درې بدمرغه انسانان
2008-09-14 04:16:41
حضرت ابوهريره رضى الله عنه وايي چې: پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: له دريو كسانو سره به خداى جل جلاله د قيامت په ورځ خبرې نه كوي، نه به يې له ګناوو پاك كړي اونه به ورته ګوري اودهغوى له پاره به دردوونكى عذاب وي:
۱ ـــ بد لمنى بوډا.
۲ ـــ درواغجن ولس مشر.
۳ ـــ خوار كبرجن .
[ صحيح مسلم ]
ددې حديث په تشرېح كې علماء ليكي چې: ځينې ګناوې كه څه هم په خپل ځان كې لويې وي، خو چې دځينو خلكو له لاسه ترسره شي، نو لوى والى يې دوه برابره شي، لكه دا چې غلا په خپله يوه لويه ګناه ده، خو كه شتمن سړى غلا وكړي چې غلا ته يې اړتيا نه وي اوياهم يوساتندوى ( پيره دار ) غلا وكړي، نو ددوى دغه كار ډېره ستره ګناه ګڼل كېږي.
كه يوځوان بدلمني كوي، كېداى شي چې دا ستره ګناه اودغه بدمرغي به دى له دې امله د ځان له پاره خوښوي چې دځواني جوش او جذبه به يې زياته وي،نوكه توبه دزړه له كومي وباسي خداى پاك به يې وبښي، خو يو عمر خوړلى انسان چې جوش او جذبه يې ناسته وي، بياهم بدلمنى وي، دايې دطبېعيت د پليتي او بدمرغي ستره نښه ده.
دغه راز كه يو عام سړى دروغ وايي، نوكېداى شي د خپلې اړتيا دپوره كولو له پاره به يې وايي،خو كه يو واكمن او يا ولس مشر دروغ وايي، نودايې له كومې اړتيا پرته وايي اوداددې نښه ده چې دلوى څښتن جل جلاله څخه په زړه كې وېره نه لري.
دغه څېر كه شتمن سړى غُرور كوي، كېداى شي چې دشتمني له امله به يې كوي، خو كه يو خوار سړى چې په كور كې هېڅ نه لري غرور كوي، دايې د بدمرغي ستره نښه ده.
لنډه داچې :له دغه درې ډوله خلكو سره به د قيامت په ورځ الله جل جلاله نه ويني اونه به د رحمت په سترګه ورته ګوري اونه به يې هم ګناوې وبښي، لوى څښتن مو دې له دغه راز سترو ګناوو څخه په خپل فضل اوكرم وژغوري..
[ معارف الحديث، دوهم ټوك، ۲۶۸ مخ، د علامه منظور احمد نعماني ]