په میدان وردګ ولایت کې ۱۳ وسلوال مخالفین وژل شوې دي
2010-07-03 11:05:13
دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد د قاضي کلاء په سیمه کې دکشفي چورلکې په هوایي بریدکې دوسلوالو یوتن مشهور قوماندان ملاتواب په ګډون ۱۱ تنه وژل شوې او یوشمېر وسلې ترې لاسته راغلي دي.
دلومړیو معلوماتو له مخې نوموړي عملیات دسرطان په ۱۲ نیټه سهار ۹ بجې مهال دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد دقاضي کلاء په سیمه هغه مهال ترسره شول چې دوسلوالو مخالفینو نوموړي ګروپ غوښتل په لویه لاره باندې دحملې تیاری ونیسي خو دکشفي چورلکې لخوا په نښه او لمنځه یوړل شول، دنوموړو وژل شوو یو شمېرجسدونه سیداباد ولسوالۍ ته رانتقال شوې.
نوموړي ګروپ تل په لویه لاره باندې وخت ناوخت وسلوال بریدونه ترسره کول او هم دملکي خلکو په تيښتونه او وژنه کې یې لاس درلودو.
همدارنګه دیوبل خبر له مخې نن سهار دتنګي داورسک په سیمه کې وسلوالو مخالفینو یوګروپ دکشفي چورلکې لخوا دحملې لاندې راغلې چې پکې دوه تنه وسلوالو دخپلو وسلوسره لمنځه تللي دي.
اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد،بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com
داکلیک کړﺉ :ه http://www.mwardag.gov.af ،http://www.bloguna.com/adam