دجلریز دبڼوالو ټولنه په دفتري توکو سمبال شوه
2010-07-11 11:00:09
هغه مراسم چې له همدې امله په جلرېز ولسوالی کې جوړ شوی وو ددې ولسوالۍ ولسوال،قومي مشرانو،دبزګرانو دټولنو غړو او دامريکا دنړيوالومرستو پرمختيايي ادارې مسولينو ګډون کړې وو.
دجلريزولسوال سيدجواد باهنر دبزګرانو له ټولنو سره دغه مرستې وستايلې او ويې ويل موږ بايد هڅه وکړو څو وکړای شو چې دخصوصي سکتور له لارې نړيوالو بازارونو ته خپل کرهڼيز محصولات وړاندې کړو.
.ده همداراز دبزګرانو دټولنو هڅې په ياده برخه کې وستايلې او خپله يې دهر راز مرستو ژمنه وکړه.ده همداراز نړيوالو بازارونو ته ديادې ولسوالي دبزګرانو دټولنې په هڅو سره د څو ټنو زردالو او مڼودصادريدو نه يادونه وکړه چې له امله يې په نړيوالو بازارونوکې ددې ولايت پيداوارو ښه مقام ترلاسه کړې دی.
بايد وويل شي چې دغه ولسوالی کې ياده ټولنه د امريکې دنړيوالو مرستو دپراختيا دادارې (USAID) په ګډو هڅو سره رامنځ ته شوې، اوس مهال نوموړې اداره تازه ميوو ته چې اوس مهال دزردالو موسم دی په نړيوالو بازارونو کې بازارموندنه کوي او هڅه کوي چې کروندګراو بڼوال په خپلو پښو ودروي.
ديادونې وړ ده چې په دغه دفتري مرستو کې چې ميز چوکۍ فرش المار او قرطاسيه شامل دی ټوليز لګښت پنځه سوه زره افغانيو ته رسيږي.
اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد،بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com
داکلیک کړﺉ :ه http://www.mwardag.gov.af ،http://www.bloguna.com/adam