establishment of zwanadabi baheer

:ځوان ادبي بهير٬ پونيد بهير د بنسټ ډبره د پوني پوهنتون د پښتنو زدكړيالانو له خوا د ٢٠٠٩ كال د جون په لومړۍ نېټه د پوني ښارپه بي ټي كواډي كې كېښودل شوه٬ همدغه يې د پېل ناسته وه۰ د ناستې برخه والو د بهير لپاره لاندې ټكي د اساس په توګه ومنل:١) د بهيرنوم به "ځوان ادبي بهير٬ پوني" وي٠٢) بهير يواځې په هندوستان كې پښتنو زدكړيالانو پورې اړه لري٠ ٣) بهير كوم سياسي اړخ نه لري٬ يواځې او يواځې ادبي هڅې كوي٠ ٤) ټولنه يا بهير يواځې او يواځې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په موخه ده٠٥) د ټولنې يا بهير اصلي كار د ځوانانو ترمنځ د پښتو شعر او ادب دودول دي او هڅه كوي چې د ځوانانو په زړونو كې د شعر ډيوې بلې كړي٠ ٦) ټولنه د زدكړيالانو ترمنځ د ورورۍ او خواخوږۍ فضا د رامنځته كولو لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي. ٧) بهير هڅه كوي چې ډېر ژر د مهالنۍ څښتن شي٬ كومه چې به په پښتو او انګرېزي غير سياسي مطالب خپروي٠٨) ټولنه يا بهير ټولو ملتونو٬ ژبو او نژادونو ته درناوى لري او د كوم ملت٬ ژبې٬ نژاد يا مذهب په ضد فعاليت نه كوي٠٩) ټولنه بايد په دوه اونيو كې حتماً يوه غونډه ولري٠١٠) په غونډه كې بايد په شعر او نثر دواړو خبرې وكړل شي٠١١) د ټولنې يا بهير مشرتابه ډله د بهير د غړو له خوا د شپږو مياشتو مودې لپاره په لاندې ډول وټاكل شوهالف) د ټولنې مشر يا رأيس محمد ابراهيم ماموند دى٠ب) د ټولنې مرستيال بشير احمد كامران دى٠ د منشي توب چارې هم مرستيال په غاړه لري٠ج) د ټولنې د مالي چارو مشر شفيق الله خاكسار دى٠دغه پورته د اساس ټكي د بهير د غړو له خوا د پېل په غونډه كې رامنځته شول او دوۍ ټولو ته د منلو وړ دي٠