نارينه د پوهانو له نظره
2008-09-20 06:03:47
نارينه د دپوهانو نظره
له متمدنه سړی سره نه ښايي ،چې له ښځې دعمر پوښتنه وکړي .
مېرمن ته دې وخانده بيا ستا په اشاره کار کوي .
د ښځو دوه ډوله سړي نه خوښيږي : بخيل او ډارن .
دښځو په اړه بختور هغه دی ، چې له همدوې د بې پروايې وس ولري .
کله که يوه ځوان درته له يوې ښځې سر ټکاوه پوه شه ،چې زړه يې دهغې په لاس کې دی .
که د سړی ښکلا ځينې ښځې راجلبولې ، نو ډېرې ښځې بيا د سړی د زړورتيا په اړه بحث کوي نه د ښکلا .
که کومې ښځې سړی ته په لار کې وخندل ورپسې ځغلي نو دا به هيله منده وي ،چې ورپسې راشي .
که سړی په مينه کې ناکام شو ، بيا دا هيله لري ،چې ټول عمر جره وګرځي اوکه ښځه په مينه کې ناکامه شوه سمدلاسه د واده په سوچ کې شي .
که سړی تيروته پېښمانه کېږي اوکه ښځه تيروته بيا وايي : بښنه غواړم (چوپتيا) غوره کوي .
کله که دې سړی وليده ،چې خپلې ميرمن ته يې دموټر دروازه پرانېسته ، نو پوه شه ، چې له دوی دواړو يو نوی دې .
که کوم سړی دښځې په خاطر ملګری له لاسه ورکړي ، دابيا ښځه اوملګری دواړه له لاسه ورکوي . که غواړې ،چې د ښځو په برخه کې طالعمن اوسئ نوله ښځې سره داسې ټوکه کوه لکه له ماشوم سره او له ماشوم سره بيا داسې ټوکه کوه لکه له ښځې سره .
که دسړی ښځه خوښه شوه دخپلې مينې له جامه به يې خړوبه کړي او که دښځې بيا سړی خوښ شو نو خپلو شونډو ته به يې تږی کړي .
که کله سړی هغه ښځه له لاسه ورکړه ،چې دده خوښه وه دانو بياناشونې ده ،چې بله په اسانۍ ومومي .
کله چې سړی مين شي سترګې يې لس شي او که ښځه مينه شوه زر ژبې به ومومي .
سړی دخبرو پر مهال هڅه کوي ،چې منطقي اوسي او ښځه بيا کوښښ کوي ،چې زړه راښکونکې وي . که سړي دې وپيژندل بيا ښځې وڅيړه .
تر ټولو ناوړه سړی هغه دی ،چې پر خپله مېرمن بې باوره وي ،ځکه دا ځان سپکوي خو پرې پوهيږي نه .
په نړۍ کې بختور سړی هغه دی ،چې لومړی د ښځی زړه تر لاسه کړي .
باور لرم ، چې سړي له ښځو لږ درواغ وايي ، خو دمينې ، راز او نياز وخت له دې څخه مستثنی دی .
ناپوهه سړی هغه دی ، چې له هغې ښځی سره مينه کوي ،چې دايې نه خوښيږي .
اکثره سړي دخيال نيمګړتيا لري ، ځکه خو ماډليستان دغه تشه ډکوي .
دسړيو ستره نيمګړتياداده ،چې خپل ځان دهغې ښځی په څير نه ګوري ،چې پر همده حکم کوي
اکثره ښځې دسړی له چوپتيا او سړي بيا دښځو له خبرو ډاريږي .
ملکيت دسړي په نسبت پای او د ښځی په نسبت پيل دی .
مينه دسړی منی اود ښځی پسرلی دی .
مينه له ښځی اجازه غواړي بيا يې زړه ته ننوځي ،خو دسړی زړه ته په تلوار ور ننوځي .
سړي هر وخت مينه کوي خو لږه وي ، ښځې بيا ډېره مينه کوي ،خوکله کله .
سړي وايي : علم ځواک دی ښځې وايي ښکلا واکمنۍ ده .
ښځې سړي پيژني ،خو ښځې بيا يوازې ښځې پيژني .
داسړي دي ،چې ښځې اړ باسي ،چې له سړيو سره مينه نه کوي .
سړی په خپله مينه کې دا غواړي ، چې پوه شي ښځه څه کوي ؟ خو ښځه بيا داغواړي ،چې هر څه له ياده وباسي ، چې ښځه يې ترسره کوي .
هغه سړی ،چې د ښځو پر تيروتنو سترګې نه شي پټولای د دوی له ځانګړتياوو خوند هم نه شي اخېستې .
ډېر پوه سړی هغه دی ،چې داسې يو څه ومومي ،چې له ښځو ډېر زړه راښکونکې وي .
سړی کله ناکله سړی وي ، خو ښځه هر وخت ښځه وي .
هغه سړی ،چې په خپل ځان کې پياوړې نقطې نه پيژني دا دهغې ښځې لپاره اسانه ښکار دی ،چې په سړی کې د کمزورتيا نښې نه پيژني .
د سړی رڼا ضمير دی او دښځی ستوری هيله ده ، د رڼا دنده لارښوونه ده او د هيلې ژغورنه .
له هغه سړی ،چې سړي ډاريږي دښځو خوښيږي .
سړی دونې د ډډ ، څانګو او پاڼو په څير دی ،خوښځه بيا دونې ميوه ده .
سړی دپړانګ پر وړاندې ودريدای شي ، خود ښځې پر وړاندې نه .
سړی له هغې ښځی سره لېوالتيا لري ، چې دځان درناوې کوي اودطبيعت او تکلف تر منځ توپيرکولای شي .
سړی د نثري ټوټو او ښځه د قصيدو او ښکلو شعرونو په څير ده ، پيغلې د قلمونو د نوکو په څير ده
سړی لومړی فکر کوي بيا پريکړه ،خو ښځه لومړی پريکړه کوي بيا فکر .
سړی خپل خيانت دموسکا تر شا او ښځه يې بيا دخپلو اوښکو تر شا پټوي .
سړی د ښځی دموسکا او اوښکو تر منځ ټال دی .
پياوړې سړی هغه دی ،چې ښځه يې له امر پرته په واک کې وي .
سړی په ښځه کې ناوړه ځانګړنې هغه مهال پيژني ،چې کله واده ورسره وکړي .
داحقيقت دی ،چې سړي ستر کارونه کوي ،خو دا حقيقت مو تل له ياده ايستلې ،چې ښځې ستر سړي جوړوي .