بک اپ Backup ( احتياطي کاپي )

ستا نه مير زهير شينواري    d M Y وخت H:i په کمپيوټر کې دځانګړو موخو او يا هم د غوره او مهمو فايلونو د خونديتوب په خاطر چې اصلي مطلب مو له لاسه ونه وځي د پروګرام اويا هم data يو نقل ( copy) ساتلو ته بک اپ وايي . بک اپ په اصل کې يوه بيمه شوې کاپي ده چې د اړتيا په وخت کې ورنه ګټه اخيسل کيږي . ځنې کمپيوټري پروګرامونه په اتوماتيک توګه د فايلونو بک اپ کاپي جوړوي چې اوسنۍ او پخوانۍ دواړه يې په يو ډسک باندې خوندي ساتل کيږي . دغه ډول پروګرامونو ته Backup Utility وايي . که چيرې کوم فايل د بيلابيلوستونزو له امله د لاسه ووځي دا وسيله د کمپيوټر کارن ته واک ورکوي چې نوموړی فايل بيرته لاس ته راوړي . نو ځکه د کمپيوټر هر کارن بايد په پرله پسې توګه دData بک اپ ته پوره پاملرنه وکړي . داحتياطي کاپي د backup copy اوکله هم د , backup file په نومونو هم ياديږي