يو ګيګابايټه وړيا برېښناليک بکس
2008-08-22 02:18:03
شپونکی
d M Y وخت H:i
د اپريل په اول د 2004 کال ، د کومپيوټر او انتيرنټ د نړۍ پورې تړلو خبري رسنيو ،حيرانونکى خبر خپور کړ، چې د يو غټې بمي چاودنې غوندې يې د انتيرنت نړۍ سرهولړزوله. ددغې خبرتيا سرليک دا وه : ګوګل د وړيا برېښناليک لپاره دتازه اسانتيايووړانديز وړاندې کوى، چې د بکس اندازه به يې د يو ګيګابايټ سره برابره وي .
دا خبر دهيچا د باور وړ نه وه او د انتيرنت ډيرو کارکوونکو او استعمالوونکو دا فکر کاوه چېدا هسې يوه ټوکه ده چې د اپريل د اولې ورځي سره تړاو لري .
کله چې دګوګل د شرکتلوړپوړو چارواکو د باوري خبري رسنيو سره ، په خپلو خبرو کې، ددې خبر د روغتيا ،خبره تايد کړه نو اوس د چا له خوا د ټوکې ګومان او شک پرې نه کيږي او د يوه روښانهواقيعت په سترګه ورته ګوري چې ډير ژر به د نړيوال جال ګټه پورته کوونکي ترينه خپلهګټه پورته کړي.
ګوګل د ډيرو کارپوهانو له انده ، تر ټولو غني او ګړندي پلټونکيانتيرنټ ماشين دي چې دا يې يو بل د پرمختګ ستر ګام ګڼل کيږي چې د انتيرنت پر مټ يېد خپلو رقيبانو تر مخه اوچت کړ.
په انتيرنت کې ، د وړيا برېښناليکونو د اسانتيودوه مهم او غټ سايټونه، hotmail او yahoo ددې خبر په اوريدلو سره ګوته په غاښ پاتيشو او ژر تر ژر يې د څارولو لاره غوره کړه .
د ګوګل ددغه نوي برېښناليک داسانتيو په پلي کولو سره به، ياهو او هوتمايل ډير او ممکن اکثريت خپل کارونکي دلاسه ورکړي .
ګوګل شرکت د د غه يو ګيګابايټه، وړيا برېښناليک لپاره «Gmail»نوم،او Gmail.com دمين په پام کې نيولي دي .تاسو کولي شيhttp://gmail.google.comد پتې دلارې «Gmail»ته داخل شى