لس ګټور وصيتونه.

۱ ـــ له خداى جل جلاله سره هېڅوك شريك مه نيسه، كه څه هم ووژل يا وسوځول شې.

۲ ـــ د مور او پلار خبر هېڅكله ځمكې ته مه غورځوه! كه څه هم امر درته وكړي چې مېرمن او شتمني پرېږده اوله كوره ووځه.

۳ ــ لمونځ په لوى لاس مه پرېږده، چاچې په لوى لاس لمونځ پرېښود نو دڅښتن له ساتنې يې ځان بې برخې كړ.

۴ـــ شراب هېڅكله مه څښه، ځكه  د بي حيايي بنسټ دى.

۵ ـــ له ګناه ځان ساته، لوى څښتن په ګناه خپه كېږي.

۶ ـــ دجهاد له ميدانه مه تښته، كه څه هم نور خلك مړه شي.

۷ ـــ كله چې په خلكو كې د مرګ وبا ګډه شي له خپله  ځايه مه ښورېږه.

۸ ـــ د چانفقه  دې چې په غاړه وي ( مور، پلار، مېرمن، اولاد اوداسې نور ) نو ښه شى پرې خوره.

۹ ـــ د اولاد روزنې ته پام كوه او لرګى له لاسه مه غورځوه.

۱۰ــ هغوى تل د الله جل جلاله د حكمونو په هكله وېروه.

( مشكوة ، ۱۸ مخ، د مسند احمد په حواله. )

تشرېح:

ددې حديث په تشريح كې درانه حديث  پوهان (محدثين) ليكي چې : دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دا امر چې ((د مور او پلار خبره ځمكې ته مه غورځوه ، كه څه هم د مېرمن اود كور دپرېښولو اوله كوره د وتلو امر درته وكړي )) دغه وينا يې اولاد ته كړې، څو د مور اوپلار بشپړ اطاعت وكړي  ځكه خو بايد مور او پلار هم له پام او فكر څخه كار واخلي اوداسې ناروا حكم دې اولاد ته نه كوي چې له هرڅه يې بې برخې كړي اوپه خپله دې پام وكړي  چې دداسې امر پايله به څه وي؟ او زما د زوى اودهغه اولاد ته به زمونږ دحكم د منلو له امله څومره وځوريږي؟

اودا وينا چې چېرته وبا خپره شي ، له هغه ځايه مه ښورېږه! كېداى شي حكمت يې داوي چې مړي به بيا څوك خښوي؟ اودغه راز پر تقدير د ايمان لرلو يوه نښه هم ده.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وروستي درۍ نصيحتونه د اولاد په اړه دي او لنډيز يې دا راوځي چې : په اولاد ښه او حلال مال خوره، تل دهغوى د هوساينې لارې چارې لټوه، خو سختي هم ورسره كوه، چې د الله جل جلاله له حكمونو څخه لا پروا نه شي اود نرمي له امله بې ادبه لوى نه شي.