د میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره مرستې وشوې

 

دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره دولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا  د (۶۵) زرو امریکایي ډالرو په ارزښت دفرشونو،لوډ سپیکرو او لمریزې بریښنا مرسته وشوه

 راغلو علماوو اوقومي مشرانو ته ددې ولایت والي الحاج محمد حلیم فدایي په خپلو خبرو کې ووېل چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت تل هڅه کوي چې دیني مدرسو.جوماتونو او مذهبي  مقدساتوته ځانکړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دتل په څير دا زموږ عملي قدم ایښودونه ده، قومي مشرانواو علماؤ په داسې حال کې چې دجوماتونو لپاره ورکړل شوې مرستې یې له ځان سره لیږدولې ډیرخوښ معلومیده ، دوۍ د میدان وردګ ولایت والي نه  مننه وکړه چې تل یې دقومي مشرانو غوښتنو او نظرونو ته درناوې کړې دی، قومي مشرانو زیاته کړه چې   د دیني مدرسو او جوماتونو په اړه مو کومې ستونزې  د ولایت دمقام سره  شریکي کړې نو هغه ډاډ راکړه چې په دې برخه کې به حتماٌ ګړندي ګامونه اخلي او دغه ستونزو په حل کې به عاجل اجرات کوي، چې نن یې خپله کړې ژمنه عملي کړه.

دیادونې وړ ده چې ددې مخکې هم دولایت ټولو ولسوالیو سره دمرکزمیدانښآر په شمول دسولرو،فرشونو او لوډسپیکرو مرستې شوې وی چې دچک ولسوالۍ دجوماتونو فرشولو او مجهزولو سره په ولایت کې ټول ټال (۳۰۶) جوماتونه په لمریزې بریښنا،فرشونو او لوډسپیکرو سمبال شول، چې له امله به یې لمونځ کوونکي په پاکه او ارامه فضاء کې خپل عبادتونه ترسره کړي.

 

اړیکې شمېره: (۰۷۷۴۰۰۰۴۲۷)شاهد الله شاهد،بریښنالیک:maidan.pressoffice@gmail.com               

داکلیک کړﺉ :ه  http://www.mwardag.gov.af    ،http://www.bloguna.com/adam