په میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې
2010-07-12 07:36:09
دمیدان وردګ ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې (۵) بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت دڅه باندې (۶) میلیونو افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې.
دیاد ریاست ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پنځو پروژو کې دڅښلوپاکو اوبو (۶۶) څاګانې کیندل اوپه هغوۍ لاسي بمبو درول دباغک،کوډې،کشمیرخیلو،مغل خېلو،بابرخېلو او زرین خېلو په کليوکې شامل دي چې دخلکو لس سلنه ونډې په اخیستنې او دکلیو بیارغاونې اوپراختیا وزارت دبودجې ځخه د(۶۲۵۱۶۶۸) افغانیو په مالي لګښت دمرستندویه موسسې (سویډن) او پراختیایي شوراګانو لخوا بشپړې او ګټې اخیستلو ته چمتو شوې، ددغه پروژو څخه (۱۲۴۴) کورنۍ ترې ګټه اخلي.