رجيستری غير فعاله کړي
2008-08-14 08:02:24
د رجيستری غيرفعاله کولو لپاره يو شمير زيات پروګرامونه موجودي دي. چې کولي شو رجيستری په اسانی سره غير فعال کړو. مګر که چيری بغير له کوم سافټ وئير څخه دغه کار جراء کول غواړي نو راځی چې زه يې درته دروښايم.
د رجيستری غير فعاله کولو لپاره د سټارټ مينو څخه په Run کليک وکړي او دغه کليمه په کې وليکې Gpedit.msc د کليمې د ټايپ کولو څخه وروسته په OK کليک وکړي او يا د کيبورډ څخه اينټر تڼۍ باندي فشار وکړي.
اوس چې کومه وينډو تاسو ته په نظر راځي په دي کې لاندي ادرس ته ځان ورسوي.
user configuration > administrative templates > system
اوس د ښی اړخ ته په prevent access to registry editing tools باندې دوه غبرګ کليکونه وکړي يوه نوي کړکۍ به پرانستل شي Enable اپشن وټاکې او OK کړي.
اوس رجيستری (regdit) خلاصه کړي، وبه ګوري چی ستاسو د کمپيوټر رجيستری نه خلاصيږی يعنی ستاسو رجيستری غير فعاله شوه.
مګر که چيری غواړي بېرته يې فعاله کړي په پورتنی لار تګ وکړي په کوم ځای کې چې مو Enable کړي وو هلته بېرته NotConfiqured انتخاب او OK کړي. رجيستری به بېرته فعاله شي.