د امام مهدي عليه السلام د خلافت وخت به دخوشحالۍ، عدل او انصاف وخت وي

ټوله مځكه به دامام محمد مهدي عليه السلام د عدل او انصاف څخه منوره او روښانه سي د ظلم او بې انصافۍ بيخ به وايستل سي ، ټول خلګ به دلوى څښتن په طاعت او عبادت په ډير شوق مشغول وي

د غوث الاعظم رحمة الله تعالي عليه ويناوي

1. اې غلامه ! تالره ښائي چي تقوا وكړې . دنفس ،هوا،شيطان او دبدو ملګرو څخه ډډه وكړې. 2. اې قومه ! دلوى څښتن عزوجل دنعمتونو شكر ادا كړئ او دانعمتونه دده څخه وبولئ . 3. اې غلامه ! هميشه په دې فكر كي مه اوسه چي څه به خورم ،څه به څيښم، څه به واغوندم ،څوك به په نكاح كړ م، چيري به سكونت كوم، او څه به جمع كوم دا ټوله د نفس غوښتني دي د زړه او سر غوښتنه دلوى څښتن جل جلاله طلب دى