دنرخ ولسوالۍ دسړک د قیر کولو چارې پیل شوې
2010-07-11 11:21:32
دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ د(۹) نهه کیلومتره سړک چې دمیشتو ایساف
ځواکونو په(۲۸۷۱۳۴۴) میلیونه ډالرو په بودیجې دیونیک بیلډر سړک جوړولو
ساختماني شرکت لخواتطبیق کیږي دقیر اچولو چارې نن دمیدان وردګ ولایت
والي او یوشمېر قومي مشرانو لخوا رسماٌ پیل شوې.
دپټۍ په پریکولو مراسمو کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سړکونه او اقتصاد
دهېواد لپاره دشارک حیثیت وبللو، اوهمدغه دوه بنیادونوله امله دخلکو په
ژوندکې مثبت بدلون رامنځته کیدای شي، خو متاسفانه د هېواد دسولې او
پرمختګ دښمنان تل دخپلو بریدونو تمرکز په همدغه دوه بنیادونو باندې
راڅرښوي او نه غواړي چې افغانستان دي دپرمختګ او سوکالۍ په لور ګامونه
پورته کړي، همدا راز ښاغلي فدایي دمیشتو ولسونو څخه دزړه له تله مننه
وکړه چې تل یې دامنیتي ارګانونو سره اوږه په اوږه دسړک دامنیت په تامین
کې مرسته کړی او دهرډول وران کارو عملونو مخه یې نیولې ده.
دولایتي شورا غړې محمد حضرت جانان اودنرخ دسیمه ایزې شورا ریس مامور قطب
الدین په وار سره خبرې وکړئ او دولایت مقام نه یې مننه وکړه چې تل یې
دبیارغاونې په چارو کې د دوۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ویلې،همدارنګه دوۍ
غوښتنه وکړه چې دحیات څخه تر توکرک پورې دسړک دجوړولو په اړه هم له دوۍ
سره مرسته وکړي او میشت ولسونه حاضر دي چې دسړکونو په ساتنه کې هرډول
مرستې د حکومتي چارو مسولینو څخه ونه سپموي.
وروسته دیونیک بیلډر سړک جوړولو شرکت ریس الحاج وحیدالله کلیمزي دسړک په
اړه تخنیکي معلومات ورکړل او هم یې دنرخ ولسوالۍ شریفو ولسونو څخه مننه
وکړه چې تل یې دامنیت په تامین کې له دوۍ سره مرسته کړېده.
په پای کې دقومي مشرانو لخوا برابرې شوې لونګۍ او تحفې دولایت والي،امنيي
قوماندان،ملي امنیت ریس،د شرکت ریس او ایساف ځواکونو استازو ته ورکړل
شوې.
دیادونې وړ ده چې نوموړي سړک د ۹ کیلومترو په اوږدوالی د۱۰ مترو پلنوالی
په درلودلوسره له میدانښارنه پیل او نرخ ولسوالۍ دحیات سیمې پورې غزیدلې
چې دمیشتو ایساف ځواکونو(pob, shink) د (۲۸۷۱۳۴۴) میلیونو امریکایي ډالرو
په ارز ښت او دیونیک بیلډر ساختماني شرکت لخوا دټولو ترافیکو معیارونو او
اصول سره سم په ښه کیفیت او نړیوالو معیارونو سره سم جوړیږي.