New Folder ويرس ختمول / ٪١٠٠ کاميابه

شمشاد شينواری    d M Y وخت H:i دا ويروس زياتره وخت له انټرنيټ څخه کمپيوټر ته ښکته کيږی او د USB له لاری هم د يو کمپيوټر څخه بل کمپيوټر ته انتقاليږي. دا داسی ويروس دي که چيری د کمپيوټر هر فولډر خلاصوي نو همغه فولډر کې يو فولډر (New folder) په نامه جوړيږی او هر يو يې 104KB ځای نيسی. که چيری تاسو دا ويروس ړنګ کړي نو بيرته راځي يعنی په اسانه سره نه ختميږي. نو راځی چې اوس زه تاسو ته د دي ويروس د ختمولو لاره دروښايم. >>>>>

١. خپل کمپيوټر Restart کړي. او کله چيری کمپيوټر مو چلانيږی نو د کيبورډ څخه F8 بټن ووهي. تاسو ته به يو ليست راشي.
٢. په ليست کې Safe Mode انتخاب کړي او بيا Enter کړي.
٣. کله چې کمپيوټر چلان شو نو Administrator په نوم ننوځي.
٤. اوس لومړی Control panel ته ولاړ شي او هلته Users Accounts په ايکون دوه کليک وکړي. او د Pack a Task څخه Create a new account باندي کليک وکړ ي او نوي user جوړ کړي
٥. کله چې مو نوي user جوړ کړي نو خپل پخواني user ړنګ کړي.
٦. اوس خپل کمپيوټر د Start مينو څخه Log off کړي او خپل نوي user هلته خوښ کړي تر څو په هغه user ننوځي.
٧. کله چې په نوي يوزر ننوتی بيا start ته لاړ شي او هلته search وټاکې.


٨ د Task Bar څخه All files and folders خوښ کړي او بيا All or part of the file name: باندي کليک وکړي او هلته New folder.exe وليکې او Search کړي.
٩. اوس په Search کې ټول پيدا شوي فائلونه ړنګ (Delete) کړي. او بيا خپل کمپيوټر Restart کړي. ښه اوس خوشحاله اوسي ستاسو کمپيوټر د New Folder ويروس څخه پاک شو.