د روژې نيولو پنځوس ګټې
2009-08-31 06:49:07
روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي: ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي)
حديث شريف
2009-08-31 06:46:39
رسول الله (ص) مبارک فرمايي: څوک چې له روژې سربېره بيا هم له دروغ ويلو او د دروغو له عمل څخه ډډه ونه کړي، الله(ج) د هغه لوږې ته اړتيا نه لري. . (بخاري شريف)
روژه ( دروژې دمباركي مياشتي په اړه اړين معلومات )
2009-08-26 05:58:00
روژه په لغت كي مطلق بندوالي ته وايې ، د هر شي څخه چي وي اوهر وخت چي وي . په قرآن كريم كي د بي بي مريمي د خبرو نه كولو تعبير هم په صوم سره سوي دي . فقولي انى نذرت للرحمن صوما فلن اكلم اليوم انيسا
دروژي په اړه داسلام دپيغمبرهركليزه خطبه
2009-08-26 05:55:18
لوي څښتن فرمايي : « شهر رمضان الذي أنزل فيه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان » درمضان په مياشت كي قران نازل سوى، هغسي قران چي دخلګولپاره لارښوددى اودلارښووني پوره دلائل اودحق اوباطل ترمنځ ښه بيلونكي دى .
په روژه کی له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دی .
2009-08-24 01:16:41
په روژه کی له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دی . ۱- له څه خوړلونه . ۲- له څه څښلونه . له جنسی فعل نه .
درمضان د مبارکی روژی لنډ بيان
2009-08-24 01:00:08
داسلام مقدس دين چه سراسر د رحم خواخوږی په ښوکارونو د ترغيب او له بدو کاروڅخه د مخنوی پيغام لری . دهمدی موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوی دوره ده ترڅو په دغه لنډه دوره کی د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبی وسيو خبر شی اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بی ګټی زهرجنو شيطانی اعمالو منع شی
درنه مياشت (رمضان الکريم )
2009-08-24 00:54:30
روژه د اسلام د پن ځو ارکانو څ خه ده، د الله(جل جلاله) سپ ېڅلى کتاب قرآن شريف په همدې مبارکه مياشت کښي نازل سوى دى، دد ې مياشتي لوم ړنۍ برخه(لومړن ۍ لس ورځ ي) د الله(جل جلاله) رحمت دى، منځن ۍ برخه يې مغفرت دى او وروستۍ برخه يې د دو ږخ له اور څ خه ازادي ده؛ انسان ته ښايي چي په کلمه طيبه، استغفار، د جنت هيله او د جهنم د اور څخه په پناه غو ښتلود خپل رب رضا تر لاسه کړي
د اهل بيت د محبت حق
2009-08-15 08:57:19
موږ داسي نه غواړو چي داهل تشيع په شان داهل بيتو په شان كي د افراط څخه كار واخستل سي او دشرعي تر حدودو دي تجاوز وسي او دجمهورو علماء خلاف دي ددوې دمعصوميت عقيده ودرلودل سي ، بلكه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وصيتونو او لارښوونو ته دې پوره پاملرنه وسي او داهل بيت حق دي اداكړل سي .
AONEZA
2009-07-28 03:57:48
حسد او كينه
2009-07-04 07:44:25
حسد د يو نعمت د لرې كېدو په مانا دى، يانې حاسد دا تمه كوي، چې يو چاته د الله لخوا وركړل شوى نعمت بېرته لرې شي او نوموړى سړى ترې محروم او بې برخې شي. په اسلام كې حسد او حاسد دواړه ډېر بد ګڼل شوي دي او مسلمانانو ته امر شوى، چې له حسد څخه ځان وساتي او حسد په اسلام كې حرام او ناروا دى
د اخلاص ارزښت
2009-07-04 07:41:03
اخلاص په زړه پورې تړلى عمل دى، چې په اسلامي دين كې ورته زيات ارزښت وركړل شوى او په ډېرو كړو وړو كې يې شتون ارزښتناك بلل شوى دى، لنډه دا چې اخلاص د بدن د نورو غړو د عملونو مالګه ده، په كوم كار كې چې اخلاص نه وي، داسې ده لكه په خوراك كې چې مالګه نه وي.
حلم او زغم
2009-07-04 07:26:50
حلم هغه ستر خوى او غوره زېور دى، چې د هر انسان لپاره خورا مهم او ضروري دى، په حلم سره الله (ج) خپل ځان ستايلى او هم يې پرې خپل رسولان او نبيان عليهم السلام وصف كړي دي. په انساني ټولنه كې هر څوك چې په دغه غوره خوى سره ځان ښكلي كړي، خامخا د ټولنې لخوا ستايل كېږي او خلك ورته په درنه سترګه ګوري او هم له الله څخه پوره اجر او ثواب ګټي
كبيره ګناهونه (ترتيب او لنډيز)
2009-07-04 07:21:32
كبيره ګناهونه (ترتيب او لنډيز) كبيره ګناهونه هغه دي چي قران يا احاديثوعذاب، حد (شرعي سزا) اويا لعنت پرويلي وي. دټولوكبيره ګناهونو دوام كفرلازموي خو د ځينوكبيره ګناهونو يو وار كول هم كفردئ او هره كبيره ګناه ددوزخ دواجبيدولو سبب كيدائ سي. بايد يادونه وسي چي پرصغيره ګناهونو دوام هم كبيره ګناه ده !!!
لا اله الا الله محمد رسول الله
2009-07-04 07:04:07
د اسلام سپېڅلې کلمه ( کلمه طيبه) د خدای (ج) سره يوه لويه ژمنه ده:
هرچا لپاره اسانه لار او لويه ګټه
2009-07-04 06:21:36
عمران كيمياني او شيخ بزار وويل چي د سيد نا و مرشدنا غوث الثقلين سيد شيخ محي الدين عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه څخه وپوښتل سول : چي يو څوك په تا پوري ځان تړي خو ستاسو لاس يې نه وي نيولى ستاسو څخه يې خرقه نه وي اغوستې ايا دا ستاسو له ملګرو څخه شمير ل كيږي ؟ د شيخ ابوالحسن علي ابن سليمان خباز څخه نقل دى چي ما ته په ۵۹۲ كال كي په بغداد كي شيخ ده مبارك وويل چي څوك په ما پوري ځان تړي اوزماسره مينه كوي زما نوم ته ځان منسوبوي الله تعالى به هغه قبول كړي او هغه زما له ملګرو څخه دى او الله عزوجل راسره وعده كړې ده چي ستا ملګري ستاسو سره مينه او محبت كونكي به جنت ته داخل كړم