ الاِْ یٌمَانِ
، قَا لَ اَنْ تُؤٌ مِنَ بِاللهِ وَ مَلٰئِکَتِهِ وَ کُتُبِهِ وَرُسُلِهِ
وَالْیَوٌ مِ الاْ ٰ خِرِ وَ تُؤٌ مِنَ بِالْقَدٌ رِ خَیٌرِ هِ وَشَرِّ هِ
، قَا لَ صَدَقْتَ قَا لَ : فَاَخٌبِرٌ نِیٌ عَنِ الاِْ حٌسَانِ قَا لَ
اَنْ تَعٌبُدَ اللهَ کَاَ نَّكَ تَرَا هُ فَاِنْ لَّمٌ تَکُنٌ تَرَا هُ
فَاِنَّهُ یَرَا كَ ، قَا لَ فَاَخْبِرٌ نِیٌ عَنِ السَّاعَةِ ، قَا لَ
مَاالْمَسٌئُوٌ لُ عَنٌهَا بِاَعٌلَمَ مِنَ السَّا ئِلِ ، قَا لَ
فَاَخٌبِرٌ نِیٌ عَنٌ آمَارَاتِهَاقَا لَ اَنْ تَلِدَ الاْ ٰ مَّةُ
رَبَّتَهَاوَاَنْ تَرَیَ الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِ عَآءَ
الشَّآ ءِیَتَطَا وَ لُوٌنَ فِی الْبُنٌیَانِ ، قَا لَ ثُمَّ انٌطَلَقَ
فَلَبِثْتُ مَلِیَّا ثُمَّ قَا لَ لِیٌ یَاعُمَرُ!اَتَدٌ رِیٌ مَنِ
السَّآئِلُ ؟ قُلْتُ اَللهُ وَرَسُوٌلُهُ اَعٌلَمُ: قَا لَ فَاِنَّهُ
جِبٌرِئِیٌلُ اَتٰکُمٌ یُعَلِّمَکُمٌ دِیٌنَکُمٌ، بِسٌمِ اللهِ الَّر حٌمٰنِ الَّرحِیٌمِ° دحضرت عمر بن خطاب رض څخه روایت دی ، یوه ورځ موږ درسول الله صلعم په
خدمت کی ناست وو ناڅاپه یو سړی راغلی ، دهغه کالی تك سپین وه وریښتان ئی
تك توروه ، نه دمسافرکمه نخښه په کښی وه او نه په موږ کی چا پیژندی هغه د
رسول الله صلعم دزنګونوسره خپل زنګونونه جفت یوځای ومښلول کښې ناستیۍ خپل
لاسونه ئی د رسول الله صلعم پر زنګونوو کښې ښودل او عرض ئی وکی ،ای محمد ص
! ما داسلام د حقیقت څخه خبر کړی ، حضورص ورته وویل ، اسلام دادی چه ته
ددې خبری شهادت وکې چه الله یودی بل معبود نسته او محمد د الله رسول دی
اولمونځ ادا کړې،زکوٰة ورکړې ، دروژې دمیاشتی روژې ونیسې ، اوستاسره خپل
دلاری مصرف وی دکعبې شریفی حج اداکړې ، هغه په جواب کی ورته وویل چه ته
صحیح وائی ، نو ددې لیدو سره موږ حیران پاتی سوو چه داسړۍ هم پوښتنه کوی
او هم تصدیق ،بیا هغه پوښتنه وکړه دایمان حقیقت راته بیان کړه حضورص ورته
وویل ایمان دادی چه ته پر الله ، دهغه پر پریښتو دهغه پر کتابو ، دهغه پر
رسولانو ،دقیامت پر ورځ دتقدیر پر خیر اوشر یقین اوایمان ولرې هغه سړی بیا
ورته وویل چه ته رښتیا وائی ، بیا ئی پوښتنه ځنی وکړل داحسان په متعلق
راته ووایه ، حضورص ورته وویل احسان دادی چه ته دالله عبادت داسی وکړه لکه
چه ته هغه وینې اوکه داسی نه وی دومره ضرور وکړه چه الله تعالٰی تاوینی .
بیا ئی پوښتنه ځنی وکړل دقیامت دساعت څخه می خبر کړه ، حضور صلعم ورته
وویل دقیامت په متعلق زما علم د سوال ګرتر علم ډیر ندی ، یعنی څونده چه
تاته معلومه ده هغونده ماته معلومه ده ، بیا ئی پوښتنه وکړل چه دقیامت څه
نښانې راته ووایه حضورصلعم ورته وویل دقیامت دنښو نه یوه داده چه مینځه
خپل مالک وزیږوی او دویمه نښه داده چه لڅی پښې او لڅ بدنی مفلس فقیر او
رمه پیوونکی ( چوپانان ) به په عالی شان اعماراتو کی په ډیر فخر اوغرور
سره ژوند کوی او وینی به ئی . حضرت عمر رض وایی چه وروسته بیا داسړۍ ولاړی
او زه لږوخت خاموش ناست وم ، بیا حضور صلعم وویل ای عمره څه پوه سوې چه
داسوالګر څوك وو، ماورته وویل چه الله اودهغه رسول ښه پوهیږی نو حضور صلعم
راته وویل چه داجبرائیل ع وو، تاسوته ستاسی ددین ښودلو دپاره راغلی وو تشریح . (۱) په دغه حدیث کی ئی داسلام ، ایمان او احسان مفهوم په وضاحت
سره کړۍ دۍ .په قرآن اوحدیث کی چه هر ځای دایمان او اسلام یو ځای ذکر
راغلی دۍ هلته د ایمان څخه یقین او قلبی تصدیق او داسلام څخه په ژبه باندی
دتوحید اورسالت اقرار او ظاهری مراسیم د عبادت پابندی مراد دی .د احسان
لفظ دحُسن څخه راغلۍ دۍ چه دهغه ژباړه ښایست دۍ ، په عبادت کی هغه وخت
حُسن پیداکیږی چه کله دخپل الله ومخ ته دغه په خپل ذهن کی راولی چه زه اوس
دخپل رب ومخی ته ولاړیم او هغه وینم ، که چیری داسی نسی کولای چه خپل په
ذهن کی داسی تصور وکی ، نو ددی حقیقت څخه څوک انکار نسی کولای چه الله
تعالٰی په هر صورت اووخت کی څوک وینی ، چه دهغه دلیدو څخه دبندګانو هیڅ
حال ندی پټ . ۲: مینځه چه خپل مالك یا مالکه وزیږوی ، ددې مطلب دادی چه قیامت ته
نزدې په عام ډول په خلګو کی د رحم ، همدردی ، او اتفاق پر ځای بی رحمی
ډیریږی ، دمشرانو احترام او اطاعت ختمیږی ، تر داسی اندازی چه دلور محبت
فطرةً دمور سره ډیر دی ، دهغې بر خورد دمورسره دونده وی لکه یو ه مالکه چه
دخپل مینزی سره برخورد لری ، یعنی لکه مور چه دلور څخه زیږیدلې وی . ۳: لڅی پښی او رمه پیوونکی فقیر چه په لوړو اعماراتو کی په فخر سره
ناست وی ددی مطلب دادی ، چه دعلم او تهذیب څخه نا اشنا شرافت اواخلاق څخه
بی خبره خلګ ددوی دولت اوثروت یودبل سره مقابله نمائش جذبه به لوړه سی . عبدالرحیم امین یار